Announcement

Collapse
No announcement yet.

روسیه اوکراین ته پوځونه لېږي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • روسیه اوکراین ته پوځونه لېږي

    روسیه اوکراین ته پوځونه لېږي




    د خپريدو وخت: 17:23 گرینویچ - شنبه‬ 01 مارچ 2014 - 10 کب 1392






    د روسیې پارلمان اوکراین ته دپوځونو لېږل منلي دي



    د روسیې پارلمان د ولسشمر پوتین هغه غوښتنه ومنله چې اوکراین ته روسي پوځونه واستوي.

    روسي ولسسمشر ولادیمیر پوتین وویل روسي ځواکونه به په اوکراین کې د سیاسي حالاتو تر نورمالېدو پورې هلته پاتې کېږي.

    ورته مطالب




    تړلي موضوعات





    د روسیې د تورسمندرګي ځواک په کریمیا کې دی چې ډېر روسي توکمي پکې اوسېږي.

    کرملین وايي ولادیمیر پوتین د روسیې له پارلمانه غوښتي چې په اوکراین کې د روسي وګړو د ژغورلو لپاره وسله وال ځواکونه واستوي.

    کییف په کریمیا کې د روسيې وسله وال خوځښتونه غندلي او پر روسیه یې تور لګولی چې په سیمه کې وسله واله شخړه پاروي.
    "روسي ځواکونه به په اوکراین کې د سیاسي حالاتو تر نورمالېدو پورې هلته پاتې کېږي."
    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین







    د اوکراین چارسمبالي ولسشمر اولکساندر تورچینوف له ملي امنیت وزیر سره بېړنۍ غونډه کړې ده.
    کریمیا

    • د اوکراین د ننه کورواکی جمهوریت دی
    • په ۱۹۴۵م کال کې له روسيې ګوښی شو
    • روسي توکم وګړي، ٪ ۵۸،۵
    • اوکراین توکم وګړي، ۲۴،۴٪
    • د کریمیا تاتاران، ۱۲،۱٪
    • مبنع: د اوکراین د احصاییې اداره ۲۰۰۱م کال

    د کریمیا مشر پر پوتین د مرستې غږ کړی


    په داسې حال کې چې امریکا روسیې ته د پوځې لاس وهنې پر ضد خبرداری ورکړی، د کریمیا نوي مسکو پلو مشر له روسي ولسشمر ولادیمیر پوتینه غوښتي چې د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

    د کرمیلین یوې منبع ویلي، د سېرګې اکسیونوف پر غوښتنه غور کوي.

    له اوکراینه رپوټونه د تیرې شپې د نښتو خبر ورکوي او ویل کېږي چې د توغندیو د اډې د نیولو هڅه شوې وه.

    د اوکراین منځمهالي لومړي وزیر ارسیني وڅېنچوک پر روسیې تور ولګاوه چې د حالاتو د لمسون په لټه کې دی.

    نوموړي د خپلې کابینې په لومړنۍ غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

    د اوکراین د دفاع نوي وزیر ایهور تینیوخ پر روسیه تور ولګاوه چې په دې وروستیو کې یې ۶۰۰۰ زیاتي سرتېري اوکراین ته استولي دي.

    د اروپايي ټولنې مشر کمیشنر خوسې مانوېل باروسو وویل دی هغو رپوټونو هېښ کړی دی چې د اوکراین د خاورې پر تمامیت د تېري په اړه دي.

    بیګا د امریکې ولسشمر بارک اوباما روسیې ته د پوځي لاسو هنې پر ضد خبرداری ورکړ.

    ولسمشر اوباما اوکراین ته د روسي پوځونو د استولو په اړه خبرداری ورکړی دی



    ښاغلي اوباما وويل په اوکراین کې به هر ډول پوځي لاسوهنه خپله بیه ولري.

    د اوکرايين پر سر له روسيې سره د لوېديځ ناندرۍ د دواړو خواوو له خوا د زغم له بلنو سره سره تودې شوې دي.

    د امريکا ولسمشر بارک اوباما روسيه وگواښله چې په اوکرايين کې پوځي لاسوهنه به يې بيه ولري.

    هغه وویل: "موږ د اوکرایین دننه د روسیې د فدراسیون له خوا د پوځي خوځښت په رپوټونو ژور اندېښمن شوي یو. د اوکرایین پر ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول تېری به خورا بې ثباته کوونکی وي چې د اوکرایین، روسیې او یا اروپا په ګټه نه دی."

    ولسمشر اوباما زیاته کړه، دا به هغو مسلو کې د لاسوهنې په توګه وي چې د اوکرایین ولس یې باید غم وخوري.

    دا څرگندونې د اوکرايين د نوي مشرتابه له خوا پر دغه هېواد د روسيې د پوځي يرغل تر ادعا وروسته شوې دي.
Working...
X