Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان د جنرالانو شمېر د ځواکونو په ت

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان د جنرالانو شمېر د ځواکونو په ت

    http://www.taand.comخبرونهد افغانستان د جنرالانو شمېر د ځواکونو په تناسب د امریکا د جنرالانو دوه برابره دی

    د افغانستان د جنرالانو شمېر د ځواکونو په تناسب د امریکا د جنرالانو دوه برابره دی





    تاند- د افغانستان حکومت په وروستیو ورځو کې ومنله چې یوازې د کورنیو چارو په وزارت او د دغه وزارت په اړوندو ځواکونو لکه ملي پولیسو او سرحدي پولیسو کې ۱۸۲ جنرالان لري.

    د دې معنا دا ده چې هرو یو لک پرسونلو ته ۱۴۹ جنرالان رسېږي.

    د ستراتیجي پېج خپرونې د راپور پر اساس د افغانستان د ملي اردو د جنرالانو شمېر د امریکا د پوځ د جنرالانو د شمېر دوه برابره دی.

    د افغانستان ملي اردو د خپلو جنرالانو شمېر نه ښيي خو داسي ښکاري چې د اردو د جنرالانو شمېر به د پولیسو تر جنرالانو هم زیات وي.

    په نوي یمه لسیزه کې د نجیب الله د حکومت له پرزېدو وروسته د مجاهدینو حکومت هر جهادي قومندان ته په تېره بیا چې د جمعیت ګوند غړیتوب به یې درلود، د جنرالۍ رتبه ورکړه حال دا چې اکثرو یې د حربي ښوونځي مخ هم نه و لیدلی.

    جنرال عطا محمد نور، جنرال، حضرت علي، جنرال ظاهر عظیمي، جنرال سالنګي، جنرال ګل اغا شېرزی، جنرال جمعه خان همدرد، جنرال داوود، جنرال قطره، جنرال بسم الله خان محمدي، جنرال قره بېګ، جنرال سید حسین انوري، جنرال اندرابي…. او بې شمېره نور هغه قومندانان دي چې په سیاسي انګېزه د جنرالۍ رتبې ورکړای شوي دي.

    ستراتیجي پېج وايي، داسي ښکاري چې د افغانستان د اردو د جنرالانو شمېر به پر هرو یو لک سرتېرو د ګاونډي پاکستان د پوځي جنرالانو د شمېر دوه برابره وي.

    د خپرونې په باور د هرو یو لک سرتېرو پر سر د جنرالانو د شمېر زیاتوالی د فساد نښه ګڼل کېږي، خو په ځینو هیوادونو کې له دې کبله چې وړ او لایق جنرالان په ګرانه موندل کېږي، زیاتو کسانو ته د جنرالۍ رتبه ورکړل کېږي. هغه هیوادونه چې پوځي افسرانو ته مناسب معاش نه ورکوي زیاتو کسانو ته ترفیع ورکوي.

    د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د امریکا په متحدو ایالتونو کې لیدل کېده. هرو یوولس پوځیانو یو افسر درلود خو اوس د ۵ اعشاریه ۵ سرتېرو لپاره یو افسر شته.

    په امریکا کې د هرو یولک پوځیانو لپاره د جنرالانو شمېر د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال ۱۷ تنه وو خو اوس هرو یولک پوځیانو ته نژدې ۷۰ جنرالان رسېږي.

    په امریکا کې، چې په څو جګړو کې ښکېله ده، زیاتې ترفېع ګانې د دې لپاره ورکول شوي چې د پوځیانو روحیه ښه شي خو په افغانستان کې د دې لپاره د جنرالۍ رتبې ورکړای شوي چې خپلو سیاسي ملاتړو ته امتیاز ورکړي. د ستراتیجي پېج په باور په افغانستان کې ځیني رتبې د پیسو په مقابل کې هم ورکړای شوي دي.
Working...
X