Announcement

Collapse
No announcement yet.

ورکه شوې الوتکه سمندر کې لوېدلې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ورکه شوې الوتکه سمندر کې لوېدلې

    ورکه شوې الوتکه سمندر کې لوېدلې
    د خپريدو وخت: 14:19 گرینویچ - دوشنبه 24 مارچ 2014 - 04 وری 1393
    فيسبوک
    ټوېټر
    گوگل پلس
    ملګري ته يې واستوﺉ
    چاپ يې کړﺉ

    د مالیزیا لومړی وزیر وایي اوس دې پایلې ته رسېدلی چې الوتکه سمندر کې لوېدلې ده.
    د مالیزیا لومړی وزیر وایي ورکه شوه الوتکه د هند سمندر کې غورځېدلې ده.
    نوموړي وویل دا معلومات د برتانیې د سټلایټ له خوا ورکړل شوي دي.
    ورته مطالب
    د ورکې شوې الوتکې نوي 'احتمالي' انځورونه
    د مالیزیا د ورکې شوې الوتکې په اړه د استرالیا هڅې
    د هند سمندر کې د ورکې الوتکې لټون روان دی
    تړلي موضوعات
    اسیا
    په عین مهال کې د مالیزیا هوایي کرښې ویلي اوس په دې کې شک نه شته چې ام اچ ۳۷۰ الوتکه نور نه موندل کېږي او څوک ژوندي نه دي پاتې.
    دا پیغام چې د الوتکې د سپرلیو کورنیو ته لېږل شوی، بي بي سي لیدلی دی.
    د مالیزیا لومړي وزیر ویلي د سټلایټ انځورونه ښيي چې الوتکه د هند په سمندر کې غورځېدلې او شونې ده چې ټولې سپرلۍ یې مړې وي.
    نجیب رزاق وویل، د برتانوي سپوږمکیو د معلوماتو له مخې الوتکه د پېرت شمال ته په لرې پراته سمندر کې لوېدلې چې له وچې لرې ده.
    څو الوتکې او بېړۍ په دې لټه کې دي چې د ورکې شوې الوتکې پاتې شوني ومومي.
    مالیزیایي لومړي وزیر له رسنیو وغوښتل چې د الوتکې د ۲۳۹ سپرلیو او عملې محرمیت وساتي.
    نوموړي زیاته کړه، دا خبر خورا خواشینوونکی او ځوروونکی دی.
    Mh-370 الوتکه څه د پاسه دوې اوونۍ وړاندې له رادارو ورکه شوه.
    اوس د ورکې شوې الوتکې د غورځېدو سیمې ته الوتکې او بېړۍ ور روانې دي.
    استرالیا یی بېړۍ اوسمهال د دوو مشکوکو توکو د موندلو هڅه کوي چې د اوبو پر سر ګرځي.
    د مالیزیا لومړی وزیر نجیب رزاق وایي، د برتانیا د هوایي پېښو د پلټنې څانګه چې د سټلایت معلومات ارزوي، دې پایلې ته رسېدلې چې د mh370 الوتکه په جنوب ختیځ دهلېز کې الوتله او وروستۍ شته والی یې د هند سمندر کې د پېرت لوېدیځ ته و.
    د هغه پیغام متن چې د مالیزیا دهوایي کرښو له خوا د سپرلۍ خپلوانو او کورنیو ته استول شوی، راغلي زموږ اداره په خواشینۍ سره وایي چې اوس دا الوتکه د موندلو نه ده او په سمندر کې لوېدلې ده.
    نوموړي زیاته کړه: "موږ اوس باید دا ومنو چې ټول شواهد دا په ګوته کوي چې الوتکه د هند سمندر ګي په جنوب کې لوېدلې ده."
Working...
X