Announcement

Collapse
No announcement yet.

کلتورد ويکتور هوګو ځنې ويناوې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کلتورد ويکتور هوګو ځنې ويناوې


    http://www.taand.com ! / ژباړن : محب الله آرمل
    د ويکتور هوګو ځنې ويناوې ! / ژباړن : محب الله آرمل
    Monday, 11 August 2014 1:40 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
    Victor Hugo
    څانګې کلتور
    اصلي لینک

    خپروونکی: تاند

    ويکتور هوگو د فرانسې نوميالی شاعر او ليکوال دی ، نو موړی په کال ۱۸۰۲ زيزيږدي کې نړی ته راغلی او له ۸۳ کاله ژوند وروسته په ۱۸۸۵ کې وفات شوی .

    د ويکتور هوګو دځينو کتابو نومونه دادي : بېنوايان يا بېوزلان ناول، چې په نړۍ کې زيات شهرت لري او پر کيسه يې زيات فلمونه هم جوړ شوي دي ،د پارېس د نتر دام کليسا داهم ناول دی – داداستان هم ډېر په زړه پورې دی چې له بېنوايان څخه وروسته ډېر مينوال لري نوموړي داستان له يوې تاريخې حادېثې نه الهام اخلي او مينه يز رنګ لري ، سمندري کار ګران ، هغه سړی چې خندل يې ، کوچنی ناپلئون ،د تاريخ جنايت ، د يوه محکوم آخري ورځې ، الپ او پرينه ، درينوي ۹۳ ، د مينې پاڼې، د پېړۍ افسانې، فرانسه او بلجيم.

    راځئ د ويکتور هوګو ځنې ويناوې هم ولولو :

    څه چې وايې هغه عملا وکړه او څه چې کوې هغه ووايه .
    که نه غواړې او ازمويل شې، نو خپل کارونه سم تر سره کړه .
    ژوند ګل دی او مينه يې شات دی .
    هر څوک خپل ارزښت په خپله ټاکي.
    که همغږي د بشر په ژوندانه کې نه وای ، نو ! نه به ابتکار موجود وو او نه هم اختراع .
    هره پاک لمنې ښځه ښکلې او زړه وړونکې ده .
    که انسان وتوانيږي غم د يوه ښار په څېر پرېږدي او ترې لاړشي ، کولی شي خوشالي له سره ومومي .
    مينه ښکلي او بدرنګ نه پېژني .
    د مينې له سببه را پيداشوي غم ته غم مه وايه .
    له عدل او انصاف پرته هر ډول حکم صادرول ښه ندي .
    مخکې له دې چې خزان راشي له پسرلي ګټه واخله .
    ستاسې اصلي ژوند له هغې وروسته پيليږي ، کله چې د خپل سرنوشت جلب په لاس کې واخلئ .
    هغه چاته مينه ورکړه چې ستا د مينې وړ وي نه تږی ، ځکه د مينې تږی يو وخت مړيږي .
    د پوهې دروازې بايد د ټولو په مخ خلاصې وي ، چېرته چې انسانان وي هلته بايد کتابونه هم وي .
    له مرګ بتره څه دي ؟ هغه څه چې ورسره مخ شې مرګ وغواړې .
    ښه ملګري مې هاغه دي چې خلاص تندي لري .
    له وړکتوبه مې هيله درلوده چې لوی شم .
    هيلې د بشر په ژوند کې دومره زيات ارزښت لري، لکه الوتونکو ته خپل وزرونه .
    ادبيات د پرمختګ يو پټ راز دی او شعر د هيلو يو پنهان سور .
    هغه څوک چې پر خپل ځان کنټرول نلري ، د نورو احترام نشي کولی
    د ماشومانو راتلونکې او دهغوی ښه روزنه د دوی په مور او پلار پورې تړلې ده .
    کله چې د ټاکنو پايلې علان شوې ،مانا دا چې د بريالي ټيم رايې علان شوې دي .
    الله پاک يوازې اوبه پيداکړې خو انسانانو شراب هم ترې جوړ کړل .
    ممکنه ده چې د يوه لښکر د يرغل مخه ونيسې خو د د ښمن د افکارو او عقايدو د يرغل مخه نه نيول کيږي .
    فکر کول د ذهن دنده ده او خوب ليدل يې تفريح .
    کمبختي د لياقت او استعداد لار ښونکې ده .
    مرګ ته راضي کېدل هدف ته درسېدو مانا لري .
    د يو چا ستاينه کول او هغه ته ښه راغلاست ويل داسې دي لکه څوک چې د چادرۍ له پاسه ښکل کړې .
    کله چې د دښمن مړی دفن کوې نو هغسې دروند نه وي .
    زموږ آزادي له هغه نقطې پيل مومي ، چې د نورو خلکو آزادي پکې پای ته رسيږي .
    د ټولنې بدۍ زموږ په خپل لاس خلق شوې دي ، پر ځای ددې چې ژړا او فرياد وکړو ښه داده چې د له منځه وړلو په اړه يې فکر وکړو .
    مينه يو داسې روح دي چې په دوه زړونو کې ژوند کوي ، ځکه چې دوه تنه په يوه واحده پرښته بدلوي .
    زما خدايه ! که وغواړم هغه څه تاته ووايم چې په ذهن کې مې دي ، په زرګونه ټوکه کتابونه کيږي، خو ! هغه چې په زړه کې مې دي له يوې جملې زيات ندي .
    کينه او حسد هغه کسانو ته تسليم کړئ ، چې نه توانيږي ملګري وکړي .
    ټول جهنم په يوه کليمه کې پروت دی : يوازېتوب
    زه هېڅکله نه وايم چې تاسې په لومړۍ کتنه کې مه مين ګيږئ ، مګر يقين لرم چې بايد دويم ځل هم ور وګورئ .
    د يوه سړي په ژوند کې دوې ورځې ارزښت لري ، يوهغه ورځ چې له يوې ښځې سره واده کوي او بله هغه چې خاورو ته يې سپارې .
    بختور هغه څوک دی چې له دغو دوو څېزونو څخه يوه ته لاس رسی ولري : يويې کتاب دی او بل هغه ډله کسان چې کتابونه يې لوستي او لولي يې .
    ژباړن : محب الله آرمل

  • #2
    Victor Hugo was a great man. I respect him a lot because of his romanticism and his evolution of religious ideas.

    He resembles me a lot in my own evolution. He was a catholic, then Spiritist and at last a Rationalist and Freethinker. I was a Wahabi Panjpeeri Deobandi Tableeghi but now a Sufi and Freethinker.

    I love his zeal for love and justice.

    "In all heavens, beauty reigns,
    Its beings possess much of divinity.
    Peace and harmony rule these realms,
    Their beings know not the word 'war'."

    Comment

    Working...
    X