Announcement

Collapse
No announcement yet.

کراچۍ :د خوشحال خټک او غني خان په ياد کې دستو&

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کراچۍ :د خوشحال خټک او غني خان په ياد کې دستو&

    کراچۍ :د خوشحال خټک او غني خان په ياد کې دستوره وشوه

    ډیوه /فضل عزیز: په کراچۍ ښار کې د پښتون تهنکرزفورم لخوا د خوشحال خان خټک د ۳۲۵م تلين او غني خان د سلو کالو پوره کېدو گډه دستوره ونمانځل شوه ، چې پکې د خيبر پښتونخوا نه د راغلو شاعرانو اديبانو سره د کراچۍ ځايې پښتنو او اردو ويونکو شاعرانو او گنړ شمېر کسانو گډون درلود .
    د شورو په ماښام کراچۍ ارټس کونسل کې د پښتنون تهنکرز فورم لخوا د خوشحال خان خټک او غني خان په نوم جوړه دستوره چې مشري يې د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ پخواني مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک کوله ، د دستورې په لمړۍ برخه کې په د دواړو اتلانو مقالې واورول شوې او په دوهمه برخه کې يې د پښتو موسيقۍ پروگرام وشو چې د خيبرپښتونخوا نه راغلو يادو پښتنوسندرغاړو بختيار خټک او فېاض خيشگي د خوشحال خان خټک او غني خان خوندور کلامونه وړاندې کړل
    دستوره کې د گډون په مهال ډاکټر راج ولي شاه خټک وائس اف امريکه ډيو ريډيو سره خبرو کې د غني خان په اړه ووئيل ، چې غني خان د پښتنو د فن او ثقافت په تاريخ کې نادر شخصيت دی ، غني خان يو لويې شاعر ، انځور گر ، د لوړ سياسي او فني فکر خاوند ، د هغه فلسفه او د هغه د ښائست د تصور سره مونږ په دې رسېدلي يو ، چې غني خان يو صوفي هم ؤ .
    ډاکټر راج ولي شاه زياته کړه چې پښتنو کې د فنون لطيفه د شعور د کمي له کبله غني خان چا په دغو حوالو ونه پېژندو خو د پښتنو د موسيقۍ او شاعرۍ سره د شوق په وجه غني خان مشهور شو او شاعري يې اولس ته ورسېده .
    نوموړي ووئيل د بده مرغه د پښتنو شعور لا دومره بېدار نه دی چې هغويې د غني خان په کلام او فلسفه ځان پوهه کړي ، هغه د لويې بصيرت ، فکر او عمل خاوند ؤ ، مونږ که د هغه په فلسفه ځان پوهه کړی وی نو کېدی شي نن به زمونږ دا حال نه وی د کوم سره چې پښتانه مخ دي .
    ٫٫ نن صبا چې په مونږ په کوم تورونه لگي ترهگري او نور حالات ، يا د پښتنو چې کوم تشخص دنيا ته وړاندې کيږي هغه بيخي غلط دی ، نو دا که مونږ وايو چې د پښتنو د تشخص صحيح خدوحال دنيا ته وښايو نو په خپلو دغو شان شاعرانو ، اديبانو فلسفيانو باندې به کار کول وي ، چې دنيا ته مونږ وښايو چې مونږ سره د دغې فکر خاوندان هم شتی ، پښتانه څه وحشيان نه دي پښتانه يو سيولائز متمدن قوم دی ٬٬ .
    ډاکټر راج ولي شاه ووئيل د پښتنون تهنکرز فورم د دستورې ستائينه وکړه او زياته ېې کړه د پښتنو د اصل تشخص ښکار کولو دپاره دغه رنگ دستورې د ارزښت وړدي .
    په دغه مهال د اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو اکېډمۍ مشر پروفېسر اباسين يو سفزي ووئيل چې دغه رنگ دستورې د خپل پښتون نوي کُل تربيه کول دي او د خپلو مشاهيرو په حقله نور قامونه خبرول دي ، او بيا د خوشحال خان خټک او غني خان شاعري چې په صدو خوره ده د دخت ضرورت دی چی مونږ په هغې ځان پوه کړو .
    ٫٫ که مونږ د خوشحال خان بابا کلام او ذات وگورو ، په هغې کې د دومره اوچتې پايې سوچ دی چې نن صبا مغربي جديده فلسفه د هغې نه مخکې نه ده تلې ، او که مونږ د غني خان سوچ ، جميالياتو ، قوميت او تصوف ته وگورو نو دا ټول هغه څيزونه دي چې خپل اوسني کُل ته په وخت ورسي نو د دې په زريعه به خلکو کې يو مثبت انقلاب راشي او دغه مثبت انقلاب به په دنيا کې د امن ، سوکالۍ او خوشحالۍ سبب وگرځي ٬٬ .
    نوموړي دستورې ته په خپله وينا کې په غني خان په اردو ژبه کې ليکلي تفصيلي مقاله هم وړاندې کړه .
    د دستورې په مهال د پښتون تهنکرز فورم مشر قاسم جان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، مونږ په کراچۍ کې له دې سيمينار وړاندې په رحمان بابا ، غني خان ، اجمل خټک او باچا خان هم سيمينارونه کړي او په راتلونکې کې د نورو دغه رنگ سيمينارونو تابيا کوؤ ، او زمونږ مقصد په کراچۍ ښار کې پښتانه د خپلو اتلانو نه خبرول دي .
    ٫٫ مونږ دا غواړو چې پښتو ژبې او کلتور ته وده ورکړی شي ، او د پښتنو د نوی کُل توجه خپلې ژبې ، تاريخ او کلچر ته راواوړي ، بل په دې ښار کې مونږ د ادب او کلچرد هلو ځلو نه علاوه د امن دپاره مبارزه کوؤ او د امن دپاره د باچاخان بابا د عدم تشدد د فلسفې پرچار کوؤ او په هغې سلسله کې مونږ اراده لرو چې د مارچ د مياشتې په اخره کې مونږ په کراچۍ کې د باچاخان بابا د ۲۶م تلين په حوالې سره يو عدم تشدد کانفرنس وکړو ٬٬ .
    هغه ووئيل دغه کانفرنس به په دوؤ برخو کې وي يوه برخه کې د ملک دانشوران او په دوهمه برخه کې سياست مدار رابلو .
    د خوشحال خان خټک او غني خان په نوم د جوړې دستورې په ورستۍ برخه کې د خيبرپښتونخوا نه راغلو يادو پښتنوسندرغاړو بختيار خټک او فېاض خيشگي د خوشحال خان خټک او غني خان خوندور کلامونه وړاندې کړل ، او دستوره په دغه ځايې پايې ته ورسېده .




    Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

    pa prady jaba khabarai pakhtun naka
    be laila bala soda kho majnon naka
    gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
    be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
    hamza baba
    پَښتو کښې اُولېکئ
    Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>
Working...
X