Announcement

Collapse
No announcement yet.

ولې يوازې اشرف غني د ټولو د حملو هدف دی؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ولې يوازې اشرف غني د ټولو د حملو هدف دی؟

    http://www.taand.comانتخابات مقالېولې يوازې اشرف غني د ټولو د حملو هدف دی؟ اجمل کندوزی
    ولې يوازې اشرف غني د ټولو د حملو هدف دی؟ اجمل کندوزی
    Wednesday, 26 March 2014 19:09 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
    SWITZERLAND UN HUMANITARIAN AFGHAN

    څانګې انتخابات, مقالې
    اصلي لینک

    خپروونکی: تاند

    شورای نظار پلان طرح کړی، چې عبدالله عبدالله بريالی کړي. دوی د تل په څېر ځان تقسيم کړی، چې: ۱) په مختلفو ټيمونو کې د خپلو افرادو د تنظيمولو له لارې د بريا په صورت کې له ټيم نه بهر افراد راننباسي، ۲)* له نورو ټيمونو سره د واحدې تبليغاتي ستراتژۍ له لارې اصلي رقيب ووهي او د شورای نظار د اصل ټيم بريا ممکنه کړي.

    دا خو جوته ده، چې د شورای نظار اصل کانديد عبدالله عبدالله دی. له زلمي رسول سره د ضيا مسعود درول او يا هم له استاذ سياف سره د اسماعيل خان درول د عبدالله د بريالي کولو د ستراتيژۍ برخه ده. خو د زلمي رسول په ټيم کې شورای نظار يوه بل قوي ټکی لري او هغه د زلمي رسول شورای نظار پلوه مطبوعاتي ټيم دی. وحيد عمر هېڅکله هم پر ډاکټر عبدالله نيوکه نه ده کړې. يوه پلا يې په فېسبوک کې د عبدالله خلاف يو څه لیکلي ول او بيا يې ژر ړنګ کړل او ويې ويل چې “فېسبوک اکاونټ ته يې بل څوک ورننوتلی او د ډاکټر عبدالله خلاف خبرې ليکلې وې.” وحيد عمر ځکه پر شورای نظار غرض نه لري ځکه دی غواړي عبدالله بريالی شي. له ضيا مسعود سره دده خپلوي، کورني اړيکې او د شورای نظار له نورو غړو سره دده مستحکم شخصي روابط دا په ډاګه کوي، چې وحيد عمر د شورای نظار پلانونه تطبيقول غواړي.

    ولې اشرف غني د وحيد عمر د حملو اصلي هدف تشکيلوي؟

    شورای نظار پوهېږي، چې اشرف غني له پراخ ولسي او سياسي ملاتړه برخمن دی.* د اشرف غني ماتول اسانه کار نه دی. د ازبکانو او پښتنو اکثره رايې يې راخپلې کړي.* له بلې خوا تاجکان فکر کوي شورای نظار ددوی نماينده ګي نه شي کولی، نو د وطندوسته، روڼ اندي او تعليم يافته وګړي يې اشرف غني ور خپل کړي.* د شورای نظار ډله په دې نتيجه رسېدلې، چې د اشرف غني ماتول يواځې د منفي تبليغاتو له لارې ممکنېدای شي، نو ځکه يې د رسول په ډله کې عمر او د سياف په ډله کې کوهدامني هڅلوي، چې پروپاګند ته شدت ورکړي. په دې وروستيو کې د حسيب همايون په نامه شخص چې د وحيد عمر وراره او د ضيا مسعود زوم دی د اشرف غني او کورنۍ خلاف جعلي مرکې خپرې کړې، چې افغانان پرې غلط کړي. د الکشن ۲۰۱۴ په نامه فیسبوکي پاڼې چلوونکی دی او د رولا غني د جعلي مرکې په اړه يې د فارين پاليسي به نامه وېبسايټ رېفرنس يې ورکړی، چې هلته ورشې، د رولا غني هېڅ مرکه په کې نشته. له بلې خوا وحيد عمر په تلويزيون کې د پښتنو قبايلو تر منځ د اختلافاتو خبره ياده کړه. دا هغه خبره وه چې ضيا مسعود د کندهار په سفر کې خلکو ته کوله، چې “ولسمشر همېشه کندهاری او درانی وي”. د شورای نظار دغه خطرناکه لوبه چې وحيد عمر يې ډنډوره کوي افغانستان په ځانګړي ډول پښتنو ته ډېرې بدمرغۍ راوستی شي.* که عاجل غم يې ونه خوړل شي، نو ښايي بيا به ناوخته وي.

    ————————————-

    د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.
Working...
X