http://www.taand.comانتخابات خبرونهد عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي جوړجاړي پر ولسواکي د خلکو باور زیانمن کړ
د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي جوړجاړي پر ولسواکي د خلکو باور زیانمن کړ
Saturday, 9 August 2014 8:22 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
1
څانګې انتخابات, خبرونه
اصلي لینک
خپروونکی: تاند
تاند- په افغانستان کې د انتخاباتي لانجې د پای ته رسولو په هدف د جمعې په ورځ /اګست۸/ د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت د جوړېدا په اړه یوه اعلامیه لاسلیک شوه. سره له دې چې ممکن دا جوړجاړی په افغانستان کې انتخاباتي جنجال پای ته ورسوي خو د خلکو پر رایو او ولسواکۍ ښايي د خلکو باور هم پای ته ورسوي.
له دې وروسته به نه یوازې دوهم کاندید بلکې درېم، څلورم… کاندیدان هم د انتخاباتو د نتیجې نه مني او په حکومت کې به د مساوي ونډې د ترلاسه کولو لپاره د ګواښ او تهدید شیوو ته مخه کوي.
د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د لاسلیک شوي سند پر اساس حکومت تقریباً د دواړو ترمنځ په مساوي ډول وېشل کېږي. که څه هم بریالی کاندید به ولسمشر وي خو ناکام کاندید نه یوازې په حکومت کې مساوي حق لري بلکې د اپوزیسیون مشري هم ترلاسه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ظاهره د دې غیردیموکراتیکې موافقې دفاع په دې خاطر کوي چې د ده په باور که دا کار نه وای شوی افغانستان د کورنۍ جګړې ښکار کېده.
د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې په انستیتیوت کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د چارو ريیس سکاټ سمیت وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب وروستۍ موافقې (د ښاغلیو غني او عبدالله) وښودله چې افغان مشران د عامو افغان رای ورکوونکو خلاف ولسواکۍ ته تیار نه دي.
دی وايي، له بده مرغه په انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي مګر دا هم حقیقت دی چې ملیونونو افغانانو د سر خطر په غاړه اخیستی او د طالبانو له تهدید سره سره یې رایه استعمال کړې ده.
ښاغلی سمیت د واک وېش ناکام بولي او وايي:«ما په وروستیو کې په کمبودیا (۱۹۹۳)، کوټ پي اورس (۲۰۰۵)، کنیا (۲۰۰۷) او زیمبابوې (۲۰۰۸) کې د انتخاباتو په نتیجه کې څلور ګډ حکومتونه لیدلي چې جوړ شوي دي.
د ده په وینا تر ټولو په ښه مورد کې حکومت یوازې توانېدلی چې حالات بېرته کړکېچن نه شي.
خو دی په عین حال کې هیله لري چې د افغانستان نوی حکومت به اصلاحات راولي چې ولسمشر کرزي ورته توجه نه ده کړې. خو که د واک د شریکولو معنا دا وي چې بیا هم هغو فاسدو کسانو ته چوکۍ ورکړای شي چې د فساد له پلوه یې افغانستان ته په نړۍ کې د لومړۍ درجې نوم ورکړ، د افغانستان حالات به تر بدو بدتره شي.
mohammad dawod yattemyarAugust 9, 2014 په 09:37 تبصره
ورور جانه دټولټاکنی ددویم راوند نه روسته که فکردی وی طالبانو په خپل جګړیز پلان کی ډیر شدت راوست هلته حمله دلته حمله همدغه کار ددی سبب وګرځید چی اشرف غنی او عبدالله عبدالله سره نږدی کړی ترڅو دخپل دښمن مقابل کی چی په سوله باور نلری یو ګډپلیت فارم ته داخل شی.
ددی کار څخه چی طالبان یی په دغه حساسه شیبه کی جنګ ته وهڅول د هغو هیوادونو خصوصاً دپاکستان ګټه اوفایده دا ده چی پاکستان هیڅکله باثبات اوپه امن کی پروت افغانستان نه غواړی.
پاکستان کوشیش دادی چی په ا فغانستان کی دی جګړه وی اوپه فساد کی دی اخته حکومت ولری ترڅو دوی وکولای شی له دغی لیاری دامریکا ضد دولتونو څخه اقتصادی کومکونه اوښیی نوری ګټی دامریکانو سره دمزاحمت اوجګړی په پلمه چی طالبان یی په نیابتی ډول ترسره کوی ترلاسه کړی او دبلی خوا له همدغی لیاری په افغان حکومت خپل غوښتنی دیو فشار دوسیلی په اساسی چی هغه ددریوند کرښی منل د داسو بند جوړول دهند درول ختمول اوپاکستان ته په معدنی برخه کی زیاتی پروژی ورکول دی ومنی.
ددغسی وضعیت په لیدوسره دتحول او تداوم ټیم مجبور شو چی داصلاحاتو اوهمپالنی ټیم سره یو ګډ لید لوری ولری اوخبره د ملی وحدت په حکومت اوداساسی قانون په بالادستی تمامه کړی اود(جان کیری په اعلامیه )دستخط وکړی همدغه کار په سیاسی لحاظ سره طالبانو ته یو سخت ګذار او ځواب دی .
خوای کاش چی طالبانو په دغه حساس وخت کی پخپل سیاسی زکاوت په ښودولو سره خپلو بادرانو ته د رد ځواب په ویلو دراتلونکی منتخب حکومت سره وفاداری ښودلای وای ترڅو منتخب حکومت داداری فساد او زورواکانو جړه له بیخه ویستلای وای خو افسوس داسی ونشو !
خبره به دیو شاعر پدی شعر تمامه کړم چی وایی :
تاته شم هغی ته شم یوازی زما ځان دی
یو طرف ته ډانګ دی بل طرف ته پړانګ دی
جنرال حبيب الله جلالزويAugust 9, 2014 په 10:40 تبصره
وطنوالو، دوستانو ،اوكرانو او مظلومو ولسونوته به دير احترام به يوه متل كي دخبل دزره درد او كومي أرز وكأني او هيلي جه مو لرلي او هغه دسمندر به درياب كي لاهو او باقي مانده دظالمانو داسبو دسوم لأندي خاوري اوايري شوي، دمو كراسي ولاره به سوته كراسي او مشاركتي تبديله شوه
متل دي جه واءي:
اسمان جه غوريزي هغسي نه وريزي
GulAugust 9, 2014 په 13:22 تبصره
سلام وطنوالو
داكتر صاحب اشرف غنى په انخاباتى كمپاين كى همشه داخبره كوله چى تولو افغانانوته په زره پورى وه هغه داوه: كه گوته مو سپينه وى مخ موتور ده او كه گوته موتوره وى مخ مو سپين ده موژ خو خپلى گوتى د داكتر غنى په گته تورى كرى اوس مخ دچا…….
FahimAugust 9, 2014 په 13:53 تبصره
اشرف غني ته د عزت لاره داده چې دا د بی ننګی حکومت پريږدي. دده سرنوشت به تر كرزي هم بد شي. وگورو چي عبدالله چيري او په چا حكومت كوي
FahimAugust 9, 2014 په 14:03 تبصره
دلته ولسواکي کله شته چې هغه بيا تر پښو لاندې شي