Announcement

Collapse
No announcement yet.

ولې عبدالله ناکام کاندید دی؟ – عصمت قانع

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ولې عبدالله ناکام کاندید دی؟ – عصمت قانع

    http://www.taand.comانتخابات قانعولې عبدالله ناکام کاندید دی؟ – عصمت قانع

    ولې عبدالله ناکام کاندید دی؟ – عصمت قانع



    ښاغلی عبدالله چې خپل نوم په غبرګه توګه په میډیا کې نشروي ځان د پلار لخوا کندهاری بولي، خو په کندهار کې نه هدیره لري او نه قبیله، نه ولس لري او نه ادرس، نه کلی لري، نه څلی.
    معرفت ښه دی، خدای پاک په قران شریف کې وایي، چې انساني پرګنې د برترۍ معراج ته د تقوی پر زینو خېژي، اما هویتونه د پېژندګلوۍ ادرسونه دي او له تعارف څخه پرته بل امتیاز نه لري.
    ښاغلی عبدالله مخکې تردې چې د سیاست په ډګر کې قدم کېږدي د ۱۹۸۰ ع کال د لسیزې په نیمایي کې د پنجشیر د مشهور قوماندان احمد شاه مسعود د سکرتر په توګه په کار پیل وکړ.
    په افغانستان کې د روسي لښکرو د چاپ شوو یادښتونو په شهادت عبدالله د وخت د پرچمي فراکسیون د یوه فعال غړي نجیب الله مسیر په وسیله د پنجشیر جبهې ته ور وپېژندل شو. د وخت روسي لښکرو لوړ پوړي پوځي مشاور الکساندر مایاروف چې د خپلو خاطراتو په برخه کې یې کتاب هم لیکلی دی په ۱۹۹۰ ع کال کې د نجیب الله د رژیم تر پرزېدو مخکې وویل چې؛ د پنجشیر جبهه د افغانستان په راتلونکي وضعیت کې د ماسکو د پانګې اچونې یوه کامیابه اډانه ده او دغه اډانه به وکولای شي چې د افغانستان د شمالي ګاونډ مفادات ښه وساتي.
    د ډاکتر نجیب الله د رژیم له ړنګېدو سره جوخت په افغانستان کې د جګړې دوې مهمې خواوې د سیاسي او پوځي صحنې د مهمو خواو په توګه رامنځته شوې او په افغانستان کې یې د نیابتي جګړې لپاره د افغاني ابزارو او عواملو د راټولولو ماموریت تر لاسه کړ.
    په سیمه ییزه توګه د افغاني جینو سایډ GENOCIDE یا پښتون نسل د قتل عام په پروژه کې د ISI او KGB د خنجر دواړې خواوې په استخباراتي سوهان باندې تېرې شوې، د خنجر یوه غاړه په سیستماتیکه توګه د کي، جي، بي غاړه وه چې؛ ایراني مذهبي شاونېزم یې هم ننګه کوله، پر دغه غاړه باندې کله، کله له اسلام اباد سره په رقابت کې د هندي اهنګرانو لخوا هم سوهان وهل کېده چې؛ د پښتون وجود په څېرلو کې ښه کار ورکړي.
    د خنجر بله غاړه د ISI غاړه وه چې پښتون وژنه یې د حزب اسلامي او طالبانو په وسیله د جهاد او ثواب لاره وبلله.
    کله چې د خنجر یوه غاړه لږ پڅه شوه، نو حزب اسلامي په طالب بدل شو، د نړۍ له هرې څنډې عربي لنډه غر، سیمه ییز غجر او مغلي ږیره ور سره راغونډ شول او افغانستان د القاعدې په قاعده او بنسټ بدل شو.
    داسې زمینه سازي وشوه چې؛ د ټولې نړۍ لښکرې د پښتنو د نسل وژنې ناتمامه پروژه د بشپړېدو په لور وخوځوي.
    په همدې وخت کې محترم ډاکتر عبدالله د بُن د توافقاتو په نتیجه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر شو. ډاکتر صاحب عبدالله د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خپل ماموریت د پښتون جینو سایډ په بشپړولو کې په غوره مهارت ترسره کړ او د نړۍ په هر دیپلوماتیک ډګر کې یې پښتانه د تروریستانو، تمدن دښمنانو او د مدنیت د تخریب کارانو په نامه معرفي کړل.
    د افغانستان ټول دیپلوماتیک ماموریتونه یې په افغاني ضد روحیه سمبال کړل. پردې علاوه هغه تاجکان چې افغاني روحیه یې درلوده هم د تصفیې په لېست کې شامل کړل او د بهرنیو چارو د وزارت له ماموریتونو څخه یې وشړل.
    عبدالله د خپل وزارت په وخت کې له بهرنیو اړخونو سره د افغانستان لخوا پر یوه داسې سند امضا وکړه چې بهرنیو لښکرو ته پکې اجازه ورکړل شوه چې؛ د خلکو پر کورونو هجوم وروړي، څوک چې وژني هغه و وژني او صرف د ترورېزم او القاعدې رنګ پرې واچوي، نور یې د پوښتنې څوک نشته.
    پر دغه قرارداد باندې ښاغلي ډاکتر عبدالله او محمد یونس قانوني لاسلیکونه وکړل چې د افغاني جینو سایډ یو نوی پړاو په کې پرانستل شو او تر دا اوسه پورې د جینو سایډ دغه پړاو دوام لري، وګورئ د MTA قرارداد.
    ډاکتر عبدالله دا وخت د افغانستان د زعامت او قیادت لپاره په انتخاباتي مبارزه بوخت دی. له مقدمې به راتېر شو او رابه شو دې ته چې آیا ډاکتر صاحب عبدالله په رښتیا هم د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی او نوموړی کولای شي د ډیموکراتیک جواز له لارې د افغانستان د خلکو باور او اعتبار ترلاسه کړي تر څو د یوه مشروع حکمران په توګه حکومت وکړي؟
    ډاکتر عبدالله د شورا نظار د غړي په توګه:

