Announcement

Collapse
No announcement yet.

اشرف غني احمدزي کندوزوالو ته د هغوی د اصلي 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • اشرف غني احمدزي کندوزوالو ته د هغوی د اصلي 

    http://www.taand.comخبرونهاشرف غني احمدزي کندوزوالو ته د هغوی د اصلي غوښتنو د پوره کولو ژمنه ورکړه
    Wednesday, 19 March 2014 23:32 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
    1
    څانګې خبرونه
    اصلي لینک
    Tagged under:

    اشرف غنيو کندوز، کندز، ژمنې

    خپروونکی: تاند

    تاند- د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي نن په کندوز کې خپلو لسګونو زرو پلویانو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د اورګاډي پټلۍ به د کندوز د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان سره نښلوي او په کندوز کې به دوه اداري واحدونه جوړوي.

    کندوز یو له هغو ګوته په شمېر ولایتونو څخه دی چې د خپلو ګاونډیو ولایتونو خلاف تر ټولو لږې ولسوالۍ لري. په داسي حال کې چې کندوز تر بغلان او تخار زیات دی خو ولسوالۍ یې تر دواړو لږې دي.

    کندوز شپږ ولسوالۍ لري.

    د افغانستان حکومت د مخکینۍ پرېکړې خلاف پتېلې ده چې له ترکمنستان څخه د اقینې له بندره د اورګاډي پټلۍ به د بلخ ولایت له لارې له تاجکستان سره نښلوي. په دې پرېکړه کې کندوز حذف شوی دی.

    خو ډاکتر اشرف غني احمدزي د کندوز د خلکو دې دواړو غوښتنو ته په اشارې وویل، که ولسمشر غوره شو د اورګاډي پټلۍ به د کندوز له لارې له تاجکستان سره وصل کړي.

    ده په مورنۍ ژبه د تعلیم پر ضرورت هم ټینګار وکړ او د امو دریا په غاړه د استحکاماتو ژمنه یې هم ورکړه.

    امو دریا هر کال د افغانستان د شمالي ولایتونو د خلکو کرنیزې مځکې لاندې کوي.

    له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره په غونډه کې د ده دواړه مرستیالان هم حاضر ول.

    جنرال عبدالرشید دوستم په غونډه کې اعلان وکړ چې د خلکو ملاتړ ته په کتو په انتخاباتو کې خپل ملاتړ په ډاد اعلانولی شي.

    جنرال دوستم وویل چې انتخابات به دوهم پړاو ته نه ځي ځکه چې مطمین دی چې په لومړي پړاو کې دوی بریالي کېږي. د کندوز په دې غونډه کې د برخوالو شمېر ځینو رسنیو پنځوس زره او ځینو نورو د ۷۰ زرو او ۸۰ زرو ترمنځ اټکل کړی دی.

    تر دې مخکې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په پلوۍ په تخار، بدخشان او خوست ولایتونو کې هم لویې غونډې جوړې شوي او ویل شوي چې د هرې غونډې د برخوالو شمېر لسګونو زرو ته رسېده.
Working...
X