Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان حکومت د عامه ساتنې ځواک منحل ک

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان حکومت د عامه ساتنې ځواک منحل ک

    http://www.taand.comخبرونهد افغانستان حکومت د عامه ساتنې ځواک منحل کړ

    د افغانستان حکومت د عامه ساتنې ځواک منحل کړ





    تاند- د افغانستان حکومت هغه امنیتي ځواکونه منحلوي چې د پوځي اکمالاتي کاروانونو، نړیوالو مرستندویو پروګرامونو او بهرنیو تاسیساتو ساتنه کوي.

    وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې نن د دغه خبر د ورکولو تر څنګ ویلي چې د افغانستان دا اقدام به په داسي حال کې چې د امریکا او د هغې د متحدانو ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي د امنیت په اړه یو بل غیریقیني حالت رامنځته کړي.

    د ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د عامه ساتنې ځواک به منحل کړای شي.

    سره له دې چې د عامه ساتنې ځواک په دولت پوري تړاو لري، خو تجارتي بڼه لري، معاش او مصرف یې مشتریان، لکه د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا اداره (یو ایس ایډ) ورکوي. دا ځواک د شخصي امنیتي کمپنیو په ځای رامنځته شوی و.

    افغان چارواکو په وروستیو کې یو حکم صادر کړی چې پراساس یې دا ځواک په کورنیو چارو وزارت کې مدغم کېږي.

    خو د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په وینا امریکايي او ايتلافي چارواکي وايي چې دوی د افغانستان د حکومت پر پلان دقیقاً نه پوهېږي او څرګنده نه ده چې د دغه ځواک له منحل کېدو وروسته به څوک د نړیوالو په مرسته د جوړېدونکو پروژو د ساتنې دنده په غاړه اخلي.
    د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، د افغانستان ملي پولیس به د عامه ساتنې ځواک ځیني مسوولیتونه په غاړه واخلي.


    صدیقي همداراز وویل:«کابینې د دې ځواک د منحل کولو پرېکړه کړې وه او منحل هم شو. د عامه ساتنې ځواک به د افغان ملي پولیسو په چوکاټ کې د امنیت ساتنې چارو ته دوام ورکړي.»

    ده دا هم وویل چې دغو ځواکونو ته به د افغانستان حکومت معاش ورکوي.

    د افغانستان د کورذنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه ځواک له منحل کېدو وروسته به د وضعیت په اړه له نړیوالو موسسو سره خبرې وکړي.
Working...
X