    د نظار شورا چې د روسانو د پوځي حاکمیت په څلورم کال یې په پنجشیر کې تشکیلات د احمد شاه مسعود لخوا رامېنځته شول، تشکیلاتي لګښتونه یې هم د روسانو له جیبه ولګېدل.
    له یوې خوا د روسي استخباراتو او له بل پلوه د فرانسوي او ایراني مفاداتو لپاره یوه کرایي موسسه وه. د نظار شورا څو ځله د پاکستان د نظامي استخباراتو لپاره هم کرایه شوه چې؛ هر ځل کرایي لوبه کې دغه کرایي سازمان په افغانستان کې د بهرنیو ګټو لپاره استعمال شو.
    د نظار شورا او اسلامي حزب د روسانو په موجودیت کې د مجاهدینو د خپل منځي سترو جګړو اساسي عوامل وو، دغه جنګونه ټول د ډله ییزو ګټو لپاره وو، چې مجاهدینو ستر او ناتمامه زیانونه په کې ولیدل.
    کورني جنګونه په افغانستان کې د ولس د ښکاره نفرتونو او کرکو وړ وګرزېدل او افغانستان یې دومره کمزوری کړ چې؛ بالاخره ټوله نړۍ یې د روغتیا او ثبات په پلمه له لښکرو سره افغانستان ته راغله.
    زه فکر نه کوم چې د ولس د پراخو کرکو او نفرتونو په غبار کې دې د نظار شورا د افغانستان په ګوښه کې هم د ډیموکراتیک انتخاب لپاره مدني چانس ولري.
    عبدالله په سکتریستي او ژبني تعصب کې ککړ سیاستوال:

    د افغانستان خلک خپل هېواد د واحد، نه تجزیه کېدونکي هېواد په توګه آباد او روښانه غواړي او له هغو سیاستونو کرکه لري چې هېواد یې په سمتونو، ژبو، توکمونو او خېلونو و وېشي.
    په تېرو ۳۵ کالو کې د معقول او منلي سیاست له جایزو لارو څخه انحرافي سیاستوالو هڅه وکړه چې؛ د خپل سیاسي موجودیت لپاره ژبني تعصبات سیمه ییزې کرکې او بالاخره ځینې داسې شعارونه چې مذهبي رنګ یې درلود، د کاري ابزار په توګه استعمال کړي.
    عبدالله د شمال د جبهې د ویاند په توګه په افغانستان باندې د اتحادي پوځونو د بمونو پر کوچنیوالي باندې په خپل اواز کې له بهرنیو نشراتي مواسساتو څخه د شکایت غږ پورته کړ او د سترو بمونو د غورځولو فرمایش یې وکړ، دده غږونه اوس هم په ارشیفونو کې ثبت دي.
    د افغانستان خلک حساس خلک دي، بهرني ډزونه او بمونه که هر څومره جایز وي، خو د کرکې وړ دي او له ملي مخالفت سره مخامخ کېږي.
    عبدالله او تاجکې رایې:

