Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان بانک ريیس وايي، د کابل بانک قض

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان بانک ريیس وايي، د کابل بانک قض

    د افغانستان بانک ريیس وايي چې د کابل بانک قضیه، چې پر اساس یې د دغه بانک د ونډه والو له لوري نژدې یو ملیارد ډالره غلا شوي وو، حل شوه. د افغانستان بانک رييس نور الله دلاوري نن /چهارشنبه/ وویل، تر ۳۳۰ ملیون ډالره ترلاسه شول او د پنځه سوه او شپږ سوه ملیون ډالرو په ارزښت جایدادونه موندل شوي دي.
    کابل بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال سقوط وکړ او د افغانستان بانک کنټرول ته وسپارل شو.
    نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي له واک ته رسېدا وروسته د دولت خزانې ته د کابل بانک د لوټ شویو پیسو د سپارلو او د دې قضیې د حل کولو لپاره یوه نیمه میاشت ضرب الاجل وټاکه.
    اشرف غني له فساد سره مبارزه د خپل کار یو لومړیتوب بللی دی او له ځکه چې له واک ته رسېدا سمدستي وروسته د کابل بانک د قضیې د څېړلو امر وکړ.
    ښاغلي دلاوري په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ۵۰۰ سوه ملیونه او ۶ سوه ملیون ډالرو ترمنځ شتمنۍ او جایدادونه تشخیص شوي او اوس د محکمې او د امریکا د متحدو ایالتونو په شان د نورو هیوادونو له لارې تعقیبېږي.
    د افغانستان بانک رييس وویل:«دا قضیه نوره معما نه ده. څه چې شوي، شوي دي. موږ مسووله یوو، چا چې پیسې ایستلي مسوولیت لري او کوم کارونه چې نه دي شوي هغه محکمې ته حواله شوي، اوس دا په محکمې پوري اړه لري چې پرېکړه وکړي.»
    د کابل بانک قضیې د افغانستان پر مالي سیستم د نړیوالو اعبار له منځه یووړ. له دغه بانک څخه د ۸۳۵ ملیون ډالرو ورکېدا د افغانستان د ټول کالني ناخالص تولید له پنځو فیصدو سره برابر و.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X