Announcement

Collapse
No announcement yet.

فیننشل ټایمز: اشرف غني بې له کوم شکه د افغان&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • فیننشل ټایمز: اشرف غني بې له کوم شکه د افغان&#


    http://www.taand.comانتخابات خبرونهفیننشل ټایمز: اشرف غني بې له کوم شکه د افغانستان راتلونکی ولسمشر دی
    فیننشل ټایمز: اشرف غني بې له کوم شکه د افغانستان راتلونکی ولسمشر دی
    Thursday, 10 April 2014 13:39 لیکنه: تاند 5 تبصرې
    Ashraf Ghani
    څانګې انتخابات, خبرونه
    اصلي لینک
    Tagged under:

    فیننشل ټایمز: اشرف غني بې له کوم شکه د افغانستان راتلونکی ولسمشر دی

    خپروونکی: تاند

    تاند- د بریتانیا فیننشل ټایمز معتبرې ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو د رای شمېرلو په بهیر کې ځیني ستونزې شته خو په دې کې هیڅ شک نشته چې اشرف غني احمدزی به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي.

    فیننشل ټایمز وايي، د رایو په اړه یو شمېر مسایل لا څرګند نه دي او دا هم معلومه نه ده چې په افغانستان کې به د لومړي ځل لپاره دیموکراتیک واک لېږد شفاف وي خو له دې سره سره اکثره خلک باور لري چې ښاغلی غنی غالباً د افغانستان نوی ولسمشر دی.

    ورځپاڼه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او ورپسې ستونزمن پړاو ته، چې په اثر به یې په افغانستان کې د لوېدیځوالو پوځي رول او مالي پانګونه کمه شي، د ښاغلي غني راتلونکو ستونزو ته اشاره کوي او وايي که نوموړي دغو ستونزو ته اوږه ورکړه نو دا به لوی تحول وي.

    د فیننشل ټایمزد راپور له مخې، د یوه بهرني هیواد یوه حکومتي چارواکي، چې ښاغلی غني له کلونو راهیسي پېژني، وویل:«ده هیڅوک نه دي وژلي، پیسې یې نه دي غلا کړي او ډېر ارژتمن شخصیت دی. زما په نظر اشرف غني هغه څوک دی چې دا هیواد(افغانستان) ورته اړتیا لري.»

    ښاغلی غني او د ټیم ملګري یې وايي چې د انتخاباتو له ابتدايي پایلو داسي ښکاري چې خلکو په تېره بیا په ښاري سیمو کې زیات ګډون کړی خو د رای ورکولو په یو شمېر مرکزونو کې رایپاڼې کمې شوي او په یو شمېر ولسوالیو کې، چې امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفانو سره نښته کړې، د رای ورکولو مرکزونه ژر بند کړای شوي دي.

    د فیننشل ټایمز په باور داسي ښکاري چې د اشرف غني احمدزي په بري کې نه یوازې تواضع او د وینا قوت مرسته کړې بلکې د ګڼ شمېر افغان رای ورکوونکو په منځ کې دې احساس هم ورسره کومک کړی چې د تاریخ په دې پړاو کې افغانستان یو ه غښتلي او کارزماتیک شخصیت ته اړتیا لري چې د تېرو کلونو شخړې او کړکېچونه شاته پرېږدي.

    فیننشل ټایمز لیکلي، سره له دې چې ځیني خلک وايي چې اشرف غني ژر عصبي کېږي خو ده ویلي په بریالیتوب به مغروره نه شي او دا حوصله لري چې په قومي او سیمه ییزو شخړو کې ښکېل افغانان سره یو لاس کړي.

    ده ویلي:«زه له ځوانانو یا ښځو یا د دې پېچلې ټولنې له هرې بلې پرګنې سره خبرې کولی شم ځکه چې ما خپله کورنۍ دنده بشپړه کړې ده.»

  • #2
    pa khola de shakara
    malaiko ameen pre uwayai
    der khwand ba uko che ghani ahmeddzai ulas mashar shi

    Comment

    Working...
    X