    تاجک توکم د افغانستان له معتبرو توکمونو څخه دی او د افغانستان د وحدت په ساتلو کې تر پښتنو وروسته د سترو تاریخي کارنامو ویاړونه لري.
    تاجکان هم اریایان دي او هم سنیان، دغه دوه حقیقتونه هغه فطري عوامل دي چې پښتانه او تاجکان یې له تېرو ۶۰ پېړیو راهیسې یو په بل کې ذوب کړي، ویلي کړي او تحلیل کړي دي او د دوی ترمېنځ یې د بېلتون هر ډول امکانات له مېنځه وړي دي.
    عبدالله د هېواد د تاجک توکم پر خلاف د پنجشیر د وړې کړۍ هغه مرۍ ده چې؛ د تاجکي نماینده ګۍ ټوله ونډه یې په پنجشیر کې را اېساره کړې ده، د دغه انحصاري حرکت پر ضد په بدخشان، تخار، بلخ او هرات کې د اعتراض وروستي غږونه موږ ته په ډاګه دا حقیقت را بربنډوي چې؛ عبدالله د تاجکو رایې دا ځل نه شي راخپلولای، ځکه په بدخشان کې شاه عبدالله او په غرب کې اسماعیل خان دواړه په خپل وار سره د تاجکو رایې د ډاکتر عبدالله انحصار ته نه پرېږدي.
    تر یوه حده د احمد شاه مسعود کورنی اعتبار هم دا ځل د عبدالله لپاره کیش چک نه دی. د برهان الدین رباني زوی او کونډه یې بي بي حاجي په پټه له خپل زوم څخه ملاتړ کوي.
    عطا محمد نور هم دا ځل په ډاګه د عبدالله د ملاتړ بربنډ چوپړ ته نه دی ولاړ. د نظار شورا یو بل اعتباري کرکټر امر الله صالح له یو شمېر چوتارو پرچمیانو سره د اشرف غني په پوست ورننوتی دی او یا ممکن د کومې استخباراتي پروژې د بزنس پلان له مخې د اشرف غني په ټیم کې ځای پر ځای شوی وي.
    پرچمي سکتریستان دا ځل ټول د اشرف غني تر څنګ ولاړ دي، پخوا د نظار شورا د ملاتړ اساسي متحرک قوت همدغه پرچمیان وو.
    خو اوس د ببرک کارمل د ډالۍ اکثره وتلي کسان د خلیل زمر په مشرتابه له اشرف غني څخه ملاتړ کوي. د دغه ملاتړ اساسي علت د ثور د کودتا د تاوجنو حالاتو هغه واقیعتونه دي چې؛ شاهپور احمدزی د اشرف غني سکنی کاکا یې د خلقیانو پرضد په پوځ کې د ببرک کارمل په خوا کې درولي وو او اوس پرچمیان هم هماغه سوابق د ملاتړ د اساسي دلایلو په توګه تبلیغوي.
    د ډاکتر عبدالله د رایو ټوله ذخیره په تاجک مېشتو سیمو کې ښودل کېده، خو دغه ذخیره اوس وېشل شوې او تقسیم شوې ده.
    عبدالله او افغاني اقلیتونه:

    ډاکتر عبدالله هیله لري چې دا ځل به د محمد محقق په وسیله د افغانستان په مرکزي سیمه کې د هزاره ګانو رایې ترلاسه کړي، خو هزاره ګان دا ځل تقسیم شوي دي.
    د هوښیارو او په سیاست کې د بلدو لوبغاړو د ملا حظې له مخې هزاره ګان دا ځل په سلو کې ۳۰ سلنه د افغانستان د بیروکراسۍ د یوې مهمې کورنۍ سرابیانو پر خوا دي چې؛ د سرابي کورنۍ یوه وتلې مېرمن یې د زلمي رسول د ټیم د مثلث دریمه زاویه ده.
    د مرکزي سیمو یو بل سید هزاره هم د رایو د راټولولو له صلاحیت څخه بې برخې نه دی چې د پخواني دفاع وزیر رحیم وردګ ترڅنګ ولاړ دی، همدارنګه عالمي بلخي هم په محاسبه کې شامل دی چې د ګل آغا معاون دی.
    خو د هزاره ګانو هوښیار مشر کریم خلیلي چې اوس هم په سهامي نظام کې د هزاره ګانو نماینده ګي کوي، خپلې هګۍ یې د اشرف غني په ټوکرۍ کې اېښې دي او نورې هګۍ یې سالمې له ځان سره ساتلې دي.
    کتوونکي باوري دي چې؛ دا ځل به عبدالله د هزاره ګانو تر شلو فیصدو پورې رایې ترلاسه کړي، هغه هم په لوی بخت او ویښو طالعو سره.
    د هېواد په نورو قومي اقلیتونو کې یوازې د مشرقي شاړی حضرت علي دی چې؛ عبدالله ته به د شلو او یا دېرشو زرو په شاوخوا کې رایې وګټي.
    ازبک، ترکمن، بلوڅ، عرب، پشه یي او پامیري قومونه ټول د ښاغلي ډاکتر د اُمید او طمعې له مداره وتلي دي.
    عبدالله او مجاهدین :

