Announcement

Collapse
No announcement yet.

الاقصی مسجد

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • الاقصی مسجد

    نيټه: May 25, 2014

    الاقصی مسجد
    ژباړه: نويد احمد


    د الاقصى مسجد د قدس يا بيت المقدس د ښار په ختيځ کي موقيعت لري. دا مسجد د ټولو مخکنيو انبياؤ علیهم السلام قبله او ټاټوبۍ دئ. همدارنګه د مسلمانانو لومړنۍ قبله هم ده. کله چي افضل الانبياء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته هجر ت وکړ، نو د ١٦ يا ١٧ اوولس مياشتو پوري يې لمونځ د اقصى مسجد خوا ته کاوه . خو وروسته بيا د مسلمانانو قبله د الله جل جلاله په امر کعبه شريفه وګرځول سوه ځکه، چي کعبه شريفه بيا د الانبياو علیهم السلام د پلار حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل عليهما قبله وه. دغه مقدس مسجد د مکې معظمې او مدينې منورې وروسته دريم مقام لري. په يو حديث شريف کي راځي چي د مځکي پر مخ د الله جل جلاله د عبادت د پاره لومړۍ کعبه شريفه او ٤٠ کاله وروسته الاقصى مسجد جوړ سو. ددې سره سره د معراج په سفر کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې معظمې څخه الاقصى مسجد ته تشريف يووړى ، په الاقصى مسجد کي تر لمانځه وروسته د حضرت جبرائيل علیه السلام په ملتيا اسمانو ته پورته سو.

    او هلته يې د ډېرو انبياو علیهم السلام سره وليدل. کله، چي تر دې مقاماتو تېر سو هلته يې ډېر عجيب او حيرانونکي مناظر وليدل لکه ،سدرة المنتهى، بيت المعمور،د جنت او دوږخ حالات او داسي نور.. په مسجد الاقصى کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو پيغمبرانو علیهم السلام ته په امامت سره لمونځ ورکړ، چي د دې څخه د مسجد اقصى اهميت ښه څرګنديږي. الله جل جلاله ددې معجزوي سفر په اړه داسي فرمايي:

    سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ. (سورت الاسرا، ۱)
    ژباړه: پاک دئ هغه ذات،چي خپل بنده محمد صلی الله علیه وسلم يې د شپې په يوه برخه کي د مسجد حرام څخه مسجد اقصى ته بوتلئ . هغه مسجد اقصى ،چي موږ د هغه په شاوخواکي ډېر برکتونه ايښي دي څو موږ په ده د خپلو نښو څخه ځيني دقدرت نښي ووينو .بېشکه،چي الله جل جلاله ښه اورېدونکى او ښه ليدونکى دئ.

    د پورته آيت مطابق مسجد الاقصى ډېر ظاهري او باطني برکتونه لري ، چي د مادي حيثيته د چينو، ويالو، غلو دانو، او زياتو ميوه جاتو حاصل خېزه مځکه ده. او که د روحاني لحاظه ورته وکتل سي، نو د ډيرو انبياو او رسولانو علیهم السلام ټاټوبى، مدفن، د دوى د فيوضاتو، انوارو سرچينه ده. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د بېولو څخه ښايي دغه اشاره هم وي چي هغه ټول کمالات چي د بني اسرائيلو په انبياو علیهم السلام او نورو تقسم سوي وه، د ده په مبارک ذات کي سره ټول سوي وه.


