د حفیظ منصور د لیکنې په ځواب کې - ( چرا دکتر عبدالله نامزد مناسب است؟)دوېمه برخه/ لیمه افغان
Saturday, 22.03.2014, 11:35pm (GMT)
د حفیظ منصور د لیکنې په ځواب کې.
( چرا دکتر عبدالله نامزد مناسب است؟)
(عبدالحفیظ منصور)
ځواب
دوېمه برخه
منصور په شپږم دلیل کې داسې لیکي :
(شش. عبدالله در پست های بلندی ایفای وظیفه کرده است، از دستیار قهرمان ملی افغانستان گرفته تا وزیر امور خارجه کشور، طی این مدت دوسیه ندارد نه در شیر پور جائی دارد، و در کابلبانک سهمی. او در خانه پدری اش در کارته پروان زندگی می کند. گزارش هائی که برای ما می رسد، حساب های بانکی او در بیرون از کشور تهی است، جایدادی در کشورهای خارجی به او نسبت نشده است. تنها ایرادی که از رهگذر شخصی متوجه اوست. که خانواده اش در دهلی زندگی می کند، و این مساله برای کسی که خود را برای زعامت افغانستان نامزد می سازد، نکته قابل ملاحظه است که باید به اصلاح آن بپردازد. افزون بر آن چنان که خودش طی یک گفتگوی تلویزیونی اذعان داشت، ازدواج دومی بدون آگاهی همسر اولش، اگر در افغانستان برای بسیاری کسانی امر عادی پنداشته شود، برای دکتر عبدالله اقدامی خطا و نادرست به حساب می آید، که خود از آن پوزش خواست. بهتر آن شد، که آن نکاح دومی به فسخ انجامید.)
فکر کړم چې دغه شپږم دلیل هم دغور وړ دی او هم دډاکټر عبدالله په اړه حفیظ منصور په ناغوښتې ډول هغه څه ویلي دي چې کېدای شي ، دډاکټر عبدالله دشخصي کرکټر په غټوو منفي ټکو وګڼل شي ، او باېد ورته پام وشي .
۱ـ ښاغلی منصور لیکي چې ډاکټر عبدالله داحمد شاه مسعود له مرستیالۍ نه نیولې د بهرنیو چارو تر وزارته په لوړو څوکیو کې کار کړی دی.
احمد شاه مسعود ترهغه دمه چې مړکېده د یوې سیمې یو جګړایز قوماندان و او بس .احمدشاه مسعود له ثور انقلاب نه وړاندې دیوه منل شوي دولت په وړاندې راپورته شو او ای اس ای ته یې پناه یوړه ،وروسته له ثور انقلابه تر ۱۳۷۱ پورې دهغه هڅې او هاند دستایلو وړ دي ، خو وروسته له ۱۳۷۱ کال داحمدشاه مسعود ټولې جګړه ایزې کړنې ددې سبب شوې چې هېواد دطالبانو په واک کې ولویږي ، او بیا دامرېکې او نور ملاتړو هېوادونو راتګ ته لار هواره شوه چې احمدشاه مسعود ددغې لوبې له پام وړ لوبغاړو نه ګڼلی شو.نو دهغه مرستیالي ځکه په دیپلوماتیکو لاسته راوړنو کې نه حسابیږي چې احمدشاه مسعود خپله یو جګړه مار و، او مرستیال یې دجګړه مار مرستیال او دیپلوماتیک اصول له جګړه ایزو اصولو نه ډېر لرې نه پرتله کېدونکی دي .پر دې بنسټ ډاکټر عبدالله کېدای شي یو ښه جګړه ایز قوماندان شي نه یو ښه دیپلومات .
ښاغلی منصور وايي ډاکټر عبدالله دبهرنیو چارو دوزیر په توګه هم کار کړی دی .
دا یو حقیقت دی چې څوک ترې سترګې ځکه نشي پټولی چې ډاکټر عبدالله په بهرنیو چارو وزارت کې کومې لړنې او کرغیړن اعمال چې تر سره کړي دي تر اوسه هېڅوک ونه توانېدل چې دده دا ناولتیاوې پاکې کړې ، دادی له هغه وخته کلونه واوښتل، عبدالله چې کله په واک کې و، داسې ګلان یې وکرل چې تر ننه پورې په ډيرو هېوادونو کې یې د افغانستان نوم له خاورو سره خاورې کړ
غلاوې، جنایتونه او نور خو یې پریږده
په ډيرو سفارتونو کې په کارکوونکو داسي نېوکي دي چي د خپلو مراجعينو سره د ديپلوماتيكو اصولو او اخلاقو خلاف سلوک کوي او له ټولو رسمي فارمونو او انټرنټ ويبپاڼو د افغانستان لومړۍ رسمي ژبه اېستلې ده . ددوی هغه افغان مراجعين چې پښتو ژبه د فارم يا مالوماتو غوښتنه کوي ځيني وختونه د پاکستاني خطاب ورته کوي.
