Announcement

Collapse
No announcement yet.

زموږ ځينې عادتونه د ملا د دردونو لوی علتون

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زموږ ځينې عادتونه د ملا د دردونو لوی علتون


    زموږ ځينې عادتونه د ملا د دردونو لوی علتونه دي
    Thursday, 21 August 2014 13:46 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
    1
    څانګې روغتیا
    اصلي لینک

    خپروونکی: تاند
    We help you acquire the perfect domain for your site. Affordable payment options. Quick and responsive customer support available.

    تاند- زموږ په ورځني ژوند کې ځینې عادتونه د ملا د دردونو لوی عوامل دي. انډیا ټایمز ورځپاڼې په دې اړه د نویو څېړنو په اساس یو رپورټ خپور کړی چې ژباړه یې وږمه رشیدي لولي:

    نوې تحقیقات ښیي چې د ملا د دردونو یوه لویه برخه زموږ د ورځنیو عادتونو نتیجه ده. مثلا که د خپل موبایل پېغام په کوپه ملا لولو نو د وخت په تېرېدو سره به همدغه عادت د ملا د دردونو سبب وګرځي.

    یوازې د درنو شیانو پورته کول نه دي چې ملا عیبي کوي، بلکې تر ډېرو پورې په کوپه ملا کمپیوټر ته کېښناستل او یا په کوپه ملا د قلم او دفتر کار کول هم ملا عیبي کولای شي. دغسې کسانو ته چې د ناستې او د قلم او کمپیوټر کار کوي، سپارښتنه کېږي چې په هر ساعت کې دې دوې دقیقې راولاړېږي او ګرځي دې؛ ځکه د شینزۍ او بندونو حرکت د هغو د کمزورۍ مخه نیسي. د مېز شاته د کار په وخت پکار ده چې ملا نېغه وساتو او داسې ناست واوسو چې سترګې مو د کمپیوټر د سکرین منځ ته برابرې شي.

    د ملا د درد د علتونو په اړه شوې څېړنې ښیي چې که یو څوک د جګو پوندو په بوټونو کې د ډېر وخت لپاره وګرځي نو داسې ګرځېدا هم د شینزۍ په هډوکو باندې فشار اچوي او تاوان پېښولای شي. سپارښتنه کېږي چې بهتره ده کله اوار، کله یو څه جګ او کله د جګو پوندو بوټونه پښو شي.

    پړنجی په ظاهره بې ازاره شی دی خو د ملا د دردونو یو بل عامل یې بللای شو. زموږ عادت دی چې د پړنج وهلو په وخت ناڅاپه مخ بلې خوا ته واړوو او لاس خولې ته ونیسو. د پړنجي سرعت په ساعت کې تر سل میله زیات دی او په همدې وجه پړنج وهل د سینې په عضلو باندې زیات فشار اچوي ، نو دغه فشار که د مخ اړولو او ځان کږولو له فشار سره یو ځای شي، د ملا عضلات په یوه ثانیه کې تاوولای او ژوبلولای شي. سپارښتنه کېږي چې د پړنجي تر وهلو له مخه دې بدن بلې خوا ته واړول شي او ملا دې نېغه وساتل شي.

    احصاییې ښيي چې اتیا فیصده ښځې منا سب سینه بند نه استعمالوي. بد او نامناسب سینه بند د ملا او غاړې د دردونو یو عامل ثابت شوی دی. هغه سینه بندونه چې د اوږو له نېغ ساتلو سره مرسته کولای شي، مناسب بلل کېږي.

    که چېرې تاسې د خپل موبایل پېغامونو ته ملا ټیټوئ، نو دغه عادت هم شاید د ملا د دردونو سبب شي. له موبایل او کمپیوټر سره د کار په وخت ملا نېغه ساتئ.

    زموږ ځینې عادتونه د ملا د دردونو لوی علتونه دي.

  • #2
    Good tips . Sedentary habits, no movement, all the time in virtual world, away from the real world aer all bad ways and lead to back ache as well as other health issues. .

    Comment

    Working...
    X