    د الاقصى مسجد فضيلت په ډېرو احاديثو کي بيان سوى دئ. مسجد الاقصى د هغو درو مسجدونو په جمله کي دى چي هغه لره سفر کول کيږي دا درې مسجدونه د پاک رسول صلی الله علیه وسلم په وينا يو د کعبې شريفي مسجد دوهم نبوي مسجد دريم مسجد اقصى دى. امام النسائى د عبدالله بن عمرو څخه روايت کوي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: څه مهال چي سليمان علیه السلام بيت المقدس جوړ کړ نو د الله جل جلاله څخه يې درې غوښتني وکړې او دا درې واړي غوښتني يې الله جل جلاله ومنلې په دغو درو غوښتنو کي يوه غوښتنه دا وه چي هر څوک چي بيت المقدس مسجد ته فقط او فقط د لمانځه د آدايني لپاره راځي نو الله جل جلاله هغه د ګناهونو څخه دا ډول پاک کړي لکه په کومه ورځ چي د مور څخه زېږېږدلى ؤ، او هيڅ ګناه يې نه لرل .

    د اقصى مسجد مخکنى جوړښت
    الاقصى مسجد حضرت سليمان علیه السلام جوړ کړى. دا مسجد دوه ځلي د يهودو د نافرمانيو له وجي تخريب سوى دى، لکه څرنګه چي په قران کريم کي ورته اشاره سوې ده . الاقصى مسجد لومړى د بابل پاچا بخت نصر او دوهم ځل روميانو وران کړئ. دا مسجد همداسي وران پاته و. کله چي امير المؤمنين حضرت عمر رضي الله عنه بيت المقدس فتح کړ، نو د مسجد الاقصى په انګړ کي چيري، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کړى و يو کوچنى مسجد جوړ کړ. او تر دې وروسته د اموي کورنۍ خليفه عبدالملک بن مروان لخوا پراخ کړل سو، چي دا پراختيا د ده د زوى وليد لخوا تکميل سوه. مختلفو اسلامي حکومتونو د الاقصى مسجد په حدودو، برانډه، منبر، منارو او په داخلي برخو کي پراختياوي راوستلي دي کله،چي صليبيانو په١٠٩٩ م کال کي پر بيت المقدس يرغل وکړ. دوئ پر مسجد الاقصى باندي د حضرت سليمان علیه السلام د عبادتګاه ګمان کوى، نو ځکه يې د دغه مقدس مسجد څخه د ماڼۍ او کليسا په حيث کار اخيستى. ترس څو ،چي سلطان صلاح الدين ايوبي رحمة الله علیه بيت المقدس بيرته فتح کړ نو دا مبارک مسجد يې د دوى د تسلط څخه خلاص کړ. نن ورځ د بيت المقدس ښار د يهودو تر تسلط لاندي دئ، مګر مسجد اقصى د اردن د اوقافو د وزارت په ولکه کي دئ.

    د الاقصى مسجد اوسنى جوړښت :
    الاقصى اصلاً د هغه لوى مسجد نوم دئ چي د بيت المقدس يا حرم قدسي شريف په نامه شهرت لري. الاقصى مسجد همداسي وران پاته وو. خو کله چي امير المؤمنين حضرت عمر رضي الله عنه بيت المقدس فتح کړ نو دا مسجد يې د دريم ځل لپاره تعمير کړ. د الاقصى مسجد اوسني حدود چي مستطيل شکل لري تقريباً ١٤٤٠٠٠ مربع متره مساحت لري. خو خپله مسجد مبارک ٣٥٠٠٠ متره مربع مساحت لري، ٨٣ متره اوږد او ٥٦ متره پراخ دۍ چي ٥٠٠٠ لمونځ کونکي ځايوي. ګنبته يې نقريې رنګ لري او د سرپو په فلزي ورقو پوښل سوې ده. څلور منارې لري، چي لوى منار يې تقربياً ٣٧ متره لوړوالۍ لري. د مسجد برنډه په ١٤ ششکونو مشتمله ده، چي د منځيني ششک څخه لمونځ کونکي دننه مسجد ته داخليږي. صليبيانو (يرغلګرو عيسويانو) د خپل يرغل او


