Announcement

Collapse
No announcement yet.

يوه ادبي مرکه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • يوه ادبي مرکه

    Interview
    د فيروز افريدي سره د شير ولې خان اورکزي صيب مرکه
    مرکه

    محترم فیروز آفریدی د پښتو د پاره ډیر خدمات لری هغه که قطر د آدبی ټولنې په شکل کښې دې او که د ادبي هڅو په شکل که که مجلې چاپول دي يا د نادارو ملګرو کتابونه او که په فیس بک باندې د پښتو د پاره ئې ډیر کړاو کړې او زيار ئي باسلې دے

    د څو ورځو نه مې سوچ وو چې په ذهن کښې مې څه سولونه وو او هغه د فیروز صیب نه وپوښتم او نن مې دا دې نیت اوکړو او هم د فیروز لالا په نوم ې پوسټ کوم امید دې چې هغه به ې جوابونه راکړې ! ستاسو شیرولی خان اورکزئ..

    (۱) تاسو شاعری ولې او د څه مقصد د پاره کوې؟

    (۲) په پښتو کښې نثر د نظم په مقابله کښې ولې کم لیکلې شی؟

    (۳) د ستا په خیال د شعر د معیار پیمانې څه دې؟

    (۴) په بهر ملکونو کښې د شاعرانو کار ته تاسو په کوم نظر ګورې؟

    (۵) په موجوده شاعرانو کښې ستا د خوښې شاعر څوک دې؟

    (۶) ستا په خیال کښې په موجوده دور کښې پښتو مخ په ترقۍ روانه ده او کنه...؟

    (۷) کوم چې ستا د نظره تیر شوی دی په هغو کښې ستا د خوښې کتاب کوم دې او وجه ئې څه ده؟
    (۸) ستا په خیال کښې هغه شاعران هم د قوم سترګې دې څوک چې په خپله په شعوری توګه ړانده دی؟
    (۹) ستا په خیال داسې شاعران چې د خپل مذهب او د کلتور خیال نه ساتی څه معنۍُ لری؟

    (۱۰) پښتانه هر ځل په الیکشن کښې د پښتون حواه حکومت ولې بدلوی؟

    ګرانه وروره شير ولې خانه
    اول خو درته ستړي مه شي وائيم، بيا د خپلې حيرانئ اظهار کوم چې په دي فيس بک کې دومره ستر ستر ليکوالان او شاعران موجو دي او په دې ټولو کې زه تاسو ته دومره باطور ښکاره شوم او زما نه ځوابونه غواړې حالانکه ښۀ درته معلومه ده چې زه خو چڼې يم صرف ستاسو غوندي ليکوالانو خدمتګار يم نور د شعر او ادب په دي پراخ ميدان کې زما منډا هم هغه د ميږي تګ دے ،مړه داسي به اوايو چې د راکټ لانچر ډز دي په ماشي وکړو ..هسې دي خپل وخت خراب کړو خو خير ځواب نه درکول هم د ګستاخئ په زمره کې رادرومي نو کوشش به وکړم چې رواياتي ځوابونه درنکړم ،بلکه د خپلې تجربي او مشاهدي يا خپل مافي الضمير درته مخې ته کيږدم ..کيدي شي زما ځوابونه د رواياتي چوکاټ نه بهر وي او يا چورلټ غلط وي .د ادب د استاذانو هيڅ ذمه نشم اخيستلې او بيا که داسې کوم ګوذار راباندي کيدو نو چې د بچ کيدو کوشش مې وکړي هاهاهاهااه....

    (۱) تاسو شاعری ولې او د څه مقصد د پاره کوې؟

    شاعري د يو حساس انسان هغه محسوسات دي کوم چې دې په روزمره ژوند کې ويني ګوري يا ترې تيريږې. د داخل او خارج يا مافي الضمير اظهار دے زما غوندي*کس څوک چې په وطن کې شاعر يا ليکوال نه وو او دلته ئي د شعر يا نثر په لاره خاپوړې کړې دي په هغې کې د شعر ليکلو ډير وجوهات کيدلې شي.

