د خپريدو وخت: 15:30 گرینویچ - پنجشنبه 17 جولاې 2014 - 26 چنګاښ 1393
فيسبوک
ټوېټر
گوگل پلس
ملګري ته يې واستوﺉ
چاپ يې کړﺉ
دا لا نه ده مالومه چې الوتکه ویشتل شوې که د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.
د رپوټونو له مخې یوه مالېزیايۍ سپرلۍ وړونکې الوتکه چې نژدې ۳۰۰ سپرلۍ په کې دي د اوکراین د دنېڅک په سیمه کې لوېدلې ده.
د بوینګ ۷۷۷ دغه الوتکه له هالنډه د مالیزیا پلازمېنې کولالمپور ته روانه وه.
ورته مطالب
"روسیې اوکراینۍ الوتکه ویشتلې ده"
'د بې درکه شوې الوتکې لټون نوي پړاو ته رسېدلی'
د ماليزيايي الوتکې نور سېګنالونه موندل شوي
تړلي موضوعات
اروپا
د هالنډ پلازمېنه امسترډام کې د سخيپول هوايي ډګر کارکوونکي د الوتنې او الوتکې د جزییاتو پلټنه کوي.
د مالېزیا هوايي شرکت پخپل ټوېټر کې لیکلي چې د اېم اېچ ۱۷ الوتکې سره یې د اوکراین د پاسه اړیکې پرې شوې.
د اوکراین کورنیو چارو وزارت وایي په پېښه کې ۲۸۰ مساپر او د الوتکې ۱۵ کسیزه عمله وژل شوي دي.

د اسوشتېډ پرېس خبري اژانس د اوکراین د کورنیو چارو وزرات سلاکار انتون هېراشېنکو له خولې لیکلي چې الوتکه د ۱۰،۰۰۰ مترو په لوړوالي په توغندي ویشتل شوې ده.
خو د دغو څرګندونو ناپيلی پخلی نه دی شوی. د مالیزیا بوینګ ۷۷۷ الوتکه د دنېڅک په سیمه کې لوېدلې ده.
دا هغه سیمه ده چې د روسیې او اوکراین تر منځ شخړه پکې روانه ده او بیګا (چارشنبه، د جولای ۱۶مه) یوه اوکراینۍ جنګي الوتکه هم ویشتل شوې وه.
په تېرو څوو اونیو کې دلته څو اوکراینۍ الوتکې ویشتل شوې او غورځول شوې دي.
درویتر یوه خبریال ویلي په خپلو سترګو یې جسدونه او د الوتکې ټوټې د سوځېدو په حال کې لېدلې دي.
اوکراین وایي شونې ده دا الوتکه هم په روسي وسلې ویشتل شوې وي.
یوې سرچینې رویتر خبري اژانس ته ویلي چې الوتکه په دې بریالۍ نه شوه چې د روسیې خاورې ته ورننوځي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي د الوتکې د لوېدو له پيښې خبر دی او په بېړه په دې اخته دي چې مالومه کړي، دا پېښه څنګه رامنځ ته شوه؟
سږکال دویم ځل دی چې مالیزیایۍ الوتکه غورځي. په مارچ کې بیجنګ ته پر لاره د مالیزیا بوینګ mh370 له رادارو ورکه شوه او لا هم ترۍ تم ده.