    حزبیان د شورا نظار ازلي مخالفین دي، خو عبدالله خپل لومړی معاون د هغو حزبیانو له ډلې انتخاب کړی دی، چې حکمتیار له خپله دره شړلي دي او یا په اصطلاح د حکمتیار د تخرګ خرېیل شوي ویښته دي.
    حزبیان عجیب عادت لري چې حکمتیار وي، نو د بل رهبر راپورته کېدل نه مني، دغه ګوندیان او حزبیان که هر څومره شیندلي وي، خو چې د حکمتیار فرمان اظهار شي، بېرته سره راټولېږي.
    د حزبیانو غیر متازع مشر د عبدالله انتخاباتي ټیم ته طلاق ورکړی دی او حزبیان یې د هلال ملاتړ ته رابللي دي، فکر کوم چې د حزبیانو رایې د عبدالله لپاره د مرغۍ پۍ دي چې؛ وبه یې نه ویني.
    د اکثرو سنتي اخوانیانو او مجاهدینو لوی پیر استاد سیاف دی، فکر نه کوم چې د شمال مجاهدین به د سیاف پر ځای عبدالله ته ترجیح ورکړي.
    هوښیار کتونکي وایي، چې د مجاهدینو تر ۵۰ فیصده زیاتې رایې به دا ځل د سیاف په نصیب وي او متباقي رایې به یې حزبیان، حضرتیان، پیران او ملایان د ځان په ګټه را ورڅرخوي.
    د مجاهدینو روحاني مشران هم تقسیم شوي دي، نیمایي یې له اشرف غني سره دي او نیمایي یې د ډاکتر زلمي رسول پر محور راچورلېږي، د دغه محور د حرکت اساسي منابع د خرید او فروش معاملې دي، ډېری مجاهدین همدا اوس له خپلو اوږدو ږیرو، ګردو پکولونو او غټو نومونو سره د منډیي مواشي دي چې د هر یوه قیمت معلوم دی او څو، څو ځایه د خرڅلاو لپاره اماده دي. خو رایې یې ټاکوونکی او غوڅ مقیاس او حد نه شي رامنځته کولای.
    د عبدالله له وروستي انتخابي کمپاین څخه داسې ښکاري چې متحرم ډاکتر صاحب هم پر خپل بري باندې بې باوره دی.
    ددې پر ځای چې په تبلیغاتي کمپاین کې د افغاني ټولنې د ذوق او سلیقې عنعنوي جذبه راوپنځوي، ډاکتر صاحب لګیا دی د هالیوډ او بالیوډ د فلمي لوبغاړو په څېر شنې، سرې، تورې، زرغونې او زیړې نیکټایي ګانې د کابل په واټونو کې د خپلو بینرونو په زور خلکو ته ور ښایي او یا یې نندارې ته وړاندې کوي.
    ممکن د دې لیکنې په وجه زه نور هم وښکنځل شم، ځکه د عبدالله کمپاینران چې لوبغالی ورانوي او ټول عمر یې د زور له منطق سره ژوند کړی دی، زما مخالفت ته هم د منطق پر ځای د ښکنځلو له لارې را وړاندې کېږي، خو زه باید خپل رسالت ترسره کړم.
    د اشرف غني ځوان کمپاینران چې ۲۰۰ لیکلې ښکنځلې راته ډالۍ کولای شي، نو د عبدالله جان جهاد او مقاومت خو باید ۴۰۰ نغدې ښکنځلې راته ډالۍ کړي، خو ډیموکراسي یو تمرین دی.
    څو چې د دغه تمرین د تداوم په نتیجه کې د مخالفت د اظهار اخلاقي اصول په خپله زموږ لخوا جوړ او عملي نه شي، دغه اصول په مریخ او سپوږمۍ کې موږ ته څوک نه جوړوي او د بکواه په ریګونو او د پکتیا پر غرونو نه شي عملي کېدلای، بلکې د افغاني ټولنې بشري انځور باید د تحمل او زغم د کرښو رنګونه او شکلونه په خپله جوړ کړي.
    خدای دې ستاسو حیا او ناموس وساتي
    په راتلونکي کالم کې پر یوه بل انتخاباتي ټکټ غږېږو

