په مریخ کې د ژوند کولو پر وړاندې ستر خنډ
شریک یې کړئ
د ناسا څېړنې ښيي چې انسانان کولای شي په مریخ کې د کرکېلې په واسطه ځانته خواړه هم برابر کړي کله چې انسانان له ځمکې څخه بهر د لمریز نظام په یوه بل ستوري کې د ژوندانه په اړه خبرې کوي نو مریخ یو له هغو ستورو څخه دی چې ساینسپوهان یې تل یادوي
مریخ ځکه د نورو ستورو په پرتله د ژوندانه لپاره په پرتلیزه توګه ایډیال بریښي چې هلته د اوبو، کاربنډای اکسایډ،* میټان او ځینو نورو ګازاونو شتون ثابت شوی.
نو کله چې اوبه موجودې وي طبیعي *خبره ده چې په کیمیاوي تجزیې سره له اوبو یا کاربنډای اکسایډ څخه د آکسیجن جلا کړون هم شونی دی چې په دې سره د انسان د بدن دوه لمړنۍ اړتیاوې اوبه او آکسیجن بشپړیږي.
*همدارنګه د ناسا څېړنې ښيي چې انسانان کولای شي په مریخ کې د کرکېلې په واسطه ځانته خواړه هم برابر کړي.
خو د آمریکا تشیالي ادارې یا ناسا وروستۍ څېړنې ښيي چې په مریخ کې شته راډیو اکټیف وړانګې شدیدې آیونایز کوونکې دي او کولای شي چې د انسان په بدن کې د وژونکي چنګاښ د تولید احتمال څو برابره زیات کړي.
د ناسا کیوراسیټي تشیال مزلې بېړۍ کې لېږدېدونکي وړانګه پېژندونکي څخه د ۲۲۰ ورځني یون په ترڅ کې لاسته راغلې محاسبې ښيي چې په مریخ کې د آیونایزکوونکو وړانګو کچه د یوه کنټرول لاندې هستوي ریکټور په پرتله ۱۳ برابره زیاته ده.
د آیونایز کوونکو وړانګو کنټرول نړیوالو ادارو او ناسا د محاسبو له مخې یو ستور مزلی په ټول ژوند کې یوازې یو سیورټ وړانګې اخیستلای شي چې دا کچه د یوه عادي انسان لپاره لس ځله کمه ده خو د ناسا څېړنې ښيي چې انسان د مریخ چاپیریال کې په پلي کېدو سره ۰،۶۶ سیورټه آیونایزکونکې وړانګې اخلي.
د وړانګو دا کچه د یوه عادي انسان د ټول ژوند لپاره د مجاز آیونایزکوونکو وړانګو شپږ برابره ده.
کریوسیټي
په ستورمزلو باندې څېړنې ښيي چې تشیال ته ختو سره په چنګاښ د اخته کېدو شونتیا ۳٪ زیاتیږي.
*همدارنګه ځینې نورې څېړني ښيي چې په ستور مزلو کې د لوړې کچې وړانګو اخیستلو له امله د سترګو ګل یا کترکت ناروغي کچه هم د عادي انسانانو په پرتله زیاته ده.
د ناسا یو مشر ساینسپوه فرانسیس کوچینوتا وايي
"د ورستي څېړنیز موډل محاسبې ښيي چې په مریخ کې د لوړ کچې آیونایزکوونکو وړانګو شتون له امله،کیدای شي مریخ ته تلونکي انسانان د ځمکې په سر هغو په پرتله ۲۰ کاله لږ ژوند وکړي"
د پنسلوانیا پوهنتون څېړونکي بیا په دې نظر دي چې که ناسا د اوسني موډل او محاسبو په پام کې نیولو سره انسانان مریخ ته ولیږي نو په چنګاښ باندې د دغو انسانانو د اخته کېدوه کچه له ۳۰٪ څخه تر ۴۰٪ پورې د ځمکې په پرتله لوړه وي.
