Announcement

Collapse
No announcement yet.

ه ټیکري سره فوټبال ته اجازه ورکړای شوه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ه ټیکري سره فوټبال ته اجازه ورکړای شوه

    http://www.taand.comسپورتله ټیکري سره فوټبال ته اجازه ورکړای شوه


    له ټیکري سره فوټبال ته اجازه ورکړای شوه





    تاند- د فوټبال نړیوال پلاوي، چې د فوټبال قوانین وضع کوي، اجازه ورکړه چې ښځو ته اجازه ورکوي چې له ټیکري سره په مسابقو کې ګډون وکړي.

    د فوټبال د نړیوال پلاوي دا پرېکړه نه یوازې مسلمانو ښځو ته یو ښه زېری دی بلکې د سیکانو په شان د ځینو نورو دینونو پیروانو ته هم ښه خبر دی چې غواړي د سپورتي سیالیو په مهال یې سر تړلی وي.

    په پرېکړه کې ویل شوي چې باید ټیکری د ټیم له یونیفورم سره ورته والی ولري، راوتلې برخې ونه لري، په خپله لوبغاړي او یا نورو لوبغاړو ته خطرناک نه وي.

    تر دې مخکې د دوو کلونو په مخه په سپورتي لوبو کې د نجونو ټیکری وازمویل شو.

    یو شمېر اسلامي هیوادونو غوښتنه کړې وه چې د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د دوی د ښځو لوبغاړو د ګډون لپاره دې پر ټیکري بندیز ولګول شي.

    له دې سره په یو وخت د کاناډا سیکانو هم ورته غوښتنه کړې وه.
Working...
X