Announcement

Collapse
No announcement yet.

دوهم ځلي انتخابات به د ډاکتر غني او ډاکتر ع

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دوهم ځلي انتخابات به د ډاکتر غني او ډاکتر ع

    http://www.taand.comخبرتیاوې / خبرپاڼې خبرونهدوهم ځلي انتخابات به د ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د جوزا په ۲۴مه کېږي
    دوهم ځلي انتخابات به د ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د جوزا په ۲۴مه کېږي
    Thursday, 15 May 2014 12:24 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
    Abdullah Ghani
    څانګې خبرتیاوې / خبرپاڼې, خبرونه
    اصلي لینک

    خپروونکی: تاند

    تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن اعلان وکړ چې د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان کړې چې پر اساس یې هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو نه دی ترلاسه کړی او انتخابات دوهم پړاو ته تللي دي.

    د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس احمد یوسف نورستاني تر ټاکلي وخت یو ساعت وروسته د انتخاباتو پایلې اعلان کړې.

    د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني وویل چې دوهم ځلي انتخابات به د جوزا په څلرویشتمه د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ کېږي.

    نورستانی
    نورستانی

    ښاغلي نورستاني ومنله چې د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې نیمګړتیاوې وې خو دوی به هڅه وکړي چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې، چې د جوزا په ۲۴ کېږي، نیمګړتیاوې تکرار نه شي.

    ده وویل، د دې لپاره چې یو شمېر اسناد او وسایل په راکټي برید کې سوځېدلي، ۵۸ ولسوالیو ته د هوا له لارې لوژیستیکي وسایل باید ورسېږي، د یو شمېر نورو کارکوونکو د روزلو او کاندیدانو ته کافي وخت ورکړای شي دوهم ځلي انتخابات د جوزا د ۷ پر ځای په ۲۴ نېټه کېږي.

    یوسف نورستاني وویل چې عبدالله عبدالله ۴۵ فیصده رایې ترلاسه کړي. ورپسې اشرف غني احمدزي ۳۱ اعشاریه ۶ فیصده رایې ګټلي دي.

    ده د زلمي رسول د رایو فیصدي ۱۱ اعشاریه ۴ او د عبدالرب رسول سیاف د رایو فیصدي ۷ اعشاریه صفر وبلله.

    ورپسې د قطب الدین هلال(دوه اعشاریه۱)، ګل اغا شېرزي (یو اعشاریه۶)، داوود سلطانزوی(صفر اعشاریه ۵) او هدایت امین (صفر اعشاریه۲) ارسلا نومونه دي.
Working...
X