Announcement

Collapse
No announcement yet.

له سیاف، ضیا مسعود او محمود کرزي سره د تحول &#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • له سیاف، ضیا مسعود او محمود کرزي سره د تحول &#

    http://www.taand.comخبرونهله سیاف، ضیا مسعود او محمود کرزي سره د تحول او تداوم خبرې
    Tue
    sday, 13 May 2014 16:36 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
    Sayaf, Massod, Karzai
    څانګې خبرونه
    اصلي لینک
    Tagged under:

    له سیاف، ضیا مسعود او محمود کرزي سره د تحول او تداوم خبرې
    سیاف، ضیا مسعود او محمود کرزي

    خپروونکی: تاند

    تاند- د ولسمشرۍ د کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم وايي چې له نورو کاندیدانو او ځینو اغېزمنو سیاسي څېرو سره یې خبرې پیل کړي دي.

    د اشرف غني احمدزي تر مشرۍ لاندې د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم سرچینو نن وویل چې د ولسمشرۍ له کاندید عبدالرب رسول سیاف، احمد ضیا مسعود او د ولسمشر کرزي له وروڼو سره یې خبرې پیل کړي دي.

    تر دې مخکې په تېرو څو ورځو کې د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو ګل اغا شېرزي او زلمي رسول د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

    خو د زلمي رسول لومړی مرستیال احمد ضیا مسعود د ښاغلي غني له ټیم سره په خبرو بوخت دی.

    د عبدالله عبدالله پلویانو له ښاغلي مسعوده غوښتي چې د پنجشېریانو په منځ کې درز جوړ نه کړي، که د عبدالله ملاتړ نه کوي نو لږترلږه دې د اشرف غني احمدزي ننګه نه کوي.

    د تحول او تداوم سرچینې وايي چې ژر به له ښاغلیو سیاف او مسعود سره د دوی خبرې نتیجې ته ورسېږي.

    د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي هم ویلي چې له دواړو مخکښو کاندیدانو سره یې خبرې کړي خو د اشرف غني احمدزي اقتصادي پروګرامونه ورته ښه ښکاره شوي دي.

    له عبدالرب رسول سیاف سره د دواړو کاندیدانو استازو څو څو ځلي سره خبرې کړي دي.

    وړمه ورځ محمد محقق د سیاف کور ته ورغلی و او له نوموړي څخه یې یوځل بیا وغوښتل چې د عبدالله ملاتړ وکړي.

    ناتایید شوي راپورونه وايي چې سیاف تر دې مخکې معلم عطا او د ښاغلي عبدالله نورو ملګرو ته ویلي چې که د اشرف غني احمدزي ملاتړ ونه کړي د عبدالله ملاتړ به هیڅکله ونه کړي ځکه چې عبدالله او قانوني د ولسي جرګې په دواړو دورو کې د ده له ریاست سره مخالفت وکړ، حال دا چې ده (سیاف) د حکمتیار او طالبانو پرضد په جګړده کې د نظار شورا ننګه کړې وه.
Working...
X