دخپریدو نیټه : 2014-02-24 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
کابل : د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه .
لودين
د ولسمشریزو ټاکنو د کماینو پر لړ کې له اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ په دوام د دوشنبې پر ورځ د صبغت الله مجددي په مشری حزب ملي نجات له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه په راتلونکو ټاکنو کې ملاتړ اعلان کړ.
د دغه حزب چارواکي وایې،افغانستان دمګړي په ډيرو برخو کې ځپل شوی ،د نشه توکو کرکیله او د فساد زیاتیدل خپل وروستي حد ته رسیدلي چې باید مخنیوي يی وشي.
دوي ډاکټر اشرف غني احمدزي د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره مناسب کس وباله او له خپلو پلویانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د بریالیتوب لپاره خپلې رایې د نوموړي په ګټه وکاروي.
په همدې حال کې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي واک ته د رسیدو په صورت کې ژمنه وکړه چې د ارګ او منبر تر منځ د واټن د لمنځه وړلو تر څنګ به د ټولو لپاره یو ډول زمینه برابره کړي.
© http://www.benawa.com/details.php?id...#ixzz2uUkRNTYX