Announcement

Collapse
No announcement yet.

د عبدالله پلویانو د کابل لوبغالي ته د یو مل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د عبدالله پلویانو د کابل لوبغالي ته د یو مل

    http://www.taand.comخبرونهد عبدالله پلویانو د کابل لوبغالي ته د یو ملیون ډالرو په ارزښت زیان اړولی

    د عبدالله پلویانو د کابل لوبغالي ته د یو ملیون ډالرو په ارزښت زیان اړولی





    تاند- د افغانستان د المپیک د کمېټې ځینو غړیو او یو شمېر ورزشکارانو شکایت وکړ چې پرون په کابل لوبغالي کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین په لړ کې د ده پلویانو دا ستدیوم سخت زیانمن او چټل کړی دی.

    خو له عبدالله عبدالله سره د نژدې اړیکو د لرلو له کبله د المپیک کمېټې مشران نه غواړي چې رسماً اعتراض وکړي یا تاوان وغواړي.

    د ورزشکارانو په وینا د لوبغالي ډېرې چوکۍ، پنجرې او نور وسایل مات شوي دي.

    په همدې حال کې ورزشکاران وايي چې د ښاغلي عبدالله د کمپاین په خاطر لږترلږه دوې ورځې له لوبو او تمرینه پاتې شوي دي.

    ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې نور دې هیڅ کاندید ته اجازه نه ورکول کېږي چې په لوبغالو کې انتخاباتي کمپاین وکړي.

    د المپیک د ملي کمېټې یوه غړي تاند ته وویل چې د عبدالله پلویانو د کابل غازي لوبغالي ته د یو ملیون ډالرو په ارزښت زیات اړولی دی.

    د کابل غازي لوبغالی دوه کاله پخوا د ناټو پوځیانو له لوري په یو ملیون ډالره ترمیم شو. وروسته پنځه لکه ډالره د دې لوبغالي پر چوکیو، کړکیو او فلزي پنجرو ولګول شوې خو د پنجشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله پلویانو، چې د کابل له بېلابېلو سیمو او دغه راز پروان او پنجشېر څخه راغلي ول، هم چوکۍ او هم نور وسایل ویجاړ کړل.

    د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپیان غړیو منلې چې د دوی کسانو لوبغالي ته زیان اړولی دی خو ویلي یې دي چې دوی کرایه ورکړې ده.

    د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین غړي عبدالرحمن اوریا وویل چې دوی په لوبغالي کې د غونډې د کولو په خاطر پیسې (کرایه) ورکړي دي.
Working...
X