Announcement

Collapse
No announcement yet.

حشمت کرزی وايي، زلمی رسول په خیر نه دی ځکه د &

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • حشمت کرزی وايي، زلمی رسول په خیر نه دی ځکه د &

    http://www.taand.comخبرونهحشمت کرزی وايي، زلمی رسول په خیر نه دی ځکه د اشرف غني ملاتړ کوي
    Thursday, 27 March 2014 19:11 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
    1
    څانګې خبرونه
    اصلي لینک

    خپروونکی: تاند

    تاند- د ولسمشر کرزي د تره زوی حشمت کرزی غواړي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ننګه وکړي ځکه چې د ده په باور زلمی رسول د افغانستان په خیر نه دی.

    د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې حشمت کرزي، چې په لوېدیځ کې یې لوړې زده کړې کړي دي، خبرداری ورکړ چې که زلمی رسول ولسمشر غوره شو په داسي حال کې چې بهرني پوځیان له افغانستانه وځي ډېر خلک به له طالبانو سره ملګري شي او افراطیت به غښتلی شي.

    د رویټرز خبري اژانس د راپور پراساس، حشمت کرزي وویل چې د درو جنوبي ولایتونو قومي مشران او سپین ږیري راټولوي څو د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي.

    د نوموړي په باور اشرف غني احمدزی د ځوانانو او ښځو په منځ کې زیات ملاتړ کوونکي لري.

    حشمت کرزي رویټرز خبري اژانس ته وویل:«کله چې قومونو یا قومي مشرانو د اشرف غني احمدزي د ملاتړ پرېکړه وکړه، پر انتخاباتو به لوی اغېز وشیندي.»

    ده د هیواد اوسني چارواکي د بې عدالتۍ او په فساد کې د ککړوالي له کبله وغندل، ویې ویل چې دا مسلې عام خلک د طالبانو غېږ ته اچوي.

    رویټرز خبري اژانس وايي چې ځیني افغانان بېره لري چې که ولسمشر کرزي ته نژدې کاندید زلمي رسول وبایلله نو د کندهار پښتانه به یې ونه مني او هغوی به د کابل د نوي حکومت حاکمیت ته غاړه کښېنږدي. خو ځیني نور بیا د دې برعکس نظر لري.

    دې اژانس په عین حال کې ویلي چې دا اندېښنه هم شته چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په شان به بیا درغلۍ وشي چې په نتیجه کې یې د کندهار ۴۰ فیصده رایې باطلې اعلان شوې.

    په کندهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس عبدالهادي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، څه چې تېر ځل په کندهار کې پېښ شوي و، بیا هم په هماغه اهدازه پېښېدای شي.
Working...
X