    ا:د کلي وطن نه د لري والي احساس محرومي
    ب:د ماحول ورته کيدل
    ث:د خپلو خپلوانو سره د مينې د خوږو جذبو شدت
    ج: د ملګرو صحبت او د ادب سره مينه او دا مينه د يو انسان په وړوکوالي کې موجوده وي خو ماحول غواړي...
    زه خو اول ځان داسي ليکوال شاعر نه ګڼم خو چې کله دلته راغلم نو د نورو ژبو ليکوالان مې وليدل چې په کوم رنګ د خپلې ژبي د پاره کار کوي ،نو بس يو خو ذاتي طور د داسي ملګرو سره مل شوم چې هغوئي د ادب سره تړلي وو .بل د ژبې سره د وطن سره د مينې جذبې مې راژوندئ شوې وس مې هم وشو نو په داسې صورت کې فقط د ژبې د پر مختګ د پاره ما ځيني کارونه وکړل.ملګري مې راټول کړل منظم مې کړل او د هغوئي د تربيت د پاره مو د پاکستان نه په مختلفو موقعو ليکولان راوغوښتل..هغوئي مو دا احساس ورکړو چې د پښتو ژبي ليکوال هم د نورو ژبو د ليکوالانو نه کم نه دے او پکار ده چې عزت او تکريم ئي وشي..هم دغه د محرومئ احساس مونږ ليک لوست ته متوجه کړو..زما په تعليم کې هم ليټريچر وئيلي وو نو بس دغه ټول عوامل راغوند شول او زه ئي په ليکوالانو کې په ادني درجه کې ورداخل کړم.

    (۲) په پښتو کښې نثر د نظم په مقابله کښې ولې کم لیکلې شی؟

    په پښتو کې نظم او نثر دواړه کم دي ځکه چې د دې ژبې لرغوني اثرات نشته..د دې پښتو ژبې د ادب تاريخ ډير مختصر دے، په مفروضو مونږ زيات نه زيات تر 139 هجري پوري رسولې شو خو دا شپږ زره کلنه ژبه ده پکار ده چې په دې کې ډير زيات اثار وې..خو افسوس چې اول خو د محمود غزنوي په وخت کې1000 -950 عيسوي خواشاه کې دغه ژبه يو اخون په عربي کې متعارفه کړه د دې نه وړاندې د دې لرغونې ټول اثار ورک شول ....مونږ په تحقيق سره مستند اثار نه لرو..مستند اثار بس دغه د پير روښان د زمانے نه پئيل کيږي بيا زمونږ عام اولس د غرونو رغونو کې ازاد ژوند تير کړي دوئي باقاعده منظم حکومتونو رياستونو کې ژوند نه دي کړي چې باقاعده ادب و فرهنګ ئي زده کړي وې د اسلام نه وروستو کوم اخوانان يا طالبان چې وو د هغوئي زده کړي هم تر ديني درسونو يا فارسي ادب پورې وې .زمونږ شفاهي ادب سينه په سينه د سروکو ،لنډيو ،غاړو پوري محدود دے ..نو بس د عربي او فارسئ په تقليد کې پښتو ته ادب راداخل شوي دے ...ظاهره خبره ده چې په دې لږ وخت کې هم د نثر کموخت دے او د نظم البته اوس زمانه کې هر نوې کس د شاعري نه خپل محسوسات وړاندي کول غواړي هسي هم د نثر ليکل يو بنياد غواړي علمي صلاحيت غواړي د انشا طريقه غواړي.

    بله دا چې زمونږ ژبه هسي هم عسکري يا مارشل ژبه ده.. په دي کې هغه نرمي او ملائيمت نشته او نه پکې څوک دومره خوند او رنګ اچولې شي يو خو زمونږ مجموعي روئې دومره سنجيده دي چې هر کس د يو منټ دوه ليک ته ځير شي خو د داسي پوره وخت نه ورکوي. د ژبي په پرمختګ کې د رياستي سرپرستئ سره سره د اقتصاد ضرورتونه پوره کول هم ضروري وي خلق هم هغه ژبي زده کوي په کومه کې چې ورته فائيده وي
    خبره د نثر او نظم وه نو نظم د کم عمر شاعران د خپلو رومانوي جذبو د اظهار د پاره څو فارمولا ټائيب خيالونو يا فکرونو کې د خپلو رومانوي يا محرومئ د جذبي اظهار په اسانه کولې شي دا بيله خبره ده چې خپل اظهار ئي د شعر و ادب په کومه پيمانه کې انځور کړې دے.