    23 تبصرې

    1. هارون الرشید جلالیMarch 6, 2014 په 00:31 تبصره قانع صیب هسی اشرف غنی پسی دی دیر زیات بد ویلی وو او د منلو وړ هم نه وو. که ته مونږ ته زلمی رسول امام کوی نو زمونږ مونځ به پسی ونشی ځکه نه ستا جامو سره برابر دی او نه د افغانی ټولنی سره.
      یو حقیقت به وایو چی هغه د هغو غلام بچکانو نه دی چی د مخکنی پاچا سلامت ظاهر شاه د کورنی د خدمت او د مذدور په هیڅ کار کړی دی .
      دا هم ویل کیږی چی ښاغلی زلمی رسول واده نه لری او دا هم د هغو کسانو نه دی چی ظاهر شاه تری خوټی ویستی دی نو دا بی شوقه انسان خو راته مه امام کوه ..
    2. AslamMarch 6, 2014 په 00:32 تبصره د هر سه د مخه در نه مننه كوو د حق او صفا وينا او بيا د٢٠٠او٤٠٠كنزا مقابل كي دومره كنزا هغوي ته او به ايدوانس كي جه كنزا كوى زمونز ي يو به دوخ
    3. Sidiqullah FidaiMarch 6, 2014 په 01:21 تبصره قا نع صایب سلا مونه اونیکی هیلی
      دعبد الرحمن بابا هغه شعرته ته ستا پام اړوم چه وا یی
      لکه ونه مسقیم په خپل مکان یم
      که خزان را باندی راشی که بهار

      1. Tawab khanMarch 6, 2014 په 10:31 تبصره سلام ښاغلی قانع صاحب
        په حقیقت باندی باید سترګی پټی نه کړو هغه داچی اشرف غنی ټولی دنیا ته معلوم دی چی په یوه مسلمانه ،دینداره اووطن پاله کورنی کی زیړ یدلی ده ،خوزمويژ په افغانانوکی چی دکارسړی پیدا شی بیا پری دپرچمی،خلقي،سیکولراو داسی نور نومونه ګدو هیله کوم په تیرو څو لسیزو کی مویژ همدی خبروخراب دی حالت ته راورسولو ،چی مثالونه یی تاسوته په خپله بهترمعلوم دی لکه داکتر نجیب الله ،داود خان اوداسی نور چی اوس یی ټول افغانان ارمان کوی ، که تاسو زلمی رسول ددی جوګه بولی چی ریس جمهوردی شی نو ستاسو داکاربه دوطن دوستی اخلاص اوصداقت نه وی بلکه ستاسو داکاربه دامتیازاتوپه بدل کی وی،اوته چی کله زما دغه پیغام ګوری نوځان سره به دا وایی چی په دی ښه پوهیژم چی اشرف غنی دریاست ورنفرده خو ته وکم امتیازات دی ، هیله کوم چی دحقیقت په لور لاړشی

