له هغه وروسته، چې له درغلیو، تخلفونو او سرغړونو سره سره د ټاکنو لومړي پړاو بریالی نه درلود، ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې. دا مهال هغه ډله، چې د خپلې بریا لپاره یې ټول شته په لومړي پړاو کې لګولي په هر ډول او له هرې لارې دویم پړاو کې د قدرت تږي دي.
دوی وېره لري، چې که چېرې دوی واک ته ونه رسېږي په پراخه کچه کړی قرض او د واک پر سر بېلابېلې ژمنې پرې کول هم ډېر ستونزمن دي.
له همدې امله دوی له هرې شونې لارې غواړي د خلکو اذهان دې ته چمتو کړي، چې ګواکې دوی د دغو ټاکنو ګټونکي دي.
ګل آغا شېرزی، چې یو نالوستی جهادي قوماندان و، ولسمشر کرزي د بیا رغاونې په نوم مشهور او د بیلدوزر لقب یې ورکړ، خو دغه لقب نوموړي ته یو کاذب شخصیت ورکړ او احساس یې کاوه، چې ګواکې دی یو اتل دی او ټول افغانان به پرې باور وکړي.
خو داسې نه وه، له پراخو لګښتونو سره سره نوموړي یوازې څه باندې یو لک رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې، چې د ولسمشر کېدو لپاره یې باید ۳۵ لکه رایې ترلاسه کړې وای، خو دغه ستر واټن په ده ډېره اغېزه وکړه او ځان یې ډېر ګوښې ته احساس کړ.
له هغه وروسته، چې کله دی پوه شو نور له واکه وځي، ډاکتر اشرف غني احمدزي ته ورغی او له هغه سره د یو ځای کېدو وړاندیز یې وکړ، خو هغه خپل دریځ د مخکې په څېر ورته بیان کړ، چې دی نه غواړي سهامي شرکت جوړ او په واک معامله وکړي، هماغه وو، چې نوموړی ترې ناهیلی ولاړ.
اشرف غني باوري و، چې هغه رایه چې شېرزي په لومړي پړاو کې ترلاسه کړې وه، ټوله به په دویم پړاو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په صندقونو کې لوېږي.
که څه هم عبدالله عبدالله په دې ښه پوهېده، چې د شېرزي رایه ټوله اشرف غني ته ځي، خو نوموړی چې په هر ډول غواړي د خلکو اذهان مخشوش کړي، د ګل آغا شېرزي په یو ځای کېدو کې یې دوې ګټې وپلټلې.
عبدالله عبدالله د ګل آغا شېرزي غوښتنو ته غاړه کېښوده او د پراخ مالي امتیاز ترڅنګ یې د څو وزارتونو او څو ولایتونو تړون هم ورسره لاسلیک کړ.
په دې ډول عبدالله غوښتل چې خلکو ته وښيي، لومړی دا چې له ده سره پښتانه ولاړ دي او بل دا چې کولای شي په دویم پړاو ټاکنو کې په پښتني سیمو کې د ګل آغا شېرزي په وسیله درغلیو ته لاره هواره کړي.
له بله اړخه د مارشال محمد قسیم فهیم تر مړینې وروسته محمد یونس قانوني، چې د کلونو لپاره د عبدالله عبدالله تر څنګ درېدلی و دا مهال د ولسمشر دویم مرستیال شو.
نوموړی په داسې حال کې، چې د ټول افغانستان لومړی مرستیال دی او د ټولو خلکو پر وړاندې مسوول دی، خو دی یوازې د خپلې ټلوالې ګټو ته ژمن دی.
او په ډېر جار سره خبرداری ورکوي، چې که چېرې د ټاکنو کمېسیون د دوی پر زړه پرېکړه اعلان نه کړي، دوی به له هرې رایې دفاع وکړي.
په هره توګه وروستی خبر دا ده، چې دوی د واک انحصارولو لپاره هر څه کوي او هر ډول هڅې یې روانې کړې دي، هغوی په هر ډول د واک غوښتونکي دي.
په داسې حال کې، چې اوس رسنۍ شته دي، دوی بېلابېل ټیمونه جوړ کړي او په هر ډول هم خبر داری ورکوي او هم بېلابېل ډوله تبلیغات کوي.
خو موږ په دې باور یو، چې د ګل آغا شېرزي په څېر څېرې یوازې یوه رایه لري، چې ښایي خپله به یې وي، دویم پړاو ټاکنو بشپړ قومي رنګ اخیستی او هر څوک به خپل قومي ته رایه ورکوي.
Leave a Reply
Your email addr