Announcement

Collapse
No announcement yet.

يو سودايي پاچا او د هغه لېوني وروڼه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • يو سودايي پاچا او د هغه لېوني وروڼه


    وږده لستوڼي، رڼه ککرۍ، په لوړ غږ خبرې او کله کله پر مخ راماتې اوښکې د يوه عجيب او غريب ولسمشر ځانګړنې دي.
    عجيب وطن دی، عجيب يې پاچا دی، عجيبه پرېکړې کوي.
    بهرنيانو ته زمری دی، افغانانو ته پسه دی، خونړي طالبان يې وروڼه دي. روس ته يې په جګړه کې ماتې ورکړې، روس يې ټينګ ملګری دی. امريکا يې د دښمنانو په سر کې راځي، له امريکا څخه مرسته غواړي. له ايرانه ورته په کڅوړو کې تومان را روان وي، ايران يې ځوانان په دار ځړوي. د پاکستان له ظلمه ژاړي، بېرته پر پاکستان ژاړي. له سعودي خير غواړي، د چين ملګرتوب ته خامه پلمه لټوي. ولس يې په مخه کړی او د ستنې تر سپم يې باسي.
    نه نړۍ پوهېږي چې دی څه غواړي، نه دی پوهېږي چې له نړۍ څه وغواړي.
    باګرام د طالب جوړوونې فابريکه بولي، بېرته له همدې فابريکې خونړي طالبان خوشې کوي. امريکا ته وايي، په دې شرط اډې درکوم چې زموږ ګاونډيانو ته به تر ګل ترخه نه کوې، بېرته يې بيا په دې ورسره اخيستې وي چې امريکا ولې په پاکستان کې خپلو بريدونو ته زور نه ورکوي او نورو سيمو ته يې نه پسې پراخوي. امريکا ته وايي، په پاکستان کې د طالبانو پر ځالو بمبار وکړ، بېرته وايي، که امريکا پر پاکستان سترګې وربرګې کړي، دی به د پاکستان تر څنګ ولاړ وي. يوه نه بله ورځ وايي، پاکستان په وسلو بار طالبان افغانستان ته رالېږي، يوه نه بله ورځ له پاکستان سره د يارانې نوی تار غځوي. له پاکستانه د وسله والو راتګ نه شي زغملای، خو که له هغې خوا توغندي رااوري، په کيسه کې يې نه دی. امريکا يې په دې تر ستوني نيولې چې ولې د افغانانو په کورنو کې تلاشي کوي.
    طالبان مرغۍ دي چې له پاکستانه راشي او دلته په ونو کې شپې تېرې کړې؟
    خو په همدې کورونو کې اوسي، په همدې ولس پسې يې ډوډۍ زهر کړې ده، د همدې ولس په کورونو کې د پاکستاني غوړيو په ژېړو بوشکو کې ماينونه جوړوي او بيا پرې ما او تا الوځوي. که په سيمه کې هوايي ډز هم وشي، طالب د ولس پر کور ننوځي او له هماغه ځايه بيا ناتار ډزې پيل کړي، سړيه ته ابوسفيان يې چې کور ته دې وسله وال درشي، سر او مال يې په امن دی؟
    د ملي اردو هغه سرتېري ته چې د طالبانو پر ضد يې کلکه جګړه کړې، د مېړانې مډال ورکوي او د ملي اردو دښمن طالب چې ووژل شي، د سولې شهيد يې بولي، وير کوي، ژاړي او پر وژونکيو يې لعنت وايي.
    قاتل يې ملګری دی، د مقتول سر ته هم اوښکې تويوي.
    د وطن سرتېری چې په نيمروز کې شهيد شي، رېنجر نه ورکوي چې جسد يې کور ته پکې يوړل شي، پلار يې د ځوانيمرګ زوی اندامونه راټولوي، د درې سوه درې موټر په ټول بکس کې يې کور ته وړي، خو د طالبانو د مشر جسد بيا د ملي اردو په الوتکه کې تر لحده رسول کېږي.
    ولس ته ژاړي چې د طالبانو او پاکستان له زوره نه دی، خو ولس چې په خپله په طالب او پاکستاني پسې وسله راواخلي، بېرته يې دی پښې وهي.
    د سولې چيغې وهي، خو د سولې دفتر چې جوړ شي، دی يې د بندلو غوښتنه کوي.
    که له دې ځايه کوم طالب قومندان د روزنې يا وسلو راوړلو لپاره پاکستان ته ولاړ شي او هلته ووژل شي، دی يې سمدستي سولې ته مايل طالب وبولي او په دې توګه ټولو وسله والو ته خبرداری ورکړي چې که يې سوله کوله، نو برخليک به يې همداسې وي، خو په بهرنيو رسنيو بيا تورونه لګوي چې تبليغات کوي او له سولې څخه د طالبانو زړونه توروي.