        مننه
    4. افغانMarch 6, 2014 په 03:45 تبصره قانع صیب،
      ډېره دې کوښښ کړی دی چې د زلمي رسول په وړاندې ټول کاندیدان وڅنډې او خپل کمپاین دې لېڅۍ ته ورته کانديد ته وکړې خو دا خبره واوره چې خلک دومره نه دي بې سده چې ستاسې د منتر په مانا به پوه نشي. تا په ډېر مهارت سره کوښښ کړی دی چې خپل حق الزحمه ځانته حلال کړې خو څه ښه وايي چې : کاروان تېرېږي او سپي غاپي. دلته هم تا عنوان د غبرګ عبدالله ورکړی دی او په مهارت سره دې د ډاکټر اشرف غني په ضد یو ځل بیا راخيستې ده.
      ستا اوسنی حالت هغه د ميري خره ته پاتې کېږي چې هیڅ کله به په صابون سپین نشي بلکې نور به هم خپل رنګ لاپسې تور کړي. په دې مه خوشاله کېږه چې نن دې په غبرګ عبدالله پسې پرپړه لیکلې او هیله کوې چې په دې سره به بیا د خلکو په منځ کې محترم وګڼل شې. دا خلک څه عجیب غوندې خلک دي ، کله چې څوک چغې کړي بیا ورپسې نه ګرځي.
      تر بلې لیکنې پورې دې په تاند کې انتظار کې یم
    5. Akbar khanMarch 6, 2014 په 03:55 تبصره نو ثه سه وائ چه دانور تول ملت په خسی او شرابی زلمی رسول پسی ولار دی
    6. فریدزیMarch 6, 2014 په 04:52 تبصره که ته غواړې چې خپلې زړې لیکنۍ ته مشروعیت ورکړي نو دا دې بیا هم سهوا ده. هر سړي پوهیږي چې ستا غوندې تیټ او کمزوري شخص به څه هدف وي. اول خو غواړي چې ځان مشهور کړئ، او دا دې هم له هغه زده کړي کوم د د شهرت لپاره په جماعت کې …. وکړل. بل د سوځیدو بوي دي هم راځي چې ولي کوم کندهاری اولسمشر نه شي. دا رسالت ندی دا ستا قوم پرستي ، سمت پرستي او جېب پرستي ده. بس دې په کندهاریانو ډیر وغولیدو نو پرې نه غولیږو. دغه ډول کندهاریانو نه خو د غبرګ صیب ۱۰ چنده ښه دی. د هر مومن او ویښ افغان انتخاب غني دی او که غني نه وي نو بیا غبرګ د لاسپڅو او بی کفایته کندهاریانو نه ډیر بهتر دی. زه حیران پدی یم چې ستا غوندې لیکوالانو لیکنې تاند څنګه خپروي. یو جینوساید دې زده دی هر ځای کې لګیا یی. پښتانه غولوئ. د استخباراتي کړیو نومونه دې په یادو زده دي بس په یو وار ټول په لست کړئ. څوک دې په شل خرواره لیټۍ کې هم نه حسابوي.
    7. غورځنګMarch 6, 2014 په 06:21 تبصره تاندوالو مهربان وکړی دا کامنټ می نشر کړی! قانع ماما ټربه په پرنه پټوی! د وښو لاندی دی اوبه تیرول شروع کړی دی. په هر څه دی سرچپه را پیل کړی. دا لیکنه به دی هلته دقیقه ارزونه کڼل کیده که چیرته د دوه واری اودله د ګټلو چانس خو موجود وایی. خو نه ته څه بل څه بیانوی. ته چی دا قبیلویت، پیژندګلوی ، معرفت، کلی، څلی خبری کوی نو ځان نه دی د وړی ویالی چنډخ جوړ کړی. ته باید په دریابونو کی لامبو ووهی. خفه نشی قانع ګله خو حقیقت دا ده چی دی ټاکنو خو سخت غورځولی یی. ډیر سخت یی کوچنی کړی یی. او هغه څوک چی دا دنده یی درکړی ډیر سخت ظلم یی درسره کړی، د خلیفه کار در نه اخلی. ځان وپیژنه او خپله لاره ځان ته غوره کړه. د نورو په فاضلاتو به ټر نه اچوی. و ما علینا الی البلاغ
    8. غورځنګMarch 6, 2014 په 06:22 تبصره تاند والو لطفا می دا تبصره نشر کړی !! قانع ماما ټربه په پرنه پټوی! د وښو لاندی دی اوبه تیرول شروع کړی دی. په هر څه دی سرچپه را پیل کړی. دا لیکنه به دی هلته دقیقه ارزونه کڼل کیده که چیرته د دوه واری اودله د ګټلو چانس خو موجود وایی. خو نه ته څه بل څه بیانوی. ته چی دا قبیلویت، پیژندګلوی ، معرفت، کلی، څلی خبری کوی نو ځان نه دی د وړی ویالی چنډخ جوړ کړی. ته باید په دریابونو کی لامبو ووهی. خفه نشی قانع ګله خو حقیقت دا ده چی دی ټاکنو خو سخت غورځولی یی. ډیر سخت یی کوچنی کړی یی. او هغه څوک چی دا دنده یی درکړی ډیر سخت ظلم یی درسره کړی، د خلیفه کار در نه اخلی. ځان وپیژنه او خپله لاره ځان ته غوره کړه. د نورو په فاضلاتو به ټر نه اچوی. و ما علینا الی البلاغ
    9. احمد شاه کندهاریMarch 6, 2014 په 07:32 تبصره یاره قانع صاحب! منې که هیچا ښکنځل درته کړي دي، هسي تا روغ ځان په ماهیانو وخوړی، اوس یو څه نرم سوی یې، ته هم په دې پوهېږې، هغه خلګو چي بد در پسي ویل اوس به ستا په دې لیکنه خوشحاله سي او د اشرف غني پسي بد مه وایه ها تېر بد چي در پسي وویل سول انشالله ستا په ژوند کي به اول او اخر وي، زه داسي فکر کوم چي تېر ۲۰۰راډه به ستا په ژوند هېر نه سي.
      ستا سو دا جمله ډېره خوندوره وه(حزبیان د شورا نظار ازلي مخالفین دي، خو عبدالله خپل لومړی معاون د هغو حزبیانو له ډلې انتخاب کړی دی، چې حکمتیار له خپله دره شړلي دي او یا په اصطلاح د حکمتیار د تخرګ خرېیل شوي ویښته دي.) واقعاً د دا مامد خان رنګ یو څه د تخرګ وېښته ته سوی دی.
    10. Mr.PatsunMarch 6, 2014 په 07:38 تبصره سلامونه
      مضمون د به أوله برخه جالبهً أو د واقعيت خًخه دك وه خو به أخير كى أو يا د اشرف غنى به برخه كى مرج أو مساله ورزياد كرى وه ، زما هيله له جناب قانع خًخه ده جى خبل موقف د زلمى رسول به باره كى معلوم كرى
