ه یوې حقیقت داسې باور لرم، لکه په لمرینه ورځ د لمر په وجود، او هغه دا چې د افغانستان د خلکو تر ټولو لویه غوښتنه سوله او د سولې لپاره تر ټولو لوی ګواښ ډاکټر عبدالله عبدالله دی. په اویایمه لسیزه کې په افغانستان کې کورنۍ جګړه وه، چې ۶ +۱ ګاونډیانو ورته نوکان سرویل، او په ټوله کورنۍ جګړه کې یو مطرح او بدنام لوری همدغه و چې نن د ډاکټر عبدالله عبدالله پر څاښ را څرخي.
کله چې په ۲۰۰۲ م کې د افغانستان جمهوري اسلامي دولت رامنځته شو، نو افغانانو ته د کورنۍ جګړې دلیل ختم شو. ځکه چې نوی دولت درېیم لوری و. نه د جګړې یوه لوري، یعنې ټلوالې ته د جګړې جواز پاتې شو، او نه د جګړې بل لوري، یعنې طالب ته.
تر دې پخوا ملت د طالب او ټلوالې ترمنځ تقسیم و. کله چې نوی دولت راغی، نو طالب پلوي ملت د طالب له ملاتړه لاس واخیست، او دولت ته یې میلان وښود. ځکه چې دا نظام، نه طالیبي و، نه د شر او فساد په نامه د هغې بلې بدنامې پدیدې.
البته، د افغانستان نظام له دې فرصته سمه ګټه وانخیسته، او د ملي او درېیمي لوري پاتې کېدلو پر ځای ورو ورو د پخواني شر او فساد د دخیلو عناصرو په لمنه کې پرېووت.
خبره تر دې را ورسېده چې د ۱۳۹۳ په ټاکنو کې یو ځل بیا په بشپړه توګه د شر او فساد د عناصرو په لمنه کې د نظام د پرېوتلو وېره پیدا شوه.
له دې سره د خلکو په غوږونو کې د کورنۍ جګړې انګازې هم وغږېدې، او د شر او فساد د پاتې شونو ګواښونو دې انګازو ته نور شور او رونق هم ورکړ.
علت یې همدا و چې د درېیمي لوری، یعنې بې پرې او ملي دولت نظریه له منځه په وتلو شوه.
بلا وه، برکت یې نه و. د ولس په پاشلتیا، پراخې درغلۍ او د ولسمشر کرزي په ټولې بې غورۍ سربېره هم، د زاړه شر او فساد عناصر د ټاکنو په لومړي دور کې په بریا بریالي نشول.
خبره دوهم دور ته ووتله. د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو دور، د افغانستان د ملت د برخلیک هغه دوه لاری جوړ شو چې یوه لاره ورڅخه د سولې آبادۍ د ګلستان او بله ورڅخه د ۷۰مې لسیزې د بربادې او تورې ماضي پر لور تللې ده.
پورته سیناریو، او لاندې دلایلو ته په کتلو، ملت د ۱۳۹۳ په دوهم دور ټاکنو کې دوه انتخابه لري، چې یو یې ډاکټر اشرف غني احمدزی او بل یې ډاکټر عبدالله عبدالله دی.
په افغانستان کې د څه به کېږي سوال تل معما دی، خو تر کومه چې واضحه ده، د ملت لپاره تر ټولو خراب غوراوی دا دی چې په ټاکنو کې په نه حضور، نه جدیت او د خپلې رأیې د برخلیک په نه پوښتلو د افغانستان نظام د پخواني شر او فساد د عناصرو لمنې ته ټېلوهل شي. په دغسې حالت کې افغانستان راتلونکی نه لري.
د لیکنې د نه اوږدېدلو لپاره غواړم د عبدالله عبدالله په وجود کې د ثبات او امن د ناشونتیا څو شمېرلیو دلیلونو ته ځغلنده کتنه وکړم:
۱- ځکه چې عبدالله عبدالله د کورنیو جګړو دخیله څېره ده. اوس هم په هماغه نامه، په هماغه جوړښت، په هماغه تنظیمي موقف،
او د هماغو خلکو په مرسته کاندیدېږي. د افغانستان کورنۍ جګړه یواځې درېیمي لوری، چې یو ملي نظام دی، پای ته رسولای شي.
تنظیمي څېرې یې نشي.
۲- عبدالله عبدالله تکراراً د سولې له پروسې سره خپل مخالفت په ډاګه کړی. که عبدالله راځي، نو لږ تر لږه، لس کاله نوره هم
سوله نشته. نه طالب له عبدالله او نه عبدالله له طالب سره سوله کوي. تر منځ به یې افغانان خرابېږي.
