http://www.taand.comانتخابات خبرونهرویټرزک اشرف غني د ولسمشر حامد کرزي ځای نیوونکی دی
رویټرزک اشرف غني د ولسمشر حامد کرزي ځای نیوونکی دی
Wednesday, 9 April 2014 7:48 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
Afghan election workers writes numbers on ballot boxes at a counting centre in Kabul
څانګې انتخابات, خبرونه
اصلي لینک
خپروونکی: تاند
تاند- رویټرز خبري اژانس وايي، اشرف غني احمدزی، د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مخکښ کاندید دی چې د حامد کرزي ځای نیسي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اشرف غني احمدزی د ۲۰۰۹ میلادي کال په انتخاباتو کې له ماتې وروسته په هیواد کې پاتې شو او یو داسي مقام یې په لاس کې ونیوه چې له بهرنیو ځواکونو څخه یې افغان امنیتي ځواکونو ته د واک لېږد څارنه کوله.
ده په دې موده کې د افغانستان هر ولایت او هرې سیمې ته سفر وکړ. او په دې لړ کې یې د ملاتړو یوه لویه شبکه جوړه کړه.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د لومړي مرستیال په توګه د جنرال عبدالرشید دوستم ټاکنه د دې سبب شوه چې پر اشرف غني احمدزي ډېرې نیوکې وشي خو دې کار مرسته وکړه چې د ازبک افغانانو رایې خپلې کړي.
د راپور پر اساس اشرف غني په مناظرو کې له فساد سره پر مبارزې ځانګړی تاکید کاوه او توانېدلی چې د ځوانانو ملاتړ خپل کړي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر نیومن وايي چې اشرف غني احمدزی د ځوانانو د احساساتو په پارولو او خپلولو کې بریالی و او دی په حقیقت کې له نورو کاندیدانو سره متفاوت کاندید و.ยป
اشرف غني احمدزي په مناظرو کې ثابته کړه چې یوازینی کاندید دی چې تر ټولو لوړې زده کړې لري او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پروګرامونه لري.

Comment