    ملي سرتېري د سر په بيه عمليات وکړي، شهيدان شي، وينې يې وبهېږي، دښمن ونيسي، زندان ته يې راولي، خو ډز شي د ولسمشر په فرمان بېرته خوشې شي.
    د جنګي طالبانو د خوشې کولو شورا يې جوړه کړه، نوم يې ورباندې د سولې شورا کېښود او دنده يې ورته وسپارله چې د افغانستان په زندانانو کې شته جنګړه*ماران يو يو خوشې کړي.
    دغې شورا د هېواد په ځينو سيمو کې څو مخپټي کسان له زړو وسلو سره خلکو ته وښودل چې ګواکې طالبان دي او سوله يې وکړه، خو په بدل کې يې يوازې په دې ورستي ځل، څه موده وړاندې د هېواد له زندانونو تر شپږ سوه زيات جنګيالي خوشې کړل.
    لويه برخه يې پاکستانيان او ځانمرګي وو چې د هر يوه له نامه سره ليکل شوي، “په خوندي توګه تر تورخم واوښت.”
    په پاکستان کې کم افغانان بنديان دي؟ چې خامخا دې دغه بنديان خوشې کول، نو لږ تر لږه په بدل کې خو به دې يې د پاکستان له زندانونو بندي افغانان راخوشې کړي وای.
    هره ورځ له باګرام څخه جوپه جوپه خونړي طالبان خوشې کېږي، خو د يوه په اړه هم دا ضمانت نه ورکوي چې جګړې ته به نه ځي.
    د هرې جوپې له خوشې کېدو سره، ناامنۍ زور پسې اخلي، د ځانمرګيو باران دی، په ښارونو کې څوک له وېرې سر نه شي پورته کولای، ماشومان، مېرمنې، ځوانان، سپين ږيري، سرتېري او محصلين شهيدانېږي، وطن ټوکر ټوکر شو او له ارګ څخه هره ورځ د ناامنيو د غندنې يوه خبرپاڼه خپرېږي.
    پاچا په دې توګه امريکا ته زور پېمانه کوي، امريکا ته ځان غيرتي ښکاره کوي او نړۍ ته ښيي چې دې غيرتي پاچا د نړۍ زبرځواک ته نېغه غاړه نيولې.
    دا څنګه غيرت دی، دا کومه مېړانه ده، دا څه ډول پاليسي ده چې دوست ته دښمن ته ووايه، دښمن ته ورور ووايه، بيا دښمن ته د زور پيمانه کولو په موخه دښمن خوشې کړه، ستا خوشې شوی ورور چې خلک ووژني مسووليت يې بېرته پر يو بل چا ورواچاوه، په دښمنۍ کې ځان ووژنه او پر ځان د غيرتي نوم کېږده.
    دا ځانوژنه ده، دا لېونتوب دی، دا خپلو موخو ته د ولس پر ککريو ختل دي، دا له ولس سره ناځواني ده.
    سرتېری په ساړه ژمي د وطن مينې د غره تر ټولو لوړې څوکې ته خېږولی دی، سرتېري سر په ورغوي کې نيولی، د دښمن ډزو ته يې بې زغرې سينه نيولې چې د دې وطن بچی په ارامه ښوونځي ته ولاړ شي، چې د دې وطن مور په ارامه خپل ماشوم په غېږ کې ونيسي، چې ته يوه شپه ارام خوب وکړې، خو ته يې د سر دښمن ته ورور وايې، ته يې دښمن خوشې کوې چې دی ووژني.
    دښمن په غدر او فرېب د وطن ساتونکي شهيدان کړي، ستا د کور تر څنګ يې له ايښو جسدونو وينې څاڅي، خو ته يې په جنازه کې هم برخه وا نه خلې.
    پاچا! لېرې نه ده چې د ولس له اوښکو سره د ولس له سترګو ولوېږې، بيا به دې خلک ناځوانه پاچا بولي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

  • #2
    [MENTION=3592]Afgun[/MENTION]
    malgarya da rata uwaya che leekwal sok dey aw da kuma zaye de da likal rawari di , zaka che der pa zrha poorey di , pa imaan der khwand kawi che lwalam ye

    zra me ghwari che oss larh sham aw da arg pa star war da likal zwarand kam

    Comment


    • #3
      سيدشاه سقيم is the writer
      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

      Comment

      Working...
      X