http://www.taand.comانتخابات خبرونهنظرپوښتنهډېر خلک عبدالله عبدالله غواړي
نظرپوښتنه: له اشرف غني احمدزي وروسته ډېر خلک عبدالله عبدالله غواړي
Sunday, 30 March 2014 0:07 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
Poll
څانګې انتخابات, خبرونه
اصلي لینک
خپروونکی: تاند
تاند- په افغانستان کې له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم ډاکتر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ د کاندیدانو په منځ کې تر ټولو مخکې دی.
د دې نظرپوښتنې پر اساس، چې (ART Consulting) کړې ده، اشرف غني احمدزی د ټولو پوښتل شویو کسانو له منځه ۲۷ اعشاریه ۱ د ولسمشرۍ لپاره غوره بللی دی.
له اشرف غني احمدزي وروسته عبد الله عبدالله زیاتو پوښتل شویو د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره غوره کاندید ګڼلی دی. په سلو کې ۲۴ اعشاریه ۶ پوښتل شویو ویلي چې عبدالله عبدالله ته به رایې ورکړي.
د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، زلمی رسول، چې ادعا کېږي د ولسمشر حامد کرزي د خوښې وړ کاندید دی، په سلو کې یوازې ۸ د ولسمشرۍ جوګه بللی دی.
په دې نظرپوښتنه کې عبدالرب رسول سیاف د لومړیو درو کاندیدانو په پرتله په زیات تفاوت څلورم، ګل اغا شېرزی پنځم او قطب الدین هلال شپږم ځای لري.
عبدالرب رسول سیاف ته ۲ اعشاریه ۷ ، ګل اغا شېرزي ته ۲ اعشاریه ۳، قطب الدین هلال ته صفر اعشاریه ۳، داوود سلطانزوی ته صفر اعشاریه ۲، محمد نادر نعیم ته ، چې له کاندیداتوري تېر شوی، صفر اعشاریه ۱ او هدایت امین ارسلا ته صفر اعشاریه ۱ فیصدو رایې ورکړي دي.
تر دې پخوا په لومړۍ نظرپوښتنه کې، چې طلوع تلویزیون پکې رول درلود، عبدالله عبدالله تر ټولو مخکښ کاندید پېژندل شوی و خو وروسته په یوې بلې نظرپوښتنې کې ډاکتر اشرف غني احمدزی تر عبدالله عبدالله وړاندې شو.
د اې ټي آر په نظرپوښتنه کې د ښځو، نارینه وو، کلیوالو او ښاریانو د ملاتړ اندازه هم په ګوته شوې ده.
له دې نظر پوښتنې سره سم د ټولو پوښتل شویو نارینه وو په سلو کې ۲۷ اعشاریه ۳ اشرف غني، په سلو کې ۲۳ اعشاریه ۵ عبدالله، د ټولو پوښتل شویو ښځو په سلو کې ۲۶ اعشاریه ۹ اشرف غني او په سلو کې ۲۴ اعشاریه ۷ ډاکتر عبدالله غوره کاندید بللی دی.
1اې ټي ار وايي چې دا نظرپوښتنې یې له ۳۲۲۲ تنو څخه د پوښتنو پراساس کړې ده. په دې نظرپوښتنه کې ۲۲۵۹ نارینه او ۹۵۳ ښځې پوښتل شوي دي. د دغو کسانو په منځ کې ۱۹۳۴ ښاریان او ۱۲۸۸ کلیوال ښودل شوي دي.
اې ټي ار نظرپوښتونکې اداره وايي چې لا هم ۲۸ اعشاره ۸ فیصدو پرېکړه نه ده کړې چې چا ته رایه ورکړي او ۶ اعشاریه ۷ نورو ویلي چې هیڅ کاندید یې خوښ نه دی او هیچا ته رایه نه ورکوي.