    تسلط پر وخت دغه مقدسه برنډه ورانه کړه خو د غازي سلطان صلاح الدين ايوبي د خلافت پر وخت بيرته جوړه سوه. د اقصى مسجد په داخل کي ٧ کتاره ششکه لري، چي د هر کتار ششک په ٥ ميلانو مشتمل دئ.البته د نني ټول ميلان يې ٤٥ دي په جنوبي ساحه کي يو څو کوچني تالارونه هم لري او ١٢١ رنګه کلکينان لري.د مسجد زياته برخه په اهاکو (چونه) سپينه سوې ده. مګر د ګنبتي داخلي برخه او تر هغه لاندي دېوالونه په موسائيک (د ډبرو کوچنۍ ټوټو) او مرمرو باندي ښايسته سوي دي. او يو منبر د حضرت سلطان صلاح الدين ايوبي په خلافت کي نصب سوى و. خو په ١٩٦٩ م کال کي يو مذهبي عيسوى چي مايکل روهان نومېده د سياحت په پلمه راغلى و او په مسجد کي يې اور بل کړ، چي په دغه اور کي هغه تاريخي منبر هم وسوځل سو، چي وروسته بيا يوساده منبر ورته جوړکړل سو. خو په ٢٠٠٧ م کال کي د اوقافو د ادارې ريئس او د مسجد اقصى ناظم عدنان الحسيني لخوا يو بل ښايسته او قيمتي منبر ورته جوړ کړل سو. د اقصى مسجد د اودس کولو لپاره ٢ فوارې لري چي مشهوره يې د الکاْس فواره ده، چي د اقصى مسجد او د صخره زيارت تر منځ واقع ده. د الاقصى مسجد اوسني مشرتابه امامان يوسف ، محمد احمد حسين او عکرمه سعيد صابري دي.

    قبة الصخره يا د ډبري ګنبته :
    د حرم قدسي شريف په منځ کي قبة الصخره زيارت واقع دى. اکثره مسلمانان پر دغه قبة الصخره زيارت باندي د مسجد اقصى ګمان کوي، او عکسونه يې ډېر ځايونه ليدل کېږي. مګر حقيقت دا نه دئ. اصلاً ددې طلايې ګنبتي په داخل کي هغه مبارکه ډبره ده . د قبة الصخره زيارت د عبدالملک بن مروان د خلافت په دوره کي جوړ سو. ګنبته يې په سرو زرو پوښلې او تعمير يې ٨ ضلعي شکل لري.

    پر الاقصى مسجد باندي د يهودو حملې :
    لکه څرنګه،چي مخته ذکر سول مسجد الاقصى دوه ځلي ويجاړ سوى دئ او د ٦٣٨ م کال راهيسي، چي اوس يې١٣٠٠ کاله کيږي د مسلمانانو په لاس کي دئ. خو په ١٩٤٨ م کال کي يهودو پر بيت المقدس ښار حمله وکړه او هغه يې په غير ي قانوني ډول قبضه کړ. اوس يهود غواړي چي الاقصى مسجد له منځه يوسي او پر ځاى يې خپل معبد جوړ کړي نو ځکه د دې مقصد د لاسته راوړلو په غرض د ورځي درې وخته په رسمي ډول دعا کوي . او په دعا کي د مسلمانانو الاقصى مسجد د منځه وړل او پرځاى يې د خپل معبد (د يهودو د عبادت ځاى) دريم وار جوړېدل غواړي. اوس دا د يهودو رسمي عبادت ګرځېدلى دئ. يهود نه يوازي په دعا کي د مسلمانانو مقدس ځايونه د منځه وړل غواړي بلکي په عملي ډول هم دا ستر شيطاني کار کوي. د الاقصى مسجد د له منځه وړلو په غرض يهودو يو څو تنظيمونه دې ته ځانګړي کړي دي ،چي په مختلفو طريقو پر بيت المقدس حمله وکړي او د مسجد الاقصى پر ځاى خپل معبد جوړ کړي. د دغو تنظيمونو د جملې څخه ځيني په دې ډول دي:

    ١.Temple Mount Faithful Movement: چي هدف يې يوازي د نوي معبد جوړل او دمسجد الاقصى د منځه وړل دي. دغي ډلي په ١٩٩٠ م کال کي د اقصى مسجد پر ځاى د خپل نوۍ معبد (عبادت ځاى) جوړولو په اراده پاڅون وکړ. د دې پاڅون د شنډولو لپاره د فلسطين زړه ورو مسلمانانو د دوئ مخه ونيول. يهودي عسکرو پر مسلمانانو ډزي پيل کړې ،چي په نتيجه کي ٢٢ مسلمانان شهيدان سول او په سلګونو نور ټپيان سول.

