د خپريدو وخت: 12:36 گرینویچ - پنجشنبه 27 مارچ 2014 - 07 وری 1393
فيسبوک
ټوېټر
گوگل پلس
ملګري ته يې واستوﺉ
چاپ يې کړﺉ
اشرف غني احمدزی
احمدزي د تراتزیتي مرکز په توګه د ننګرهار د چمتو کولو او زلمي رسول په لوی تزانزیتي مرکز د بلخ د بدلولو ژمنې وکړې.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د هلو ځلو په ترڅ کې پنجشنبه (وری ۷) اشرف غني احمدزی ختیځ ولایت ننګرهار کې او زلمي رسول په شمالي ولایت بلخ کې خپلو مینه والو ته ویناوې وکړې.
د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته یوازې اته ورځې پاتې دي، د هرې ورځې په تېرېدو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ سیالي هم تودېږي.
ورته مطالب
ټاکنې: نادر نعيم د زلمي رسول په ګټه تېر شو
فيفا: ۹۲ سلنه افغانان د ټاکنو ملاتړ کوي
عبدالرحیم وردګ له نوماندۍ لاس پر سر شو
تړلي موضوعات
د افغانستان سياست
کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی پخپل راپور کې وايي، د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند اشرف غني احمدزي په یوه لویه غونډه کې خپلو ګڼ شمېر مینه والو ته وینا وکړه.
له هغه سره په دې سفر کې د هغه دویم مرستیال سرور دانش هم ملګری وو.
ښاغلي احمدزي له رایه ورکوونکو سره ژمنه وکړه چې ننګرهار به د ترانزیت لوی مرکز وګرځوي، د ننګرهار ولایت پوهنتون به په معیارونو برابر او جلال اباد ښار به تور خم او بیا به یې له کابل سره د اورګاډي پټلۍ له لارې ونښلوي.
ښاغلي احمد زي ژمنه وکړه چې سوله او امنیت به دده لومړیتوب وي:
''دا وطن د نرخ وطن دی، و دا وطن د دستور وطن دی، د اوطن د جرګو وطن دی، په جرګو به سوله راولو، په جرګو به مشارکت راولو او له ټول ولس نه به غوښتنه کوو چې په یوه غږ ووايي، وژل بس دي، نور وژل نه منو''.
دغه راز د افغانستان په شمال بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند زلمي رسول هم د خپلو دوه مرستیالانو په ملتیا په یوه لویه غونډه کې خپلو ګڼ شمیر مینه والو ته وینا وکړه.
هغه ژمنه وکړه چې بلخ به د ترانزیت مرکز کړي، لوی صنعتي پارک به جوړ کړي او د بلخ پوهنتون به د نړۍ له پوهنتونونو سره وصل وکړي.
زلمي رسول وویل په بلخ کې اداري فساد او د ځمکو تر ټولو لویه ستونزه ده چې دی به یې له منځه یوسي.
زلمی رسول
ښاغلي رسول خلک په ټاکنو کې برخې اخیستو ته وروبلل.
ښاغلي رسول خلک په ټاکنو کې برخې اخیستو ته وروبلل:
''زما په باور، ټاکنې هغه یوازېنۍ لار ده، چې په مټ یې خلک خپلو لوړو هیلو، سولې، امنیت، ټولنیزې سوکالۍ ، پرمختګ او اقتصادي پراختیا ته ځانونه ورسوي. ټاکنې زموږ ټولو لپاره مهمې دي؛ له دې کبله باید ټاکنو کې ګډون وکړئ او د خپل هېواد په برخلیک ټاکلو کې برخه واخلئ''.
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته اته کسان سیالۍ کوي.
دوه نوماندان قیوم کرزي او کلېکاږل محمد نادر نعیم د زلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شوي او بل نوماند کلېکاږل عبد الرحیم وردګ پرته له دې چې د کوم بل نوماند ملاتړ وکړي له خپلې نوماندۍ لاس په سر شوی.