دډاکترمحمد اشرف غني پیژندنه
بسم الله الرحمن الرحيم
دپلارنوم: شاه جان احمدزى
زوكړه: ۱۳۲۸ ( هـ ل)۲۹ ثور ، كابل
زده كړې:
ابتدايه: داستقلال عالي ليسه
متوسطه: دحبيبيې عالي ليسه
دښوونځي په دوران كې د (AFS) يوكلن پروګرام دامريكا په متحده ايالاتو كې
بكلوريا: دحبيبيې عالي ليسه
لېسانس: لومړۍ شپږ مياشتې په كابل پوهنتون ، او دلسانس بشپړه دوره د بيروت په امريكا يي پوهنتون كې دسياسي علومو په برخه كې
لومړۍ ماسټري: په سياسي علومو كې دبيروت له امريكايي پوهنتون څخه
دويمه ماسټري: په نړيوالو اړيكو او انسان پېژندنه كې دامريكا دكولمبيا په پوهنتون كې
درېيمه ماسټري: په نړيوالو اړيكو كې دكولمبيا له پوهنتون څخه
ډاكټري: په انسان پېژندنه (انټروپالوجي) كې دامريكا دكولمبيا پوهنتون
دويمه افتخاري ډاكټري : د ۲۰۰۸ كال په جون كې دكاناډا ګيلف پوهنتون نوموړي ته افتخاري ډاكټري وركړه
ځانګړې ديني زده كړې : ديادولو وړ ده چې ښاغلي ډاكټر محمد اشرف غني له ماشومتوبه نيولې آن تر نن ورځې پورې داسلامي تعليماتو دحصول لپاره هڅې كړې دي خو ترټولو جوت كار يې د ۱۹۸۵ ميلادي كال څخه تر ۱۹۸۶ ميلادي كال پورې دنبوي سيرت په باب دكراچۍ ،لاهور او نورو ښارونو په مدرسو كې زده كړې دي چې دنوموړي په وينا دده لپاره خورا ارزښتمنې وې
دامريكا دتفت پوهنتون ښاغلي ډاكټراشرف غني ته دنړۍ وال وطندار ترعنوان لاندې دنړۍ ډېره ممتازه جايزه وركړه ، بايد وويل شي چې دا جايزه دنړۍ ډېرو كمو خلكو اخيستې ،چې داځل يې يوافغان پروفيسر په اخيستو ونمانځل شو
دندې:
دكابل پوهنتون دهغه مهال په ادبياتو پوهنځي كې دبشري علوموپه څانګه كې دپوهيالي او پوهنيار په رتبه استاد.
په ۱۹۷۷ ميلادي كال كې دډنمارك په آروس پوهنتون كې دلنډمهال لپاره ميلمه پروفيسر.
دامريكا دمتحده ايالاتو په ستر پوهنتون بكلي كې ديوه كال لپاره استاد.
دامريكا په مشهور پوهنتون جانزهوپكنز كې اته كاله استاد.
لس كاله دنړۍ وال بانك دپالېسۍ او سټراټيژۍ جوړولو په برخه كې مهم مشر و،ديادولو وړ ده چې ښاغلي ډاكټر اشرف غني په لومړيو پنځوكلونو كې دختيزې اوسويلي اسيا دهېوادونولپاره كاركاوه اوپه پاتې نوروپنځوكلونو كې يې دبېلابېلونړۍ والو چارودسمون اوپه ځانګړي ډول دروسيې داصلاحاتو په اړه ديادولو وړ كارونه ترسره كړل چې ويل كېږي دروسيې دهراړخيز ې اقتصادي رغونې بهير يې خورا چټك كړ.
دا مهمه وي چې ووايو ډاكټر غني دځوانۍ پرمهال دافغانستان ډيرولرو پرتو سيموته په آسونو، اونورومروجوسپرليو او آن پلي سفرونه كړي او ددې هېوا د په اړه يې هغه مهال ډېر اغېزمن تحقيقات ترسره كړي دي.
ډاكټر غني دخپلو همعصرو څېړونكيوله جملې څخه يوله هغو كسانو څخه چې په انګريزي ژبه يې دافغانستان په اړه ډېرې ليكنې كړې دي. او هغه مهال په ډېرومعتبرو سرچينو كې خپرې شوې دي.
نوموړي خپلې لومړۍ علمي څېړنې په افغانستان كې داسلام دمبين دين دنفاذ ،دښځوحقوق اوټولنيز عدالت له موضوعاتو څخه پيل كړې او په دې باب يې ليكنې وكړې
همدا راز يې په بل ګام كې ،په قبايلي ټولنه كې داسلام اودولت جوړول، ترسرليك لاندې يوه مفصله څېړنه وكړه.
