Announcement

Collapse
No announcement yet.

اشرف غني: دویم پړاو ته ځو خو جوړجاړی نه کوو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • اشرف غني: دویم پړاو ته ځو خو جوړجاړی نه کوو

    اشرف غني: دویم پړاو ته ځو خو جوړجاړی نه کوو
    د خپريدو وخت: 02:37 گرینویچ - دوشنبه 07 اپریل 2014 - 18 وری 1393
    فيسبوک
    ټوېټر
    گوگل پلس
    ملګري ته يې واستوﺉ
    چاپ يې کړﺉ

    د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي که ټاکنې دویم پړاو ته ځي لاړې دې شي خو هېڅ ډول جوړجاړی به ونه کړي.
    په داسې حال کې چې د افغان ټاکنو رايې لا شمېرل کېږي، د سر سر له دوو کانديدانو څخه يوه يې- اشرف غني احمد زي بي بي سي ته ويلي چې له هېڅ بل کانديد سره به هم جوړ جاړي ته غاړه کېنږدي او که دويم پړاو ته اړتيا وه، غواړي يې.
    که چېرې يو نوماند هم پنځوس سلنه جمع يوه رايه ونه گټي، نو بايد د سر سر دوه کانديدان په دويم پړاو کې يو له بل سره سيالي وکړي، مگر دا چې يو پر شا شي.
    ورته مطالب
    شکایتونو کمېسیون سره ۱۶۲ شکایتونه ثبت شوي
    د افغان ټاکنو په اړه نړیوال غبرګونونه
    کندوز: د رايو پر لېږدونکي موټر چاودنه شوې
    تړلي موضوعات
    د افغانستان سياست، د افغانستان ټولنه
    په کابل کې د بي بي سي خبريال ډېوېډ لاين په دې اړه خپل رپوټ کې وايي:
    د افغان ټاکنو رسمي پايلې ښايي تر څو اوونيو روښانه نه شي، او دا چې ټولو کانديدانو د درغليو په اړه شکايتونه کړي، نو ښايي تر هغو چې دا سپېنېږي، نور هم وخت ونيسي، په تېره بيا چې دومره ډېرو کسانو يعنې د تېر ځل تر ټاکنو درې ميليونه ډېرو راى ورکوونکو په کې گډون کړى و.
    د گډون کوونکو درېيمه برخه ښځې وې.
    د آزادو او عادلانه ټاکنو ټولنې- فيفا يوې استازې مرضيې فراز وويل چې لومړنۍ شمېرې ښيي چې د ماليې پخوانى وزير ډاکټر اشرف غني احمدزى او د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډاکټر عبدالله عبدالله تر نورو ډېر دمخه دي.
    ډاکټر عبدالله داسې څرگنده کړې چې دويم پړاو ته له تلو څخه ورته د يوه جوړ جاړي کول ښه ايسي.
    خو ډاکټر احمدزي چې خپل نظر يې په لومړي ځل څرگنداوه، وويل چې په دې اړه هېڅ ډول معامله نه غواړي.
    اشرف غني احمد زى وايي: "انځور ډېر ښه برېښي، موږ دمخه يو، په ځينو ځايونو کې په خورا ډېر توپير او روښانه ده چې يا به يې په لومړي پړاو کې گټو او که دويم پړاو ته ووتو، نود ولسمشرۍ د گټلو خورا ښه چانس لرو. د شمېرو له مخې د مخکښو کانديدانو او نورو ترمنځ واټن خورا ستر دى."
    ډاکټر احمدزي وويل چې په ده پسې ډاکټر عبدالله دويم مخکښ کانديد دى. کله چې ترې وپوښتل شول آيا غواړي له دويم پړاو نه د ډډې کولو له پاره له هغه سره جوړ جاړى وکړي، ډاکټر غني وويل "نه، زه غواړم چې دويم پړاو ته ولاړ شو، ځکه چې ولسي باور ته اړتيا ده او اساسي قانون هم دقيق همدا وايي چې بايد يو واضح گټونکى راووځي. د دروازو تر شا جوړ جاړي به ولس له خپلې رايې څخه بې برخې کړي."
    زرگونه رايصندوقونه په کابل کې د ټاکنو خپلواک کميسون ته پر لاره دي. طالبانو چې د ټاکنو ورځ يې گډه وډه نشواى کړى، پرون په کندز کې د ټاکنو يو کارکوونکى يو پوليس او د هغوى موټر چلوونکى چې د رايو صندقونه يې لېږدول د سړکغاړي بم په چولو سره ووژل.
    په بريد کې رايپاڼې له منځه تللې دي.
Working...
X