Announcement

Collapse
No announcement yet.

دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساي

    دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي (٢)


    عبدالغفار جُبیر
    Larawbar.com 2014-08-18

    دالیکنه دهالنډڅخه دیوې خوردپښتونوپه ځواب کي
    ښاغلی استاذعبدالغفارجُبیرصاحب!
    السلام علیکم !
    ستاسوهرلیکنه زه په غورسره دمختلفوویب پاڼوله لاری لولم، کله چې دي لیکنه وځنډیږی نوخفه شم اوحتی که مبالغه ونکړم نوزه ستاسودلیکنومعتاده یم، ستاسوهره لیکنه ښکلې اومعلوماتي ده، ستاسومناظره دیوه عیسایی راهب سره، اواسلام اوساینس، داهغې لیکنې دي چې زماپه شان په زرهاوخویندې یی لولی،اونه هیریرونکي دي، دښځومسایل لکه (حجاب په اسلام اوساینس کي، په حیض کی کوروالی(جماع) په اسلام اوساینس کي،زړه دماغ لري، روژه په اسلام اوساینس کي،عسل په اسلام اوساینس کی اوداسی نور...) دالیکنی موږهره ورځ لولو، دهرې لیکنې شمارراڅخه هیردي.
    موږډیري پوښتنی لروچی بایدداسلام اوساینس په رڼاکي ورباندی پوه شو، خوزه اوس ټولې پوښتنی نه درلیږم، یوه پوښتنه درلیږم چې هغه دنوکانو لنډول دی په اسلام اوساینس کي، زمایوه ملګریه فاطمه دخپلونوکانوله کبله په یوه سترګه ړنده شوه، چې زه دفاطمې خورلیکنه هم درلیږم.
    دلته په اروپاکي غټ نوکان یوفیش شو، داچی اسلام اوساینس په دې هکله څه وایی، وموږته هیڅ معلومات نشته، نوکان بایدپه څومری وخت کی پریکړل شي؟ دمصنوعی نوکانوحکم په اسلام کی څه دی؟ دښځی اونارینه دنوکانوترمنځ کوم فرق شته؟ غټ نوکان دساینس په رڼاکی څه تاوانونه لری؟ دنوکانوپریکول په غاښونوڅنګه دی؟اوهمداسی نورڅه دنوکانوپه هکله راته روښانه کړی، ډیره مننه به مووي.

    زماسترګه څنګه ړنده شوه؟
    يه غربي نړۍ کي په ځانګړي ډول سره په ښځوکي دنارینه ؤپه نسبت باندی دنوکانولویول دود دي، دایوفیشن ګرځیدلی دی،ماهم بدبختانه خپل نوکان غټ کړل، که څه هم موراوپلارمي راته ویل چې داکارمه کوه خومابرعکس دحیوانانوپه شان خپل نوکان غټ کړل، زمادنوکانو اندازه تر(2.5) انچه پوری ورسیدل، بیابه زه وفیشن خانوته تلم هلته به می مختلف رنګونه ورکوله، کله طلای رنګ، کله ګلابي رنګ اوکله هم نور... یوه شپه په ازمایښت کی شوم، خوب می لیدی چې پخپل ګران هیواد(افغانستان) کي په یوه شنه دښته کي په یوه لوړه غونډۍ باندی ناسته یم،دکوچیانورمې وینم، داوبوشرنګهاری اورم،ډيره خوښه یم، ناڅاپه یوڅوک راڅرګندشو، زماولورته راروان دی اوپه قهردي،زماټولې خوښې یی راڅخه هیری کړی، کله چې ډیررانژدې شو زه ئی پرمخ په څآپیړه وواهلم، ماکوښښ وکړی چې منډه کړم خوهیڅ نه کیدله، کله چې ده ددوهم ځل لپاره زمادوهلواراده وکړه ماپرمخ باندی لاسونه ونیول، اوچیغه می کړه، په دغه وخت کی له خوبه راپاڅیدم، په چیغه مي موراوخورراویښي شوې،راته یی وویل څه دروشوه؟ فاطمې فاطمې !!! کله چې په هوښ کی شوم سترګې می زیات دردکاوه، ومورته می وویل له سترګی څخه په تکلیف یم، کله چې هغې سترګه وکتل نوسترګه زخمي شوی ده، کله چی می په خوب کی لاسونه پرمخ ونیول نویونوک می په سترګه باندی ننوتی دی،په دې شپه کی زه وروغتون ته یووړل شوم،داوخت دسهار۵ بجې دي، په لومړیوکی ډاکترانوراته ډاډراکی چې سترګه به وژغورل شي، خوکله چې سهارشواوسرطبیب راغی نوراته یی وویل بچیه، داڅه درشوی دی؟ ماورته کیسه وکړل، اومخ مي په ژړاباندی لوندؤ، راته یی وویل بچیه ژاړه مه دابه ښه شي، پر۱۰ بجې دسهارواپریشن تهترته داخله شوم، زه نوره په ځان باندی نه یم خبره شوې، کله چې مازیګرپه هوښ کی شوم مورمی راته وویل چې فاطمې ! سترګه دی دلاسه ورکړه، مانه ؤدرته ویلی چی دانوکان لنډ کړه، خوتاومنل اوسزادی ولیدل، ماورته په ژړاوویل موری!!! بیابه داسی نه کوم، مورمی یوه سخته ښځه ده، راته یی و ویل فاطمې! که دی پرې نه کړل نودابله سترګه به دی هم ړنده شي.
    یقیناً دازمادژوندترټولوترخې شیبې دي، یاالله!!! دامي ددې دنیاسزاده اوپه اخرت کی به څه کوم؟!! په هرصورت دهغې سترګې پرځای می مصنوعی سترګه کښینول ، دیدنشته، وبل لورته هغه مینه اولورینه چی په هغه سترګه کي وه اوس ورڅخه محرومه شوم.
    (فاطمه- هالنډ)

    دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي (۲)
    دکلثوم خوردپوښتنواوددې پیښې درالیږلوڅخه وروسته می هوډوکړچې زه بایدددې خوروپوښتنوته ځواب ورکړم، نودلوی خدای جل جلاله په پوره فضل سره مي څیړنه بشپړه کړله، دالیکنه می لومړی وکلثوم خورته ولیږل اواوس مي ددې لیکنې په خپرلوپه نیټ باندی تکل وکړ، کیدای شي دالیکنه ونوروخویندوته هم دعبرت درس شي اوګټه ترې واخلي.
    نوکان په احاديثوکي
    دحضرت جابررضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې نوکان اووېښتیان دی ښخ کړل شي، ترڅوجادوګرورڅخه استفاده ونکړی.
    دنوکانو اووېښتیانو په چټل ځای کي غورځول مکروه دي. [1]
    حضرت ابوعبدالله الاعزرضی الله عنه فرمایی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم به دجمعې په ورځ باندی خپل برېتونه اونوکان لنډول.
    حضرت ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم به دجمعې دلمانځه څخه مخکی بریتونه اونوکان لنډول.
    دحضرت ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دجمعې په ورځ دی نوکان پریکړل شي داځکه چي سړی ترراتلونکی جمعې پوری دتکلیفونوڅخه ژغورل کیږي.
    دابن عباس رضی الله عنه څخه مرفوع روایت دی چې دجمعې په ورځ باندی نوکان پریکول شفاء ده اوداناروغي لیري کوي.
    دیوه صحابي څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چې دزیرناف ویښتیان لیری نکړی، نوکان پرې نکړی اوبریتونه لنډ نکړی هغه زموږڅخه نه دی.
    دحضرت جابررضی الله عنه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې نوکان لنډوی! داځکه چې دنوک اوورۍ ترمنځ شیطان ځغلی.[2]
    یوانسان خپل نوکان باید (په مستقل اومسلسل ډول سره) پرې کړي.[3]
    دنوکانوپه پرېکولوکي دراسته لوری شروع وکړی.[4]
    په نوک باندی شی مه ذبح کوی داځکه چې دادحبشیانوچاړه ده.[5]
    نوکان بايدپه څوورځوکی پريکړل شي؟
    په شریعت کی دنوکانوپرېکول دفطرت څخه دي، په اونۍ کي یوځل نوکان پرېکول مستحب دی، په ۱۵ ورځوکي جایزدي اوتر۴۰ ورځوځنډول مکروه دي، دنوکانوزیات پرېښودل دګناه سبب ګرځي له همدې کبله هغه نارینه اوښځې چې نوکان دفیشن لپاره پریږدی دادرست کارنه دي.[6]
    پرغټونوکانوباندی شيطانان کښيني:
    امام غزالی رحمة الله علیه وایی چې تاسی نوکان لنډوی داځکه چې پرغټونوکانوباندی شیطانان کښیني.[7]
    په غاښونونوکان پريکول دامصيبتونه راولی:
    په غاښونوباندی نوکان پرېکول مکروه دي داځکه چې په دې سره درزق تنګي راځي ، مسکینې راځي اوهمدارنګه دپیس دناروغۍ سبب ګرځي.[8]
    غټ نوکان مکروه دی:
    غټ نوکان پرېښودل سخت مکروه دي.[9]
    مصنوعي نوکان مکروه دي:
    مصنوعی نوکان ایښوول اواستعمالول مکروه دي.[10]
    نوربیا...
    په اسلامي پاکه مینه
    ستاسوورورعبدالغفارجًُبیر

    [1] شمایل کبری ټوک ۱-۲، پاڼه ۳۳۳
    لیکوال: مولانامفتی ارشادصاحب القاسمی/ خپرونکی: زمزم پیلشرز
    [2] شمایل کبری ټوک ۲، پاڼه ۳۵۸- ۳۷۰
    لیکوال: مولانامفتی ارشادصاحب القاسمی/ خپرونکی: زمزم پیلشرز
    [3] صحیح مسلم
    [4] صحیح مسلم/ بخاری
    [5] صحیح مسلم
    [6] فتاوای حقانیه ټوک ۲ پاڼه ۴۲۰
    لیکوال: شیخ الحدیث حضرت مولاناعبدالحق صاحب/ خپرونکی جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک
    [7] احیاء العلوم- ټوک ۲/ پاڼه ۴۱۱
    [8] اتحاف – ټوک ۲ پاڼه ۴۱۲
    [9] جامع الفتاوی ټوک ۱۰، پاڼه ۳۳۹/ خپرونکی: اداره تالیفات اشرفیه ملتان پاکستان
    [10] مفتی احمدممتازصاحب

    نوربیا...


Working...
X