    ٢.Temple Institute: دغه تحريک خو اوس لا ځيني وسايل برابر کړي دي تر څو د نوي معبد په جوړلو کي کار ځيني واخلي. صرف موقع ته ګوري.

    ٣.Revava: دغه نوى تحريک چي اوس يې په فعاليت پيل کړى دئ، ده بيت المقدس د نړولو تر ټولو حريص تحريک دئ . دغه تحريک ډېري حملې په پلان کي لري. په ٢٠٠٥ م کال کي د مسجد غربي دېوال ته راجمع سول او غوښتل يې چي د ١٠،٠٠٠ يهودو په توسط پر الاقصى مسجد باندي حمله وکړي خو د فلسطين د باايمانه او باشجاعته مسلمانانو لخوا لاريونونه وسول او د دې تر څنګ په اندونيزيا او ځينو نور اسلامي ممالکو کي د مسلمانانو په لاريونو سره دغه پاڅون شنډ کړل سو.

    ٤.Gush Emunim Underground: د يهودو يوه مشهوره دهشت ګرده ډله ده چي په ١٩٨٠ م کال کي ددې ډلي دوو غړو غوښتل چي د الاقصى مسجد او قبة الصخره زيارت په بمونو والوزوي خو د دوى دا شيطاني هڅه ناکامه سول. چي تر ګرفتارى وروسته دوئ د نورو بنديانو په تبادله کي ازاد کړل سول. يهود غواړي، چي الاقصى مسجد په هره ممکنه طريقه چي وي له منځه يوسي. د ١٩٧٠ م کال راهيسي زړه سختو يهودو د مسجد د ويجاوړلو لپاره يو بل شيطاني چال په کار اچولى؛ هغه داسي، چي دوى د تاريخي آثارو په بهانه د الاقصى مسجد تر عين بنياد لاندي څو واره تونلونه کښلي. او په ٢٠٠٧ م کال کي يې همداسي د تاريخي آثارو په نامه يو ځل بيا تونل کښل شروع کړ خو د نړۍ د مسلمانانو دسخت ګواښ په نتيجه کي د دوى دغه شيطاني چال ناکامه سو. يهود يواځي په ډله ييزي حملې بسنه نه کوي بلکي په انفرادي ډول هم خپل پټ عسکر په ډول، ډول طريقو سره د مسجد اقصى د نړېدو هڅي کوي .










    نه يواځي يهود بلکي د عيسويانو يوه غټه ډله هم دغه لحظې ته منتظره دي چي کله به مسجد اقصى له منځه يووړل سي. په ١٩٦٩ م کال کي يوه اسټرليايي سيلانى چي مايکل روحان نومېده الاقصى مسجد ته په دې نيت راغلى و چي مسجد شريف ته اور واچوي. دې ظالم همدا سي وکړل، د مسجد شريف په داخل کي چي جنوب ختيځه برخه وه اور بل کړ. چي همدغه برخه د منځه ولاړل. د پروتستانت عيسويان په دې عقيده دي ،چي که چېري په دنيا کي شر او فساد ډېر سي نو په نتيجه کي به حضرت عيسى علیه السلام ژر تشريف راوړي. مايکل روحان هم د همدې ډلي څخه و. نوموړى په دې عقيده د مسجد شريف د منځه وړل غوښتل چي يو خو به حضرت عيسى علیه السلام ژر راسي او بل به يهودو ته د خپل معبد جوړولو موقع برابره سي. خو د غربيانو د
    همېشني در واغو په څېر، روحان هم د عصبي تکليف په بهانه خپل هيواد ته په سلامتۍ واستول سو.