دا کاشکې یوازې په څو هېوادونو کې وای، په ډېرو هېوادونو کې دا حال دی
څه موده وړاندې په هالنډ کې یوه افغان ديپلومات چې پنجشیری و، یوه ښځه او مېړه وهلي دي، ویډيو یې دلته کتلی شئ
سره تر راپوره دا وهل په نورو هېوادونو کې هم شوي)
http://www.telegraaf.nl/binnenland/2...t_paar___.html)
خلکو ډاکټر عبدالله دبهرنیو چارو ددورې په لیدلو دی یو ځل ازمویلی دی ، اونه غواړي چې ازمویل شوی بیا وازمویي، نو ځکه یې په تېرو ټاکنو کې ده ته رایه ور نه کړه ، او داځل به هم رایه ور نکړي .او دا به اوس ده ته هم په زبات رسېدلې وي چې وړ کاندید نه دی.
۲ـ منصور لیکي چې عبدالله عبدالله هیڅ ډول دوسیه نه لري . ډېره په زړه پورې ده . هر هغه چا چې دډاکټر نجیب حکومت له ړنګېدو وروسته جګړه ایزې هڅې درلودې ، ولوکه هر څوک وي ، همدا کړنه یې د پاکۍ او هېواد پالنې دادعا په وړاندې یوه غټه دوسیه ده چې باېد افغانانو ته ځواب ووايي او دتاریخ مختوري باېد باېد ومني .چې ډاکټر عبدالله هم ددغه لړ لیک په لمړي کتار کې راځي . نو داسمه نه ده چې منصور وايي ډاکټر عبدالله دوسیه نه لري، دا دوسيې خو به هله راڅرګندې شي ، چې په هېواد کې واک په رېښتني ډول ولس ته ورکړ شي . بیا به پاک او ناپاک جوت شي.
۳ـ حفیظ منصور لیکي چې ډاکټر عبدالله هیڅ ډول شخصي شتمني نه لري ، او په بهر کې یې ټول بانکي حسابونه تش دي .
په زړه پورې ده ، ډا کټر عبدالله په میاشت کې څوځله بهرني سفرونه لري ، داپېسې له کومه کیږي ، دنده هم نلري ، تجارت هم نلري ، بانکي حسابونه هم تش دی. کورنۍ یې په هند کې اوسي . بیا هم په زړه پورې ده چې کولای شي په هند کې دخپلې کورنۍ لګښت ورکړي ، حال داچې نه دنده لري نه په بانکي حسابونو کې پېسې .
مینه هم په اروپا کې کوي ، خو هیڅ نه لري .
او پاتې شوه په بهر کې دبانکي حسابونو پېسې ، که دا حسابونه تش دي ، نو ددغو حسابونو پرانېستو ته څه اړتیا وه چې جوړ یې کړي ،ښاغلي منصور له حسابونو یادونه کړې ، یانې چې په بهر کې ښاغلی عبدالله ډېر حسابونه لري ، د حفیظ منصور دلیلونه یو بل سره په ټکر کې دي . په بهر کې حسابونه لري خو تش دي ،دا خبره څه معنی لري ، ایا دا خپله ددې معنی نه لري چې دډاکټر صیب عبدالله نور حسابونه هم شته ، او یا همدغه حسابونه دکومې ځانګړې موخې لپاره لاسي تش کړای شوي دي .
بله داچې موږ ته اوس ډ ډاکټر عبدالله حسابونه دومره اړین نه دي لکه دهغه کړنلاره چې ډیره مهمه ده او لکه څنګه چې حفیظ منصور دهغه کړنلاره یاده کړې ، نو که یې دا په ريښتیا کړنلاره وي ، بیا خو دا زموږ دهېواد دبربادۍ کړنلاره ده چې منل یې له هېواد سره خیانت دی .
۴ـ حفیظ منصور لیکي چې کورنۍ یې په ډهلي کې اوسي ، او دهېواد ولسمشر لپاره دا یوه نیوکه کېدای شي چې دی باېد دغه ستونزه له منځه یوسي .
دعبدالله کورنۍ تر دې دمه په هند کې اوسي ، که چېرې یو څوک چې ځان یې دهېواد ولسمشرۍ ته کاندید کړی وي ، دهغه کورنۍ دباندې له هېواده اوسي ، نو ولس به څه رنګه په داسې یوه چا باور وکړي چې ان دخپلې کورنۍ دخوندیتوب وړتیا نه لري ، پاتې شوه دټول هېواد او څو ملیونیز ولس خبره ، دا خو اوبو یوړل.
۵ـ حفیظ منصور دهغه ددوېمې ښځې په اړه لیکي چې دلمړۍ ښځې په ناخبري کې یې دویمه نکاح کړې ، وروسته یې بخښنه وغوښته او ددوېمې نکاح په فسخې سره یې خپله دا غلطي سمه کړه.
په زړه پورې خبره ده ، په یوه غلطي یې بله غلطي ومینځله، ډیره په زړه پورې ده.