    11. ZalmiMarch 6, 2014 په 07:51 تبصره قانع صاب، زړه چه مات شی بیا هغسی نه رغییږی-مننه
    12. SayedMarch 6, 2014 په 09:25 تبصره Very Good Qani Gula,
      Ma dart Waili Wa Cha Mujeed,Parsi saboo ta Bad Way waraz ba de kha wee??
      Bay de Safat kigi ( Haq waina Ba Na Kawee)
    13. mmmMarch 6, 2014 په 09:43 تبصره قانع صاحب اول سلام بیا کلام
      نو دادرته وایم بعضی حقیقتونه پټوی زما فکر دادی ته به هم شاهد پوهیږی که ونه پوهیږی دا لیکنی نه شی کولای دا درته وایم هر لیکنه چی کوی پرحقیقیت روان یی څی ځی او داسی ځایته چی راشی دهغه چا پر خبره چی ستا سره یا قومی تعصوب اویا مخکنی دپلی او یا پټی او یا په تیرو درو لسیزوکی ستا سره زبانی شخړه کړی وی تر هغه ګام اړه وی دوه شیانو ته زما په فکر ډیر ارزښت نه ورکوی هغه لکه اسلامیت او افغانیت ته تر دی عنوان لاندی داشی ولیکه که چیری زلمی رسول تاسی کامیاب کړی اسلامیت او افغانیت دود به تر کومی اندازی مخته تګ او یا شاته تګ وکړی او نور اشرف غنی هم مطالع کړه خلګوته یی په دغه باره کی تشریح کړه او داسی دا 11 کاندیدان ټوله نو بیا به موږ پوه شو خپل انتخاب به وکړو دری لاری دی هغه یوه داسلام لار ده چی زیاته توجوع به دی خواته وی بله دافغانستان دجوړیدو او امینیت ده او بله ددامابین چی څه به امنیت وی او لږ به اسلامیت وی تشریح موږ ته داسی وکړه که مو دغه انتخاب وی دابه دافغانستان در جوړ کړی که مو دغه انتخاب کړی دا به اسلامی قانون نافض کړی او که مو دا انتخاب کړی څه دا وکړی او ځه به داوکړی او او که مو انتخاب کړ دابه دا درته وکړی دا خو معلومه خبره ده ټول کارون یو هم په یواځنی سر سرته نشی رسولای چی هم خدای(ج)خوشحاله وی هم ملت اوهم امریکا اوهم شیطان دانه شی کولای
    14. محمد خالد وردګMarch 6, 2014 په 11:20 تبصره قانع صاحب سلامونه او نیکی هیلی ! تا چی هر څه لیکلی بیخی حقیقت دی او زه همیشه ستاسی عالی مطالب او مقالی ګورم حتی کله چی تاسی ته په کوم تلویزیون کی بلنه درکړل شوی وی په هغی ورځ که چیری زه ډیر مصروفه هم وم خو بیا هم په خپل مهال ویش کی ستاسی خبرو ته ځای ورکوم او ګورم یی او په رښتیا سره چی تاسی یو ریښتینی لیکونکی ، ژورنالیست او تحلیل ګر یاستی کامیابه اوسی
    15. شيرزاد عارفيMarch 6, 2014 په 11:40 تبصره قانع صيب د اشرف غني په مورد كي ستا خبري بي زايه وي
    16. باورMarch 6, 2014 په 11:48 تبصره ګران قانع صیبه، سلامونه درته ډالی کوم هیله ده منظور یی کړی
      زه د دغو کاندیدانو څخه یوه ته هم کمپاین نه کوم خو تر کومی پوری چی ددوی ارزونه کوم داکتر اشرف غنی له هر لحاظه وتلی سړی دی نورو کی حتما یو څه کمیانی شته دی
    17. Kandahari کندهاریMarch 6, 2014 په 12:13 تبصره جار سمه! ډیری زیاته مننه چی تاسی د خپلی جامعی ستونزی او درزونو په ډیره ځیرکتیا درك کړیدی او داسی د مفهومه ډکی تبصیری وړاندی کوی ترڅو دغه ویده قوم ورباندی را ویښ سی! او بله لا داچی د ډیرو داسی مهیمو معلوماتو برسیره لا ځینی تنگ نظره او د بشری مفهوم څخه لیری خلگ په قومی تعصب ګر ډبل عبدالله او کمونیست پلوه اشرف غنیانو پیسی ځغلی او وایی چی دوی ددنیا دوهم لوی متفکر دی، حتیٰ پداسی وخت کښی چی د ددنیا د هیڅ وګړی دماغ د فکر د لوړوالی او کښته والی اندازه چا نده کړی په ځانګړی ډ*ول بیا په افغانستان کښی چی هغه کوچنیان چی د پسو رمه څاری لایی هم د ماغونه د سیاست څخه ډك دی ځکه په طبعی ډول زموږ د ټولنی چاپیریال دا زمیننه ورته انعکاس کړی. او ټوله ته معلومه ده چی ټوله د نړی انسانان یو ډول دماغ چی 24 اونثه کیږی لرونکی نو بیا اشرف غنی په څه شی باندی د دنیا دوهم متفکر سوو؟
      مننه
    18. InamulhaqMarch 6, 2014 په 14:07 تبصره ta kho da shoraye nazar member we pa yaad de de au ka na rabbani ta der nagdi we aol khapal zan aslah kara au bia lekane kawa
    19. speenMarch 6, 2014 په 18:04 تبصره قانع ګله!
      دپښتنو دنسلوژونې دپيلونکو له چوپړيانو څخه خويوتاسو هم ياست. تاسوخودپښتنوپه سيمو کې دټولګټو ځايونو(مکتبونه، سړکونه ،پلچکونه، روغتونونه اوداسې نور) په رنګونه کې اودتکفير دشعارلاندې دمقاماتو په سيده لارښونه دپښتنو په وژنه کې برخه اخيستې ده.امريکايانوته به موويل چې ړانده راکټونه سکر۲۰ ستينګر راکوی چې اسلام درته دخپل ورورڅخه وګټو.تاسوټول ژوندپه ياغيتوب اوباغيتوب کې تېرکړی اواوس په ارامه سا اخيستل خوندنه درکوي . په تېرو ليکنو کې مو دخلکودډارولوهڅه ديوڅو پېسوپه مقابل کې چې زلمي رسول له (هغه څوک چې دعوې دپښتو خوپښتوله مخې سمه لوستلی هم نه شي ) خوادرته درکړل شوي،کړې وه.
    20. جنرال حبيب الله جلالزويMarch 6, 2014 په 18:22 تبصره محترم ليكوال صاحب(. عصمت،قانع زه نه غوارم ستا به خبرو تفسيره وكرم
      دبشتو يو شعر دي خه شه واءي .