    که څه هم مسلمانان د الاقصى مسجد واک لري، خو بيا هم د يهودو فوځونو ته حق ورکول سوى چى د بيت المقدس په حرم شريف کي ګزمه وکړي او په هر وخت کي د مسجد په هره برخه کي پلټنه وکړي . نه يواځي دا، بلکه هر وخت چي د دوئ غوښتنه وي د مسجد څخه خلک بند کړي. څو ځلي يې د مسلمانانو د لمانځه پر جماعت او خپله پرمسجد شريف ډزي کړي دي.يهودو د ٢٠٠٠ عسوي کال د سپټمبر پر ٢٩ تاريخ د مسجد شريف شاوخوا٠ ٢٠٠ عسکر و د رول کله ،چي مسلمانان د جماعت څخه فارغ سول، نو د ځوروني په نتيجي کي مسلمانانو د ډبرو ګوزارونه پرې وکړه، يهودي عسکرو سمدستي پر مسجد شريف حمله وکړه او ٤ مسلمانان يې شهيدان او د ٢٠٠ په شاوخوا کي ټپيان کړل.يهودو نه يواځي مسجداقصى غصب کړى؛ بلکه د مسلمانانو ١٣٠٠ کلنى ټاټوبى فلسطين يې هم قبضه کړى چي په زرګونو مسلمانان يې شهيدان کړي اوهمدا شهادتونه اوس هم ادامه لري. په داسي حال کي چي ټوله نړۍ د يهودو يرغل، ظلم او تيرى په رڼو سترګو ويني.

    پايله په معارف القران کي راځي ،چي په قران کريم کي د بني اسرائيلو (يهودو) د پيښي ذکر اصلاُ د مسلمانانو د عبرت لپاره دئ. په دې قصه کي دا راته ښودل کيږي ،چي د دنيا او آخرت عزت، جلال، مال او دولت صرف د الله جل جلاله په اطاعت کي نغښتى دئ. که چيري څوک د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت څخه انحراف وکړي نو الله جل جلاله به د دوئ دښمنان او کافران پرې غالب او مسلط کړي ،چي د نورو ورانکاريو ترڅنګ به د هغوى عبادت ځايونه هم خوندي پاته نه وي. د يهود په واسطه د اقصى مسجد د منځه وړل اصلاُ د قران کريم تصديق کوي. ځکه ،چي مسلمانانو الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم هېر کړى او د آخرت څخه غافله سوي دي.

    د دنيا په شان او شوکت کي غرق او د قران او سنتو د احکامو څخه بېګانه سوي دي. نوځکه يهود،چي يو کوچنى قوم دئ د نړى د مسلمانانو په موجوديت کي يې بيت المقدس غصب کړ. د مسلمانانو هغه دريم مقدس مسجد چي رسول الله صلی الله علیه وسلم او ټولو انبياو علیهم السلام لمونځ پکښي کړي او د ټولو مخکنۍ قبله وه، نن ورځ د يهودو تر حملو لاندي دى. دا د مسلمانانو دسرکښۍ سزا ده. ددې يواځنى علاج بېله دې څخه بل څه نه دى چي الله جل جلاله ته پر خپلو بدو اعمالو پښېماني او توبه وکړو ، الهي احکامو ته سر ټيټ کړو او د ځانه رښتني مسلمانان جوړکړو. اوپر پرديو د اعتماد کولو د ستري ګناه څخه ځان وساتو نو انشاء الله د الله جل جلاله د وعدې مطابق به نه يوازي بيت المقدس بيرته مسلمانان په لاس راوړي بلکي د لاسه ورکړى عزت او جلال به هم لاس ته راوړي.

    ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۳ ګڼه
Working...
X