۳- سوله د اقتصادي پرمختګ، او عدالت په شرط را تللای شي. عبدالله عبدالله د یوه توان هم نه لري.
۴- د عبدالله عبدالله ټیم له زرګونو بدمعاشانو جوړ دی چې خپله عبدالله یې د مهارولو وس نه لري. عطا به عبدالله ته، عبدالله به
عطا ته، محقق به عطا ته، عطا به محقق ته… غاړه کښېنږدي.
۵- د عبدالله عبدالله په وجود کې به ټالیبان ډېر هیله مند شي، او فکر به وکړي چې ګټلای یې شي. پایله به دا شي چې هغوی
به خپلې بې هدفه او نه ګټل کېدونکې جګړې ته دوام ورکړي، او زور به یې د جګړې د لومړیو لیکو تر اوسېدونکیو وزي.
۶- د عبدالله عبدالله له راتګ سره به د پښتنو ترڅنګ، د هېواد یوه بله عظیمه کتله، یعنې اوزبک وروڼه هم ځانونه له نظامه د باندې
محسوس کړي، او د افغانستان پر تشنج به یو بل عنصر هم ور زیات شي.
۷- د عبدالله عبدالله له راتګ سره به په زندانونو، محاکمو او نورو کې عقده یي کړه وړه زیات او لکه د ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۶ کال،
د خلکو نفرت او فرار ته به زمینه برابره شي.
۸- فساد د بدامنۍ او خلکو د نارضایتۍ سرچینه ده. د عبدالله عبدالله ډله د اوسني نظام د فساد ۸۰٪ برخه تشکیلوي. دغه ډله په
ټولو سترو دولتي قراردادونو، د ځمکو په غصب، د حکومتي بستونو په تجارت، د بندیانو په تجارت، د مخدره توکیو په تجارت او نورو
خرابیانو کې شریکه ده. د عبدالله عبدالله له راتګ سره دا فساد له منځه نه ځي، بلکې سل چنده زیاتېږي، ځکه چې فاسد عناصر لا
زیات صلاحیت او واک ترلاسه کوي.
۹- د عبدالله عبدالله ډله له فاشیستو، سمتي او متعصبو عناصرو ډکه ده، او همدا اوس یې له لهجې څخه د وینو او کرکې بوی
ځي. دوی به هیڅکله ملي محوریت تأسیس ن کړای شي. په دوی کې ملي انګېزه تر دې حده کمه ده چې ځینې یې افغانستان ته
جعلي وايي، ځینې یې نوم نه مني، ځینې یې قومونو ته ښکنځلې کوي، ځینې یې د ایرانیانو په نامه څلي جوړوي، ځینې یې د ډیورنډ
د پلورلو چیغې وهي. دوی په تېر لس کاله کې د افغانستان هیڅ ملي ورځ نه ده لمانځلې. د استقلال ورځ یې هیڅکله کوم جشن
نه دی نیولی. د قاسم خان شهید د شهادت په څېر هیڅ کوم مناسبت یې نه دی لمانځلی، او د خپلو اتلانو په لمانځغونډو کې یې د
افغانستان بیرغ نه دی کارولی.
۱۰- دوی هیڅکله د لویولۍ تواضع نه لري. مرحوم مارشال د خپل ځان په اړه د یوه منفي خبر په خپرېدلو بینوا ویب پاڼه وتړله،
مخدوم رهین ځان له یوه ځوان هلک سره په شخړه کښې ایست. والیانو یې ژورنالسټان وډبول او ډلې یې تر د نه زغم مظاهره
وکړه. خپله ډاکټر عبدالله عبدالله له تلویزیوني بحثونو ولاړ شوی، او د نه زغم مظاهره یې کړې ده.
۱۱- عبدالله عبدالله د یوه نظام د رهبرۍ لپاره مناسب اخلاقي شخصیت نه لري. د اخلاقي فساد له رسنیزو اوازو را نیولې، د
سینګارتونونو تر کیسو او داستانونو، او د ورک نسب تر اوازو پورې دا ټول شبهات د یوه رهبر اعتبار له منځه وړي او د نظام
مشروعیت ته، چې رهبر یې برخه دی، ګواښ پېښوي.
د افغانستان د نجات کار د اشرف غني احمدزي یا د هغه د ټیم نه دی. دا کار د افغانستان د ملت او خلکو دی. ملت به یا ګډون کوي، یا به د خپل برخلیک له مالکیته لاس اخلي. ملت دوه لاري لری. یوه لاره ورانې ماضي او بله یې روښانه مستقبل ته. درېیمه لاره نشته.