      به دنيا دزمريالو دي دا دوه. كاره. يا به وخور ي. ككري. يا به. كأمر ان شي .
      يوه لندي ده جه واءي

      كوتي قلم. ته به زرا. شوي. ته. به باقي وي مونز. به. توري. خاوري. شونه
      داجه بشتانه،تاجك ،أزبك،هزاره ،تركمن،،بشيء ،نورستاني ،إيماق ،أونور مختلف قومونه،جه به أفغانستان كي أوسي، تول أفغانا ن أويو
      ل بل سره ورونه دي اوبه به دانك نه بيليزي كومه جمله جه تا دخبل مضمون به سر كي د بشتنو او تاجكو به هكله ليكلي دايو طبعي حقيت دي جه دوي يو دبل سره نه شكيدونكي أزيكي لري
    21. ګنډېریMarch 6, 2014 په 20:25 تبصره هسې چټي دې خپله خوله زېړوې. یوه ورځ یوه ته کنځلې لیکې بله ورځ بل ته. بې شرفه او بې عزت لوچک انسان دې له ځان نه جوړ کړی دی لکه سپی غپېږې. د دوه روپیو سړی یې هر څوک چې پیسې درکړي هماغه ته سپی سپی کېږې.
    22. Mullah HabibulahMarch 6, 2014 په 23:05 تبصره Vote for candidate of your choice. Have some respect for each other…. It is not fair to insult each other… Agreements or disagreements will be there, and no one can be assured who is a cut winner…

    Leave a Reply


    Your email address will not be published. Required fields are marked *

    Name *

    Email *

    Website
    Comment

  • #2
    Good analysis that Abdullah is a failure.

    Comment

    Working...
    X