ورپسې يې ،داسلامي شريعت په محكمه كې دشخړوهوارى،ترنامه لاندې موضوعات راوسپړل چې دتحليل لپاره يې دعبدالرحمن خان دسلطنت لومړۍ لسيزه وټاكله او دكونړ ولايت د محكمې پر اسنادو يې څېړنه پيل كړه.
تردې وروسته يې دافغانستان پرمعاصروادبياتوڅېړنه وكړه اوددري ژبې دمعاصرې ادبي دورې په هكله يې معلومات راټول كړل، چې له علامه محمودطرزي څخه رانيولې دثورتركودتاه پورې يوشمېر عمده برخې يې څېړلې دي.
ددې ترڅنګ نوموړي دافغانستان پر اقتصاد،تاريخ او دولتي جوړښتونوباندې هم زيات شمېرمقالې ليكلي او خپرې كړې دي.
دعلمي څېړنو په لړ كې دډاكټر غني يو بل ستركار دافغانستان دڅلورسوه كلن تاريخ په باب څېړنه ده چې له پنځلسمې ميلادي پيړۍ څخه ترنولسمې ميلادي پېړۍ پورې ډېرموارد په كې ترڅېړنيز پوښښ لاندې راغلي دي اوپوره لس كاله پرې نوموړى بوخت و.
ډاكټر محمداشرف غني دخپل علمي ژوندانه په بهير كې ګڼ شمېر نور آثار هم بشري ټولنې ته وړاندې كړي چې زيات شمېر يې دكتابونو ځينې يې دلكچرونواوځينې يې په بېلابېلوفورمونو كې دپوهنتونونو داستادانواو محصلانو داستفادې وړ ګرځيدلي وي.
د ډاکټر غني يو كتاب ( ناكام دولتونه او دهغو دكاميابۍتګلار) ترسرليك لاندې دانګلستان داكسفورډ پوهنتون له خوا په اروپا او امريكا كې خپورشوچې دنړۍ والو مطبوعاتو له لارې پرې تاوده بحثونه ترسره شول.
ښاغلي ډاكټرغني د۲۰۰۱ ميلادي كال دسپتمبر له يولسم څخه وروسته كله چې په افغانستان كې ديوې بلې بې سارې غميزې دراپېښېدو وېره وه .له نړۍ وال بانك څخه بې معاشه رخصتي واخيسته اوپه ازادو مطبوعاتو كې يې يولړ مقالې چاپ كړې اوپه لسګونومركې يې خپراوي ته وړاندې شوې.
په داسې حال كې چې نړۍ دافغانستان په اړه له ژورتشويش سره مخامخ وه .دملګروملتونو دهغه وخت سرمنشي ښاغلي كوفي عنان له ښاغلي ډاكټرغني څخه غوښتنه وكړه چې دافغان مسئلې دحل لارې دموندلوپه منظور دې د دې سازمان له يوه لوړپوړي چارواكي او دافغانستان لپاره دباصلاحيته استازي ښاغلي لخضرابراهيمي سره دځانګړي سلاكار په توګه په كارپيل وكړي، ډاكټرغني داوړانديز ومانه او دهمدې پرله پسې هڅو په نتيجه كې وتوانيده چې دبن دموافقې په ترتيب كې ونډه واخلي او نړۍ وپوهوي چې افغانان كولاى شي دخپل عنعنوي دود يعنې لويې جرګې په چوكاټ كې ورپېښې ستونزې اوارې كړي او له هغه سيمه ييز ګروپ څخه چې دټول هېواداستازيتوب نه شي كولاى قدرت دهمدې ميكانيزم (جرګه) له لارې ملت ته انتقال كړاى شي چې دهمدې پوهاوي په نتيجه كې دمراحلو ټاكنه وشوه اوورپسې مؤقته اداره منځ ته راغله.
ښاغلي ډاكټرمحمد اشرف غني دلنډمهالې ادارې ترختمېدويوه مياشت وروسته دافغانستان لسوولايتونو ته كاري سفرونه وكړل او روان حالات يې ترڅېړنې لاندې ونيول ،په همدې وخت كې يې دافغانستان دهغه مهال دادارې په غوښتنه دملګرو ملتونو سازمان اونړۍ وال بانك ته استعفا وركړه او له هرډول مالي امتياز پرته دولسمشر ځانګړى سلاكار وګومارل شو.
