Announcement

Collapse
No announcement yet.

په کابل کې د کودتا اوازه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په کابل کې د کودتا اوازه

    په کابل کې د کودتا اوازه



    تاند – د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د ځینو غړیو په وینا په کابل کې پولیسو له دوی سره لاس یو کړی دی او د عبدالله عبدالله په ګټه یې پاڅون کړی دی.
    دا خبر که څه هم خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی خو د عبدالله عبدالله د ټیم مخکښ غړي امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې تایید کړې ده چې پولیسو له خلکو سره لاس یو کړی دی او «د کودتا پرضد یې پاڅون کړی دی.»
    تېره شپه یو شمېرموټر سپاره د کابل واټونو ته راووتل او د عبدالله په ګټه یې نارې ووهلې. په شاوخوا ۵۰ موټرونو کې سپرو کسانو، چې په منځ کې یې د پولیسو موټرونه هم لیدل کېدل، هوايي ډزې کولې.
    00:00

    01:52




    تیرماښام چې کله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې اعلان کړې نو تر هغه وروسته د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین ویاند مجیب رحیمي وویل چې دا رایي دوی ته د منلو نه دي او دا اعلان په حقیقت کې د خلکو د رایو پرضد یوه کودتا ده.
    په کابل کې د کودتا ډوله هڅې په درشل کې د کابل امنیه قوماندان ظاهر ظاهر برطرفه شو او کیدای شي چې له کاره د جنرال ظاهر لرې کیدل هم له دې کودتایي هڅې سره ارتباط ولري.
    د عبدالله عبدالله ډلې وار له مخه خبرداری ورکړی و چې دوی ته د نتیجو اعلان د منلو نه دی او که چیرته اعلان شوې د عواقبو مسوولیت به یې د نورو په غاړه وي.
    د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې اعلان کړې چې له مخې یې اشرف غني ۵۶ اعشاریه ۴۴ فیصده رایي خپلې کړې او د شپې په مخه هغو خلکو هم د خوښئ ډزې کولې چې د اشرف غني احمدزي بریا یې په کابل کې لمانځله. د ډزو په وخت د امنیت تامینول، امنیتي ځواکونو ته سخته کیږي خو د اصلاحاتو او همپالني د ټیم ملاتړیو د کابل په ځینو سیمو کې همدا نارې وهلې چې زموږ ولسمشر عبدالله عبدالله دی.
Working...
X