http://www.taand.comی
عطاءالله خان عیسی خېل هم پښتني کلتور ځپلی
Thursday, 27 March 2014 7:35 لیکنه: تاند 2 تبصرې
Isa Khelwi
څانګې کلتور
اصلي لینک
خپروونکی: تاند
زه پښتون یم او د پښتني دودونو له مخې مې تراوسه د کورنۍ د مشرانو په مخکې سندرې نه دي ویلي
لوی افغانستان اونيزه: عطاءالله خان عیسی خېل هغه سندرغاړی دی چې نړیوال شهرت لري موريې نیازۍ او پلار یې عیسی خېل دی د مور او دپلار لخوانه پښتون دی خو سندرې په پنجابي اردو ژبه کې وايي خان هغه سندر غاړی دی چې د نړۍ د ډېرو انسانانو په زړونو باندې واکمني کوي.
ښاغلی عطاءالله خان عیسی خېل وايي چې مور او پلار مې پښتانه دي او د پښتني دودونو له مخې مې تراوسه د خپلې کورنۍ د یوه مشر په مخکې هم سندره نه ده ویلې ځکه چې پښتانه د خپلو مشرانو عزت او درناوی کوي.
ښاغلی عطاءالله خان عیسی خېل وايي مینه یوه سپېڅلې جذبه ده او دغه سپېڅلي جذبات زما په ټولو سندرو غزلونو کې څرګند دی نوموړی وايي زه په مينه پایم پرته له مینې رانه ژوند نه کیږي او زما غزلې او سندرو باندې هغه څوک ښه پوهیږي چې مینه یې کړي وي هغه څوک چې په مینه نه پوهیږي هغه زما په سندرو هم نه شي پوهیدی زه به هیڅکله داسې څه ونه وایم چې هرڅوک په کې خپل ځان او خپل د ژوند کیسه په کې ونه ګوري لکه څرګه چې د نړۍ د هرماشوم د ژړا او دخندا انداز یو دی همداسې د مینو د زړونو دردونه، جذبات او رامانونه هم سره یو دي زما مینوال هم هغه خلک دي چې په مینه پايي نومړی وايي کم خواړه کم خوب انسان ځوان ساتي.