Announcement

Collapse
No announcement yet.

د امریکا دفاع وزیر د خپلو پوځیانو د شمېر د ک&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د امریکا دفاع وزیر د خپلو پوځیانو د شمېر د ک&#

    http://www.taand.comسیمه او نړۍد امریکا دفاع وزیر د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو پلان جوړ کړ

    د امریکا دفاع وزیر د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو پلان جوړ کړ





    تاند- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو پلان ترتیب کړ. په دې پلان کې له دوهمې نړیوالې جګړې را په دې خوا تر بل هر وخت لږ پوځیان په پام کې نیول شوي دي.

    ښاغلي هېګل د پوځ د فعالو ځواکونو شمېر د ۴لکه څلوېښت زرو او ۴ لکه ۵۰ زرو ترمنځ وړاندیز کړی دی.

    دا پلان به، چې د اقتصادي ستونزو او د افغانستان او عراق د جګړو د ختمېدو په رڼا کې جوړ شوی، ژر د متحدو ایالتونو له دفاعي بودجې سره یوځای د پنتاګون له لوري اعلان شي.

    په ترتیب شوي پلان کې د امریکا د پوځ پرسونل له ۵ لکه ا۷۰ زرو څخه ۴ لکه ۴۰ زرو ته راټیټ شوي دي.

    امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړ.

    د امریکا عمومي اقتصادي ستونزې او د عراق او افغانستان د جګړو زیات لګښتونه سبب شوي چې امریکا د خپلو پوځیانو او پوځي پرسونل شمېر لږ کړي.

    ټاکل شوې ده چې په لومړي ګام کې د امریکا د پوځي پرسونل شمېر سږ کال څلور لکه ۹۰ زرو ته رالږ شي.

    دغه راز د سړې جګړې د دورې د هوايي ځواک (U-2) جاسوسي الوتکې او (A-10) حمله کوونکې جټ الوتکې به تقاعد شي.

    د پینتاګون ویندوی جان کربي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې حقایقو ته په پام سره د پوځي پرسونل د کمېدا پرېکړه شوې ده.:«موږ باید د وخت حقیقتونه ومنو. له سختو پرېکړو تېښته نه شو کولی.»

    امریکايي مطبوعاتو ویلي چې دفاع وزیر چک هېګل د پیسو د سپمولو لپاره د پوځ او دفاع وزارت د پرسونلو د ځینو امتیازونو پر کمولو هم غور کوي. ښايي د کور د کرایې او روغتیايي خدماتو په شان ځیني مصرفونه حذف شي.

    د امریکا دفاع وزارت همداراز هیله لري چې له افغانستانه د زرګونو پوځیانو له ایستلو سره به یې هم په ملیاردونو ډالر وسپمول شي.
Working...
X