Announcement

Collapse
No announcement yet.

باور ورځپاڼه: افغان سرتیري د ناسمو سیاستو 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • باور ورځپاڼه: افغان سرتیري د ناسمو سیاستو 

    http://www.taand.comمطبوعاتباور ورځپاڼه: افغان سرتیري د ناسمو سیاستونو قربانیان
    باور ورځپاڼه: افغان سرتیري د ناسمو سیاستونو قربانیان






    هره ورځ مو همدومره جنازې شته

    د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې دافغان پوځیانو په امنیتي پوسته د وسله والو ډله یز برید یوویشت افغان پوځیان ووژل او اوه نور د وسله والو لاس ته ژوندي لوېدلي دي. په دغه برید کې چې افغان لږشمیر سرتیرو په کې د سلګونه وسله والو په وړاندې مقاومت وکړ ،هغه افغان سرتیری هم د بريدګرو په طالبانو په ډله کې ووژل شو چې کال مخکې یې امریکايي پوځيان دملي اردو په قرارګاه کې ووژل او طالبانو ته ورغی.

    ویل کیږي بریدګرو په پهره ولاړ پوځيان په نښه کړل او بیا وروسته پوځي پوستې ته ننوتل او یوشمیر په خوب ویده سرتېري یې ووژل .

    ځینې سرچینې دا هم وايي چې ښايی یوشمیر افغان عسکر په دې برید کې له وسله والو سره راز دار و او وسله والو ته یې د دغه برید لاره جوړه کړې ، دپوځيانو دغه چوڼۍ د څونک په سیمه کې په لویه لاره جوړه ده چې لږ وړاندې ترې د ځواکونو یوبل امنیتي کمربند هم شته .

    افغان ولسمشر حامد کرزي هم بهر ته خپل سفر دهمدې پیښې له امله وځنډوه او له ارګ ماڼۍ یوې خبرپاڼې برید په سختو ټکو وغانده په خبرپاڼه کې دولسمشر له خولې دا هم ویلي شوي چې پاکستان دې د ترهرګرۍ سره دمبارزې په لاره کې اغیزمن ګامونه پورته کړي، له اعلامیې داسې ښکاري چې په دې برید کې دپاکستان لاس له یوه لوري حتمي کیدای شي . په ورته وخت کې ددې پېښې له امله افغان ولسمشر سریلانکا ته هم خپل رسمي سفر ځنډولی دی.

    له دې پیښې وروسته بېلابېلې تبصرې کېږي، یوشمیر په دې نظر دي چې ګنې دا برید د پښتونخوا په مومندو کې دهغه درویشتو پاکستاني سرتیرو غچ و چې د پاکستاني طالبانو له لوري ووژل شول، چې پاکستان دافغان طالبانو پر مټ دخپلو سرتیرو بدل واخیست ، دافغانستان امنیتي چارواکي هم په دې ټینګ دي چې برید په بهر کې طرحه شوی و دلته له بهر څخه اشاره ګاونډي پاکستان ته ده .

    ولسي افغانانو په ټولنیزو شبکو کې په برید ویر اعلان کړی او د ملي اردو سرتیرو ته په مرال لوړولو لګیا دي ، د فسبوک پر پاڼه ډېرو د خپل پروفایل پر ځای د پوځيانو عکسونه لګول دي.

    په اروپا کې میشت افغان مخکښ ژورنالیست ډاکټر داوود جنبش لیکلي: (( په کونړ کې یې شل سرتیري ووژل: افغانان. په مومندو کې یې ۲۳ وروژلي وو: پاکستانیان د کونړ وژنه زما تر کلي یو څه ور ها خوا شوې؛ د مومندو سیمه زما د پلار د مور کلی دی ما د وینو درناوی وکړ، د خپل پروفایل عکس په اړولو سره. تاسې؟)). یو شمیر نور بیا مخامخ پاکستان په دې پیښه کې په لاس لرلو تورنوي او د مرګ په پاکستان چیغې وهي.

    افغان چارواکي او سیاستوال هم د ولسي خلکو په څیر یواځې په غندلو بس کوي .

    شنونکي په دې باور دي چې دافغانستان د نظام د کمزورو سیاستونو پایله ده ، چې افغانان په کې د امنیتي ځواکونو ، ولسي خلکو او جنګیالیو په نوم قربانوي ورکوي .

    دچارو شنونکي ادریس غروال ملي باور ته وویل د ډیورنډ په توره کرښه د پوځیانو ، ولسي خلکو او سیاسیونو وژل په کورونو او ځنګلونو دتوغندیو توغول دنړیوال ترهګریز جال د اهدافو یوه برخه ده په دې جال کې د نورو استخباراتي شبکو ترڅنګ دامریکا او پاکستان جاسوسې ادارې تر نورو مخکښې دي. هغه په دې اړه ملي باور ته وویل: ((دلته ولې دج ګړې اور بل شو، امریکا ولې د کونړ غرونو ته راغله افغان دولت ولې په دې احتجاج نه کوي ولې د جګړې دپای ته رسولو غږ نه کوي دامریکا پلمې خو د پاکستان په لویو ښارونو کې دي، ددغه جنګیالیو روزنځایونه، خو په کراچۍ او پنجاب کې دي، امریکایان دې هلته جګړه وکړي. ))

    ښاغلی غروال افغان چارواکي په دې ملامتوي چې له نړیوالو سره دجګړې په ستراتیژۍ کې د خپلو خلکو ګټو او زیانونو ته پام نه کوي، خو نور هیوادونه بیا په ډیرې هوښیارۍ دغه کار کوي. غروال وايي دا لومړۍ پیښه نه ده چې موږ پرې ویرجن کیږو او یا مو دپاکستان په وړاندې غوسه راپورته کیږي، نږدې ټول هیواد په دې غم اخته دی که په کونړ کې یوې پیښې یوویشت میندې بورې کړې په هره اونۍ کې همدومره افغانان په جګړو کې وژل کیږي او که چېرې دا ډول چارواکي ولرو نور به هم دپردیو داستخباراتي شبکو قرباني یو.
    پر افغان دولت لا له وړاندې نیوکه داده چې دپیښو پلټنه نه کوي او ډېرځله په پڅ دریځ او یواځې په شعارونو تم وي
Working...
X