Announcement

Collapse
No announcement yet.

له بګرام زندانه ۵۵ بندیان خوشي شول

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • له بګرام زندانه ۵۵ بندیان خوشي شول

    د خپريدو وخت: 13:29 گرینویچ - پنجشنبه 20 مارچ 2014 - 29 کب 1392
    فيسبوک
    ټوېټر
    گوگل پلس
    ملګري ته يې واستوﺉ
    چاپ يې کړﺉ

    د بګرام زندانیانو د دوسیو ارزوونکې کمېټه وايي د یو شمېر نورو بندیانو پر دوسیو کار کوي.
    د بګرام زندان بندیانو د دوسیو ارزونکې کمیټې پنځه پنځوس نور بندیان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو خوشې کړي دي.
    دغې کمېټې د خپل کار پیله د شاوخوا اته سوه او پنځوس بندیانو دوسیې څېړلي. د دغې کمیټې مشر عبدالکریم قانت په وینا په هغو دوسیو کې چې د جرم د ثبات مدرکونه نه وو موجود، نو په پایله کې یې کمیټې د هغوی د خوشې کولو تصمیم ونیو.
    ورته مطالب
    بګرام کې د ۸۸ بندیانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارل کېږي
    افغان حکومت د بګرام ٦٥ بندیان خوشي کړل
    د بګرام زندان د ننه له بندیانو سره کمیابه کتنه
    تړلي موضوعات
    د افغانستان امنيت
    د بګرام زندان د بندیانو د خوشې کولو کمېټې غړي عبدالشکور دادرس په وینا د پنجشنبې په ورځ پنځه پنځوس تنه نور بندیان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو خوشې کړي دي:
    په خوشې شویو کې څلوېښت تنه د بریتانوي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.
    د چارواکو په وینا د اتلس تنو دوسیې یې کشفي ادارو ته سپارل شوي او پر درویشتو نورو دوسیو کار روان دی.
    وړاندې تر دې داسې اندېښنې هم ښوول شوي چې له بګرام زندان خوشي شوي بندیان بېرته د وسله والومخالفینو لیکو ته ورغلي او د حکومت پر ضد جګړه کوي.

    ولسمشر کرزي د ۱۳۹۲ کال په پیل کې د بګرام زندان د بندیانو د خوشي کولو لپاره کمېټه جوړه کړه.

    د پنجشنبې په ورځ ۵۵ تنه نور بندیان چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو خوشي کړي.

    په خوشې شویو کې څلوېښت تنه د بریتانوي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.
    فيسبوک
    ټوېټر
    گوگل پلس
    ملګري ته يې واستوﺉ
    چاپ يې کړﺉ
    په دې اړه نور مطالب
    ورته مطالب
    بګرام کې د ۸۸ بندیانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارل کېږي
    افغان حکومت د بګرام ٦٥ بندیان خوشي کړل
    د بګرام زندان د ننه له بندیانو سره کمیابه کتنه
    د بګرام ۳۷ بندیان دوو اونیو کې خوشي کېږي
Working...
X