يوه موده يې په پوره برياليتوب دا دنده پرمخ يوړه او وروسته بيا په افغانستان كې دمرستو دانسجام دادارې مشر وټاكل شو ،ښاغلي غني په دې اداره كې دپام وړكارونه سرته ورسول چې دساري په توګه كولاى شو ووايو چې لومړى يې دملي بيا رغونې سرتاسري بنسټونه او اصول وټاكل ورپسې يې دهغه كال دحمل په مياشت كې دمرستو دجذب نړۍ وال كنفرانس ته تيارى ونيوه چې په كابل كې جوړشو، په دې كنفرانس كې ډاكټر غني نړۍ والو ته دافغانستان دحكومت او خلكولومړيتوبونه په ګوته كړل او يوه سالمه مهالنۍ تګلاره يې وړاندې كړه.
تركنفرانس وروسته نوموړى ديادې شوې ادارې له خوا بېړنۍ لويې جرګې ته دماليې دوزير په توګه وپېژندل شو چې جرګې داوړانديز ومانه او ښاغلى ډاكټر محمداشرف غني دمنځمهالې دورې دماليې دوزير په حيث مقررشو.
دهېرولو نه ده چې داوخت دافغانستان مالي اوپولي سياست جګړودومره ځپلى و چې دنړۍ په كوم بل هېوادكې يې سارى نه شوليدل كيداى، خو ډاكټرغني وتوانېده چې دګمركونواوعوايدو په مركزي كولوكې دامنيت شورا فيصله يوازې په شپږواونيوكې عملي كړي اودپولي اومالي سياست په برخه كې بنسټيزاصلاحات رامنځ ته كړي.ددې ترڅنګ يې دهېواد عمده ولايتونوته سفرونه وكړل او دملي پيوستون، مخابراتواوصحي پروګرامونو په ترتيب او له نورووزارتونو سره داړيكوپه تنظيم كې يې اغيزمن رول ولوباوه، دهېوادپه دننه كې يې دمالي چارودتنظيم په موخه كاري پلانونه ترتيب كړل او له هېواده بهريې هم دنړۍدخبرولولپاره هم ديادولووړګامونه واخيستل ،چې يومهم كاريې دتوكيوكنفرانس لپاره افغان دولت ته ديوې داسې بيانيې اوپروګرام تيارول ووچې نړۍ يې له افغانستان سره دمرستې كولوته قانع كړه.
ورپسې دبرلين دكنفرانس وار راغى او داوخت نړۍ غوښتل افغانستان ته يوازې يوميليارد ډالره مرسته وركړي اما دوخت دماليې دوزيرپرله پسې هڅې وې چې نړۍ حاضره شوه په هماغه كنفرانس كې له افغان حكومت سره د 8.2 ميلياردوډالرومرستې ژمنه وكړي،په ورته مهال نړۍ داهم ومنله چې په افغانستان كې 26.5 ميلياردوډالروبهرنۍ پانګونې ته اړتيا ده، دافغانستان په ټول تاريخ كې دايوبې ساري كنفرانس وچې يونيستمن اوجګړه ځپلي هېواد وكولاى شول خپل دبيارغونې پروګرامونه وړاندې كړي او نړۍ پرې قانع كړي.
دپورتنيوښوكارناموپه پايله كې په ۲۰۰۳ ميلادي كال ښاغلى ډاكټرغني داسيا دممتاز اوكامياب ماليې وزيرپه توګه وپېژندل شو چې دكال دوزير جايزه يې هم ترلاسه كړه.
کله چې په ۲۰۰۴ کال کې دانتقالي دولت دوره پاې ته ورسېده ، ډاكټر محمد اشرف غني ونه غوښتل چې په بله كابينه كې ګډون وكړي او دلوړوزده كړو دبهير داصلاح په منظور يې دكابل پوهنتون دبيا رغونې چاروته مخه كړه. پوره يوكال يې دكابل پوهنتون له استادانو اومحصلينو سره كاري ليدنې كتنې وكړې اوپه دې چوكاټ كې يې داساسي جوړونې پايله ترلاسه كړه چې يوه اندازه لومړنۍ اوضروري مرستې ترلاسه شوې.
ډاكټر محمداشرف غني پر ۲۰۰۶ كال دنړۍ والو مطبوعاتوله لارې د ملګروملتونو دعمومي سرمنشي دكانديد مرحلې ته دسرمنشي په توګه مطرح شواو بيا دافغان حكومت له خوا داوړانديز رسماً هغې ادارې ته وړاندې شو.
پر ۲۰۰۷ كال دده نوم نړۍ والو مطبوعاتو دنړۍ وال بانك درئيس په حيث وړاندې كړ.
همدا رازډاكټرصاحب له يوې بلې تحقيقاتي او مشورتي مؤسسې سره چې دمعاصرودولتونوجوړيدودادارې په نامه منځ ته راغلې دنده پرمخ يوړه، دامؤسسه دكاميابودولتونو هغه تجربې اوتګلارې چې دناكامو دولتونو له ځينو شرائطوسره سمون خوري اوناكام دولتونه ورته اړتيا لري تر څيړنې لاندې نيسي.
