Announcement

Collapse
No announcement yet.

اشرف غني احمدزی: د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ به د &

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • اشرف غني احمدزی: د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ به د &

    http://www.taand.comانتخابات خبرونهاشرف غني احمدزی: د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ به د اعلي قومندانۍ دفتر پرانیزم
    اشرف غني احمدزی: د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ به د اعلي قومندانۍ دفتر پرانیزم
    Wednesday, 9 April 2014 6:02 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
    Ghani Asharaf
    څانګې انتخابات, خبرونه
    اصلي لینک
    Tagged under:

    اشرف غني احمدزی

    خپروونکی: تاند

    تاند- د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزی، چې ویل کېږي تر پنځوس فیصده زیاتې رایې یې ګټلي دي، په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د چوکۍ له ترلاسه کولو وروسته به تر هر څه مخکې د اعلی قومندانۍ دفتر پرانیزي چې په هرو ۸ ورځو کې د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

    ده وویل چې دا ورته خورا مهمه ده چې افغان امنیتي ځواکونه په کامل ډول مسلکي شي.

    ډاکتر احمدزي، چې د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې له خبریال سره خبرې کولې، وویل:«په عین ورځ به د ملي اقتصاد شورا جوړه کړم چې هره اوونۍ به غونډه کوي. زه به د لومړیو ۱۰۰ ورځو کاري پلان چمتو کړم چې د اصلاحاتو لومړنۍ بسته به وي.»

    ډاکتر اشرف غني احمدزي د فساد په اړه وویل چې ډېر ژر به له دې پدیدې سره مبارزه پیل کړي ځکه چې دا به یې د حکومتوالۍ په اجنډا کې شامله وي.

    ده وویل:«زموږ هدف دا دی چې په ۳ کلونو کې د نړیوال شفافیت په فهرست کې ۱۰۰ نومرې وګټو.»

    ډاکتر احمدزی ډاډه دی چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ انتخابات یې ګټلي دي او د دوهم پړاو انتخاباتو اړتیا نه پیدا کېږي.

    بېلابېلې سرچینې وايي چې اشرف غني احمدزي تر پنځوس فیصده زیاتې رایې ګټلي دي. د اشرف غني ټیم هیله لري چې د انتخابالتي شکایتونو د کمیسیون د څېړنو په نتیجه کې به د ده د سیالانو رایې نورې هم لږې شي ځکه چې د دوی په باور ډېره درغلي نورو ټیمونو کړې ده.
Working...
X