    (۳) د ستا په خیال د شعر د معیار پیمانې څه دې؟

    د شعر د معيار پيمانې ډيرې لوړي وي خو نن سبا د پښتو شعر بي پيمانې ليکلې کيږي..په پښتو کې د عروضو خيال نه ساتل کيږي حتي چي زمونږ کلاسيک شاعرانو هم خپل شعرونه په ملي اوازنو باندې کښلې دے او باقاعده د عربئ او فارسئ عروض ئي نه دي خپل کړي.

    په اسانه ژبه کې به دا اوايو چې لکه يوه قافيه ده
    لکه ګلاب ..کتاب..ځواب ،حساب..نو د دې قافيه کې جمع مونږ ليکو لکه ګلابونه ي کتابونه حسابونه ځوابونه نو بيا خو خير دے دا سم شعر شو خو که صرف په واوونو ئي قافيه کوو نو د عروضو له مخه بيا دا غلط رادرومي...لکه مونږ ورسره ګلاسونه اسمانونه، داستانونه وغيره ليکو ..
    ډير خلق بلکه اکثر شعرا حتي چي رحمان بابا ،خوشحال بابا امير حمزه شينواري صيب دوئي ټولو په هم دغه ملي اوازانو کې شاعري کړي ده چي د عروضو په حساب برابره نه راځي خو چونک دا اوس مروجه ده نو زه يا بل څوک ورته غلطه هم نشو وئيلې. باقي د ښه شعر تعريف دا دے چي ستا د زړه خبره د بل زړه ته ډائيرکټ کوزه شي...او نن سبا ډير داسي شاعران دي چې هغه خپل کلام په هر صورت د الائيشونو پاک ساتي او په هر لحاظ د خائسته محاسنو استعمال د الفاظو موزونيت او د خيال لوړتيا او فکر ژورتيا پکې جوته وي.
    -------------------------
    (۴) په بهر ملکونو کښې د شاعرانو کار ته تاسو په کوم نظر ګورې؟

    بهر ملک کې شاعران خپل کلام د يو احساس او جذبي لاندې ليکي د چې د ستائينې وړه ده خو باقاعده تربيت ئي نه وې شوې په پښتونخوا کې د سترو استاذانو سره ئي ناسته پاسته نه وي شوې د شعري لوازاماتو نه هم خبر نه وي،د شعر کسب ئي هم کمزورې وي خو بيا هم مونږ د دوئي کار او زيار ته په درنه سترګه کتلې شو چې هم د دوئي د تيلي نه ستر ستر فانوسونه روښانه کيدلې شي

    (۵) په موجوده شاعرانو کښې ستا د خوښې شاعر څوک دې؟

    زما د خوښي شاعران په موجوده ژوندو شاعرانو کې ډير دي.د هر شاعر خپل اسلوب او فکري رجحانات وي.خپلې نظريې وي..مونږ داسې اوچت شاعر نه وينو چې هغه د قوم سترګې پرانيزي،شعر خلق واوري او هير ئي کړي ، د عمل لاره ورته نه ښائي ،په دې کې د مذهبي تعليماتو هم څه لږ ډير لاس وي.چونکه په اسلام کې د ژوند د ټولو ضابطو لارې خوول شوي نو خلق هم په هغه روان دي ..نور د حکمت خبرې پکې نه مني.
    هم دغه وجه ده چې په پښتنه معاشره کې د ادب اغيزه هم نشته .او د مذهب اغيزه پکې زروره ده اګر چې اوس مذهب هم هغه شان خلق په صحيح توګه نه پکارويخو بيا ادب ورته د حکمت خبره نشي خوولې چې ځان له ئي تګ لاره کړي .ستونزي ورته نه حل کوي نه داسې جذبه پکې راپورته کوي چې هغه په يوه لاره روان کړي..او قامي او د ملي وحدت حرارت پکې راپورته کړي

    البته
    لکه په جزوي طور څه محسو سات انځوريږي په دوئي کې درويش دراني صيب کاروان صيب سائيل صيب، اکرام الله ګران ،رحمت الله درد او د مردان يو ډير بې وسه شاعر محمد سعيد ، او داسې نور هم کيدلې شي خو زما مطالعه هم دومره پورې محدوده ده کوم مې چې څه لږ* ډير لوستي دي يا اوريدلې دي . تر هغې پوري مې ستاسو ځواب وکړو.