پورتنۍ دواړه څېړنیزې ادارې په دې باور دي چې دآیونایزکوونکو وړانګو د شتون له امله د چنګاښ تر څنګ به انسانان د میکروبونو په وړاندې د وجود مقاومت هم وبایلي، د زړه په ناروغي به اخته شي، خپله لنډ مهاله حافظه به له لاسه ورکړي او د آلزایمر او ړندوالې امکان یې هم ډېر لوړ دی.*
دا چې د مریخ په چاپیریال کې ولې د آیونایزکوونکو وړانګو کچه لوړه ده، لامل یې دا دی چې مریخ لکه د ځمکې په شان ګرد چاپیره مقناطیسي ساحه نه لري چې له نورو ستورو څخه راتلونکې کیهاني آیونایزکونکې وړانګې دفع کړي.
په مریخ کې وړانګې دوه چینې لرلای شي، *یوه یې په لمر کې د چاودنو په ترڅ کې رامنځ ته شوې او د لمریز نظام ستورو ته لېږل شوې آیونایز کوونکې وړانګې دي.
د دغو وړانګو ستره برخه د آلفا، بیتا او نیوټرونونو په بڼه دي چې د مخنیوي لپاره یې تر ۸ سانتي متره پورې اوبه او المونیم کافي دي.
د اوبو او آلمونیمو دا پوښ کېدای شي د تشیالي بېړۍ په ګرد چاپېره کې جوړ شي.
دوهم ډول وړانګې چې د لمړیو هغو په پرتله ډېرې ځواکمنې، درندې او لوړې انرژي لرونکې دي، د لمریز نظام څخه بهر نورو ستورو کې د سترو تعاملاتو په ترڅ کې را منځ ته کیږي چې په لوړه انرژي د لمریز نظام ستورو په خوا راځي.
له دغو وړانګو څخه پوښښ ځکه لږ ستونزمن دی چې لمړی خو دوۍ په خپل ذات کې لوړه انرژي *لري او دوهم دا چې دا وړانګې د بېړۍ له پوښ سره د تصادم په وخت کې پوښ په خپله آیونایز کولای شي چې دا د وړانګو کچه دوه برابره زیاتوي.
یو نظر دا هم دی چې مریخ ته مزل کوونکي *دې له ځان سره لېږدولې اوبو، ډوډۍ او آن خپل فاضله مواد د وړانګو څخه د پوښښ لپاره وکاروي.
د مریخ ګرد چاپیره آیونایزکوونکې وړانګې
د نړۍ لمړۍ تشیال مزلې سیاحتي اداره ډنیس ټوټو وايي چې دوۍ به د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې لومړي دوه انسانان چې یوه ښځه او مېړه دي مریخ ته په ۵۰۱ ورځني سفر ولیږي.
دوی به له دې مودې وروسته بېرته ځمکې ته را ستانه شي.
له بلې خوا د مارس ون په نامه یوه هالنډۍ تشیالي اداره وايي چې دوی به تر ۲۰۱۴ پورې مریخ ته په یوه اړخیره سفر باندې انسانان ولیږي.
دا انسانان به هلته ځان ته لږ تر لږه ۵۰ متر مربع د ژوند کولو کوټه او له پخلنځي او تشناب سره یو ځای یو ۲۰۰ متر مربع کور ولري.
دوی به په خپل پخلنځي کې خواړه وکرلای شي او د ځان مینځلو لپاره به هم کافي اوبه ولري، دوی به د کور په منځ کې عادي ژوند او کالي ولري خو له کوره باندې به د مریخ ځانګړي کالي اغوندي.
له دې ټولو سره د وړانګو څخه د ساتنې نړیوالې ادارې او ځینې تشیالي ادارې وايي چې په مریخ کې د وړانګو لوړې کچې څخه د ځان ساتنې یوه بشپړ میکانیزم رامنځ ته کولو لپاره یوه لسیزه نورو څېړنو ته هم اړتیا شته.*
دا
- ۱ ساعت وړاندې

د ورستي څېړنیز موډل محاسبې ښيي چې په مریخ کې د لوړ کچې آیونایزکوونکو وړانګو شتون له امله،کیدای شي مریخ ته تلونکي انسانان د ځمکې په سر هغو په پرتله ۲۰ کاله لږ ژوند وکړي