د افغانستان مشرانو جرګې د ایران له لوري د سوریې د جګړې لپاره د افغانانو د ګومارلو د ادعا په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه. د افغانستان د مشرانو جرګې (مج) ريیس فضل هادي مسلمیار د افغانستان له حکومته هم وغوښتل چې په دې اړه وضاحب ورکړي.
د مج رييس مسلمیار وویل چې ایرانیان د مهاجرو افغانانو له بېوزلۍ او مجبوریته سو استفاده کوي، سوریې ته یې د جګړې لپاره لېږي او هلته وژل کېږي.
د امریکا وال ستریت ژورنال ورځپاڼې تېره اوونۍ د افغان او لوېدیځو چارواکو په قول ویلي و چې د ایران سپاه پاسداران انقلابي ځواک د سوریې او ایراني ځواکونو د تلفاتو د کمولو او د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره افغان کډوال سوریې ته لېږي.
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې هر افغان ته د میاشتې ۵۰۰ ډالر معاش او په ایران کې د استوګنې یا اقامت اجازه ورکول کېږي.
پرون د افغانستان ولسي جرګې هم په دې راپور اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې د ایران رژیم د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره افغانان د سوریې جګړې ته لېږي.
د ولسي جرګې (وج) په پرونۍ /شنبه/ غونډه کې د ايران له خوا د سوريې درې کلنې کورنۍ جګړې ته د افغانانو د استولو پر موضوع بحثونه وشول .
په (و.ج) کې د کندوز استازې شکريې پيکان وويل، افغانان په خپل هېواد کې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله ګاونډيو او يا هم نورو هېوادونو ته کډوال کيږي .
هغې زياته کړه : «خو له تېرو څو ورځو راهيسې ايران پر افغان کډوالو زور راوړي، ترڅو له ١٨ کلن نه پورته ځوان افغانان د ايران حکومت ته ورکړي ،چې د سوريې جګړې ته يې واستوي.»
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، افغان دولت مکلفيت لري، څو د ايران په ګډون په ټوله نړۍ کې د افغان کډوالو د ستونزو غم وخوري .
ابراهيمي همداراز وویل، ول