    (۶) ستا په خیال کښې په موجوده دور کښې پښتو مخ په ترقۍ روانه ده او کنه...؟

    پښتو ماشاالله د پخوا نه ډيره په ترقئ روانه ده
    ښه شاعري پکې کيږي او د روان وخت بهترين انځورکشي پکې خوولې کيږي .په هيڅ صورت هم د جمود ښکار نه ده.د ثور انقلاب وروستو د افغاني کډوالو په صورت کې د پښتونخوا په ليکوالانو کې د پښتو ژبي د پرمختګ ستر تحريک راپورته شو
    په خورا ساهو ژبه کې ادب فرهنګ و ليکلې شو ،
    د ګرامر او املا ستونزي تر ډيره حده کمې شوي او د لغاتو او تورو ټکو صحيح استعمال وشو،انټر نيټ ورته له نور پراخولې ورکړو .
    ............................
    (۷) کوم چې ستا د نظره تیر شوی دی په هغو کښې ستا د خوښې کتاب کوم دې او وجه ئې څه ده؟

    ما خو ډيره مطالعه نه ده کړې خو بيا هم ارمغان خوشحال،کليات رحمان، او په نثر کې د ډاکټر اسرار کتاب د تکل په تکل مې*خوښ کتابونه دي

    په ارمغان خوشحال د ژوند، ټول اړخونه رابرڅيره دي او ډير په حکيمانه او عالمانه ژبه کې بيان شوي دي .د پښتو ژبي اولين معمار شاعر خوشحال بابا دے د دۀ په شاعري کې هر قسم مضامين په بشپړ توګه ډير په برجسته انداز کې بيان شوي دي..د خوشحال بابا ثاني نشته چې په يو وخت کې حکيم هم دے ،سالار هم دے د قوم مشر هم دے د لښکرو مشر هم دے طبيب هم دے
    په وړومبي ځل د قوميت او ملي وحدت ضرورت خوشحال بابا محسوس کړې ده او هم هغه په جار بيا کړې ده.
    د رحمان بابا ځان له جدا لاره ده هغه د عشق او ر څه حده د تصوف شاعر دے

    په موجوده وخت کې د نظر په ډيرو ښو کتابونه کې د ډاکټر اسرار کتاب د تکل په تکل د لوستلو وړ کتاب دے
    چې ډير د خوند رنګ او لوستلو انشائيې او تکلونه پکې خوندي دي...
    ----------------------------

    (۸) ستا په خیال کښې هغه شاعران هم د قوم سترګې دې څوک چې په خپله په شعوری توګه ړانده دی؟
    ځواب:
    داسي کسان چي شعور نه لري هغه بيا کله شاعران شول؟

    (۹) ستا په خیال داسې شاعران چې د خپل مذهب او د کلتور خیال نه ساتی څه معنۍُ لری؟

    ژبه کلتور نسل نس*ب ځان له شې دے عقيده ځان له شے دے..په عربئ کې ژبه د ډير عربو يوه ده خو مذهبي عقيدې پکې د مسيحانو او نورو مذاهبو هم شته لهذا زمونږ په پښتو کې کوم شاعر چې د خپلې ژبې يا ادب خدمت کول غواړي نو هغه
    دې د خپل ژبي د صحت او د کلتور پانه په نظر کې وساتي که د بده مرغه د چا عقيده بدله وي نو هغه دې ضرور خپل عقيدوي اظهار کوي ځکه چې د هغه مافي الضمير بيانولو کې د عقيدې رنګ ضروري شامليږي خو د بل د عقيدې تمسخر يا په هغې پسي ملنډې وهل په هيڅ صورت ناقابل قبول دي.هم دغه وجه ده چې په ادب کې اوس ډلې جوړ دي که ډير ښه شاعر هم وي خو چې د عقيدې سپاکوې کوي يا د بل کلتور صفت او په خپل کلتور سپکې وئيل د هغه په کلام اثر پريباسي.
    د هرې عقيدې احترام ډير ضروري دے
    .....................

    (۱۰) پښتانه هر ځل په الیکشن کښې د پښتون حواه حکومت ولې بدلوی؟

    دا سياسي سوال دے ، د دې اسان ځواب دا دے چې دا خو د سياسي شعور د پوخ والي دليل دے چې د هر چا د دروغو په وعدو پسي نه درومي بلکه زميني حقائيقو سره سم درومي نن سبا هغه زمانے نشته چې فلانکې د باچا يا نواب نمسې دے نو هم دا معتبر دے ..معتبر هم هغه دے کوم چې د قام د پاره سنجيده وي او خپل اولس له څه ورکولي شي.

    _________________
    Last edited by Feroz Afridi; 06-13-2014, 01:25 PM.
Working...
X