Announcement

Collapse
No announcement yet.

د روسيې پارلمان ۵ غړي د ګورباچوف محاکمه غو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د روسيې پارلمان ۵ غړي د ګورباچوف محاکمه غو

    د خپريدو وخت: 12:14 گرینویچ - پنجشنبه 10 اپریل 2014 - 21 وری 1393
    فيسبوک
    ټوېټر
    گوگل پلس
    ملګري ته يې واستوﺉ
    چاپ يې کړﺉ

    میخایل ګورباچوف له لوی څارنوال نه د پارلمان د دغو غړو غوښتنه په بشپړ ډول یو پوچ اقدام بللی
    د روسیې د پارلمان پنځو غړو د دغه هیواد لوی څارنوال ته یو لیک استولی او د شوروي اتحاد د وروستي مشر میخاییل ګورباچوف د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
    دوی وايي ميخايل ګورباچوف ځکه باید محاکمه شي چې د دوی په خبره شوروي اتحاد یې له منځه وړی دی.
    ورته مطالب
    اوباما: روسيه به نوره گوښې شي
    اوکراين ختيځ کې روس پلويو ته گواښ وکړ
    مسکو: روسيه له اوکراين سره جګړه نه غواړي
    تړلي موضوعات
    اسیا
    د روسیې د پارلمان دغه پنځه غړي وايي ګورباچوف د شوروي اتحاد د په ځای پاتې کیدو په اړه د یوې ټولپوښتنې د مخنیوي له لارې دغه اتحاد ړنګ کړ.
    میخایل ګورباچوف له لوی څارنوال نه د پارلمان د دغو غړو غوښتنه په بشپړ ډول یو پوچ اقدام بللی دی.
    له دغو پنځو غړو دوه یې د روسيې د اوسني ولسمشر ولادمير پوتین د ګوند اړوند دي.
    د شوروي اتحاد د له منځه تللو په پایله کې د اوکرایین په ګډون ۱۴ هیوادونو چې د مسکو واک پرې چلیده، خپلواکې تر لاسه کړه.
    ويل کېږي د شوري اتحاد د نړېدو يو مهم لامل په افغانستان کې له روسانو سره د افغانانو مقاومت وو.
Working...
X