Announcement

Collapse
No announcement yet.

که اوږد عمر غواړئ، زیاته میوه او سابه وخور

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • که اوږد عمر غواړئ، زیاته میوه او سابه وخور

    که اوږد عمر غواړئ، زیاته میوه او سابه وخورئ!
    د خپريدو وخت: 11:36 گرینویچ - سه شنبه 01 اپریل 2014 - 12 وری 1393
    فيسبوک
    ټوېټر
    گوگل پلس
    ملګري ته يې واستوﺉ
    چاپ يې کړﺉ

    ډاکټران وایي د زیاتو سبو او میوو خوړل د انسان عمر زیاتوي
    په ورځ کې د اوو یا زیاتو خوراکونو د میوو او سبو خوړول ژوند اوږدوي.
    ساینس پوهان وایي چې د میوو د خوړلو اوسنۍ کچه باید لوړه شي.
    ورته مطالب
    ستاسې نظر: د روغتیا لپاره سابه ګټور دي که غوښه؟
    څېړنه: عمر خوړلو کسانو ته هره ورځ یوه مڼه کافي ده
    د سهارخواړه له "روغ زړه" سره تړلي
    تړلي موضوعات
    روغتیا
    پلټنو موندلې چې د زیاتو سبو او میوو خوړل د انسانانو ژوند اوږدوي.
    دا د هغو موندنو پایلې دي چې پر څه د پاسه ۶۵ زرو نارینه وو او ښځینه وو تر سره شوې دي.
    پایلو موندلې چې هغه کسان چې د نورو په پرتله زیاته میوه او سابه خوري، د مرګ کچه یې ټېټه ده.
    که چېرې په ورځ کې اووه ځلې میوه او سابه وخورئ نو د سرطان او زړه ناروغیو خطر مو را کمېږي.
    خو د برتانیې حکومت ټینګار کوي چې هغه کچه سمه ده چې دوی ټاکلې او هغه په ورځ کې پنځه ځلې ده.
    د حکومت په وینا ډېرو خلکو ته دا هم نه رسېږي.
    کار پوهان وایي چې د سګرټ څکلو او زیاتو شراب څښلو په څېر نور شیان هم د مرګ سبب ګرځي خو دا هم نه ردوي چې سابه او میوه د مرګ له لرې ساتلو سره مرسته کوي.
    د لندن کالج پوهنتون (University College London) څېړونکو د روغتیا ملي سروې کارولې چې هر کال له انګلنده خلک پوښتي.
    د دوی روغتیا پالې د خلکو کورنو ته ورځي او له ناروغانو د دوی د ژوند د څرنګوالي په اړه معلومات را ټولوي.
    د دې پوهنتون کار کوونکو په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸م کال کې معلومات شنلي او د خلکو پرېز او د ژوند ډول ته یې کتلي دي.
    دوی هغه خلک هم ارزولي چې له سرطان ، مغزي سکتې او زړه ناروغیو مړه شوي دي.
    دوی موندلې چې په هغه کچه چې د سبو او میوو خوراک زیات شوی په همغه کچه دغه ناروغۍ کمې شوې دي.
    دې څېړنې موندلې چې د مرګ کچه په لاندینیو حالاتو کې په دې ډول لوېدلې ده:
    ۱۴٪ که په ورځ کې درې ځلې سابه یا میوه خوړلي وو
    ۲۹٪ که له درې تر پنځو ځلو یې خوړلي وو
    ۳۶٪ که له پنځو نه تر اوو ځلو یې خوړلي وو
    ۴۲٪ که اووه ځله یا تر هغه لوړ
    تازه سابه تر ټولو زیات اغېزمن دي او وروسته پسې سلاته او میوه راځي.
    د میوو شربت ګټه نه لري خو کانسرو شوې میوه د مرګ خطر زیاتوي، د څېړونکو په ګومان، ښایي دلیل یې دا وي چې هغه د شکرې په شربت کې زېرمه شوي وي.
    د دغې څېړنې مشر ډاکتر اوینلولا وایي: روښان پيغام دا دی چې هر څومره چې تاسو زیات سابه او میوه خورئ په
    همغه اندازه مو په هر عمر کې د مرګ د شونتیا کچه ټیټه ده.
Working...
X