داسلام په مبارک دین کې نارینه ته دڅلورو ودونو کولو حق ورکړل شوی دی ، چې له دې حقه هیڅ مسلمان او مسلمانه سترګې نشي پټولی . دبشري حقونو داصولو پر بنسټ دا دښځې په حق یو تیری ګڼل کیږي ، ا و دښځو دحقونو اوسمهالې مسلمانې او غیرمسلمانې ښځې دا له بشري حقونو نه سرغړاوی بولي .
ډاکټر عبدالله چې یو مهال مجاهد واو په کابل کې دخپل منځي جګړو دقوماندان مرستیالي يې په غاړه وه ، او په هغو جګړو کې دسرسري شمیرنو له مخې ۶۰۰۰۰ شپېته زره کابلیان ووژل شول، او اوس دډیموکراسۍ ، دښځو دحقونو او بشري حقونو جنډه په لاس کې نېولې او تر نورو یې لوړه رپوي ، دی ولې داسې تېروتنه وکړي او دښځو بشري حقونه په خپل شخصي ژوندانه کې تر پښو لاندې کړي ، هغه هم ، دخپلې لمړۍ ښځې په ناخبري کې .
او لکه څنګه راپورونه ورکړل شوي دي ډاکټر صیب له میرمنو سره نامشروع اړیکې هم درلودې او لري یې ، چې دا بیا داسلام دمبارک دین پر بنست دلمړۍ میرمنې دحقونو ځپل او په ټولنه کې دفساد خپرول دی چې داسلامي اصولو پر بنسټ دشاهدانو په وړاندې کولو سره په داسې چا حدود جاري کیږي ، او حدود په هغه چا جاري کیږي چې سترګناه ترې شوې وي .
په دې بنسټ ډاکټر عبدالله داسلامې اصولو او دبشري حقونو داصولو له مخې دخپلې میرمنې دحقونو په ځپلو تورن کېدای شي . چې دیوه وړ نوماند لپاره دا تورونه دمنلو وړ نه دي ، نو ځکه دی وړ نوماند نه شو ګنلی .\بله خبره داده چې ښاغلي عبدالله ، لمړی دخپلې لمړنۍ میرمنې حقونه تر پښو لاندې کړل او په هغې یې ددویم واده په کولو ظلم وکړ، چې دی خپله دا غلطي مني ، ځکه خو یې دویمه نکاح فسخه کړه ، چې ددوېمې نکاح فسخه کول په دویمې ښځې دډاکټر عبدالله له خوا ددوهم ځل لپاره ظلم شو،او غلطي هم، که څه هم چې په اسلام مبین دین کې طلاق فرض ګڼل شوی دی، خو زموږ په ټولنه کې هر هغه څوک چې خپله میرمن طلاقه کړي خلک ورته په سپکه سترګه ګوري ، او ان خپل خپلوان ورسره خپلوي او کلیوال ورسره کور کلي پریږدي ، او ان که یې لور ښاپېرۍ شي څوک ورسره واده ته نه حاضریږي او نه یې زوی ته څوک لور ورکوي .او که ملا وي هیڅوک ورپسې اقتدا نه کوي .نو پاتې شوه دولس مشرۍ خبره دا خو بیا ډېره مهمه ده .
لاندې لینک وګورئ.http://tempsreel.nouvelobs.com/monde...-repudiee.html
حفیظ منصور په اوم دلیل کې لیکي :
( هفت. دکتر عبدالله هم از رهگذر جسمانی و هم از نظر روانی از سلامت بهتری بهره مند است. بدون تردید زعامت یک کشور آن هم افغانستان به کار و تلاش شبانه روزی نیاز دارد که لازمه آن تندرستی است. نباید زمام امور را به دست کسانی سپرد، که علیل و ناتوان اند، یا سن بلندی دارند، که بیشتر اوقات شان را در استراحت به سر می برند و یا به بیماری هائی مصاب اند، که توان و انرژی شان را به تحلیل برده است.)
زه نه پوهېږم چې ښاغلي منصور دغه ټکي ولې یاد کړي دي ؟ داسې خو نه ده چې منصور صیب عبدالله عبدالله دفزیکي رزمونو سیالۍ ته وړاندې کوي. کېدی شي منصور صیب خبر نه وي چې دثور په ۲۲ دوه ویشتمه دهېواد دمشرتابه لپاره ټاکنۍ تر سره کیږي نه دپهلوانانو دغواروي لپاره. او یا کېدای شي ښاغلی منصور لا د۳۰۰ کاله مخکې زمانې فکر ورسره وي چې هغه مهال به واکمن دفزیکي ځواک پر بنسټ واک ته رسېدل ، او کنه اوس مهال خو واک ته هغه څوک رسیږي چې اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزه ګړنلاره یې دیوه اباد افغانستان زیری ورکوي .
زه خپله لیکنه همدلته پای ته رسوم ښاغلي منصور نور دلیلونه هم وړاندې کړي دي ، نو تاسو یې لوستو ته وربولم او هېله منه یم چې ویې لولئ او قضاوتپرې وکړئ.

زه خپله لیکنه همدلته پای ته رسوم ښاغلي منصور نور دلیلونه هم وړاندې کړي دي ، نو تاسو یې لوستو ته وربولم او هېله منه یم چې ویې لولئ او قضاوت