ډاكټرغني په ډيرونړيوالوكميسيونونوكې يې برخه اخيستې چې له هغې جملې څخه يو دملګروملتونو ،دقانون له نظره دبې وزلوخلكو بسيا كول،نوميږي په ګوته كولاى شو. په دې موده كې نوموړى دامريكې دوكيلانودنړيوال عدالت په پروګرام كې دقانون دحاكميت دپروژې دعالي مشورتي كمېټې غړى و،همدا رنګه دبروكنګ دمؤسسې (په نړۍ كې دامن اوسولې دراتګ) دپروژې دعالي كومېټې غړيتوب يې هم درلود. او ددې په خواكې يې نورې ډېرې بشري چارې هم سرته رسولي چې دټولوبيانول په دې لنډه ليكنه كې ناممكن دي.
افغان حکومت له ډاکټر غني نه پر ملي مسائلو مشورې غوښتي او نوموړي هم د هېواد پر عاجلو اړتیاو لکه امنیتي برخو کې د مشورې ورکولو څخه ډډه نده کړی. په ۲۰۱۰ کال کې، افغان حکومت له ډاکټر څخه غوښتنه وکړه چې د (کابل کنفرانس) د جوړېدو او تنظیم مسئولیت په غاړه واخلي. دغه غونډه هم د تاریخي اړخه او هم له اقتصادي پلوه ډیره مهمه وه ، د هیواد پلازمینه په یوه ورځ کې د ۴۵ بیلابیلو مطرحو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وه. دغه راز د ۲۰۱۰ کال د نومبر په میاشت کې له دوي وغوښتل شو، چې د نړۍ والو ځواکونو څخه د امنیتي مسئولیتونو د لېږد د تنظیم مشري په غاړه واخلي دغه چاره یې په بریالۍ توګه ترسره کړه. څرنګه چې دا د امنیت برخه وه او امنیت د هېواد عاجل ضرورت دی نو نوموړي هم د ملي مسائلو د یوی مهمې برخې په توګه دغه مسئولیت ومانه.
دا باید روښانه شي چې ډاکټر غني ددغو ټولو مسئولیتونو او سلامشورو په بدل کې نه هم د حکومت څخه میاشتنې معاش اخلي او نه هم نور امتیازونه.
ډاکټر غني د لېږد د پروسې د مسئول په توګه تر ۱۴۰ځلوزیات دهېواد ۳۴ ولایتونو ته سفرونه کړي او له امنیتي ،اوټولنیزو مسایلو له اړخه یې له ټولو ولایتونو څخه پراخ درسونه زده کړي چې ددغو درسونو له برکته د هېواد د امنیت نبض ورته معلوم شو او اوس ددې جوګه دی چې امنیتي اوسیاسي مسائل په ښه بڼه تحلیل کړي او په ملي مباحثو کې له افغانانو سره يې شریکې کړي.
Share..

بسم الله الرحمن الرحيم
دپلارنوم: شاه جان احمدزى
زوكړه: ۱۳۲۸ ( هـ ل)۲۹ ثور ، كابل
زده كړې:
ابتدايه: داستقلال عالي ليسه
متوسطه: دحبيبيې عالي ليسه
دښوونځي په دوران كې د (AFS) يوكلن پروګرام دامريكا په متحده ايالاتو كې
بكلوريا: دحبيبيې عالي ليسه
لېسانس: لومړۍ شپږ مياشتې په كابل پوهنتون ، او دلسانس بشپړه دوره د بيروت په امريكا يي پوهنتون كې دسياسي علومو په برخه كې
لومړۍ ماسټري: په سياسي علومو كې دبيروت له امريكايي پوهنتون څخه
دويمه ماسټري: په نړيوالو اړيكو او انسان پېژندنه كې دامريكا دكولمبيا په پوهنتون كې
درېيمه ماسټري: په نړيوالو اړيكو كې دكولمبيا له پوهنتون څخه
ډاكټري: په انسان پېژندنه (انټروپالوجي) كې دامريكا دكولمبيا پوهنتون
همدا راز دنړۍ وال بانك لپاره دامريكا دمتحده ايالاتو دهارډورډ او سټنفورډ دپوهنتونونو له خوادمشرتابه (ليډرشيپ) ديوه ځانګړي پروګرام ترسره كول.
لومړۍ افتخاري ډاكټري : په ۲۰۰۷ كال كې دامريكا دمتحده ايا لاتو دسكرانتن له پوهنتون څخه دغه افتخاري ډاكټري وركړل شوهدويمه افتخاري ډاكټري : د ۲۰۰۸ كال په جون كې دكاناډا ګيلف پوهنتون نوموړي ته افتخاري ډاكټري وركړه