http://www.taand.comمقالېد افغانستان بانک وژغورئ/ دلاور خان
د افغانستان بانک وژغورئ/ دلاور خان
درنو لستونکو ما په تيره ليکنه کې له تاسو سره ژمنه کړې وه چې زه به د افغانستان بانک کې د روانو چارو په اړه تاسو ته معلومات درکوم له ژمنې سره سم دا دی د افغانستان بانک وژغورئ تر عنوان لاندې دويمه ليکنه کوم هيله ده د افغانستان حکومت د دې ډول اشخاصو په اړه ډير ژر پريکړه وکړي .له تيرو څو کالو راهيسې چې د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري ټاکل شوی دې ښاغلي په بانک کې يوازې دوه کارونه تر سره کړي لومړی کله چې د افغانيو ارزښت را ټيټ شي د دې لپاره چې د افغانيو ارزښت بيرته لوړ شي دی بازار ته ډالر عرضه کړي دا په دې مانا چې د بانک چارواکي په دې نه پوهيږي چې په بازار کې څومره افغانيو ته اړتيا ده تر څو بازار ته عرضه شي ځکه که دوی پوهيدلی بازار ته يې ډيرې افغانۍ نه عرضه کولو او په دې ډيری افغانان پوهيږي چې د افغانيو ارزښت د هيواد په سياسي استحکام پورې تړاو لري په دې نه چې د هيواد په بازارونو کې ډير افغانۍ شتون لري موږ او تاسو وينو چې د هيواد په ډير سيمو کې د افغانيو پر ځای بهرني اسعار چلښت لري . د افغانستان بانک د قانون د 33مادې له مخې د هيواد دود پيسې افغانۍ دي چې په AFسره ښودل کيږي .خو د افغانستان بانک چارواکي بيا په دې اړه هيڅ ډول اقدام نه ترسره کوي. او دویم کار يې د بانک د کارمندانو تبديليدل او راتبديلدل داسې خلک شته چې په تير يو کال کې دري يا څلور ځله تبديل شوي. یو کارمند هيڅ ارتقا نه کوي دا په داسې حال کې ده چې ښه وړتيا به یې لري خو څوک يې پوښتنه هم نه کوي خو يو شمير نور بيا ډير ژر ژر ګرېډونه تبدلوي. (يو انجلی ده د افغانستان بانک په مالي برخه کې کار کوي لومړی په دريم ګريد کې وه له لږ وخت وروسته پنځم ګريډ ته لاړه او بيا اووم ګريد ته لاړه اوسمهال اتم ته لاړه او دا ټول ګريدونه په څه کم يو کال کې اخيستي).د افغانستان د اساسي قانون د دولسمې مادې له مخې د افغانستان بانک د دولت مرکزي او مستقل بانک دی چې مشر يې د ولسمشر په امر د ولسي جرګې په تائيد ټاکل کيږي .دا ښاغلي د همدې مادې څخه په ګټې اخيستنې سره څه چې زړه غواړي تر سره کوي او داسې فکر کوي چې هيڅ قانون اجازه نلري تر څو د افغانستان بانک تر خپل نظارت لاندې راولي خو د افغانستان بانک د هيواد مرکزي بانک دی او دا بانک د افغانستان د ولس بانک دی نه د يو څو ځان خوښو او خود غرضه خلکو . د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې د قانون د دريمې مادې شپږمې فقرې له مخې (له دندې ناوړه ګټه پورته کونه ) بايد دا چارواکي د هيواد عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شي .
په افغانستان بانک په سلګونه بکلوريا(د خطراتو امر،لومړی مرستيال،بشري منابع،خدمات،مالي امر او يو شمير لوړ رتبه مامورين ) کارکونکي کار کوي او ډيری يې د اوسنۍ ادارې له خوا مقرر شوي. همدرانګه د هيواد په ټولو ادارو کې د کار کوونکو معاشونه د خپل اړوند امر لخوا لوړيږي(په افغانستان بانک کې دا پروسه يوازې د هغو کارمندانو لپاره ده چې د افغانستان بانک له چارواکو سره اړیکې نلري ) په ځانګړي توګه د لوی ریس او د لومړي مرستیال خو دلته د دې پروسې خلاف د افغانستان بانک چارواکي په خپله خوښه چې چا ته خوښه وي معاش لوړوي او ډیر معاشونه هغه چاته لوړیږي چې د ریس او یا لومړي مرستیال سره اړيکې ولري او دا خلک ډيری بکلوريا دي چې د افغانستان د کار قانون د نهه پنځوسمې مادې د څلورمې فقرې له مخې: په مزد کې هر ډول تبعض جواز نلري . خو دا چارواکو دا ټول قوانين تر پښو لاندې کړي او په خپله خوښه کار کوي .
د افغانستان بانک د ټولو مشر د امريکا د متحده ايالاتو کې اوسیږي که خدایی مکړه په هيواد کې مالي سيستم له ناورين سره مخ شي دا ښاغلی کولای شي په اسانۍ سره امريکا ته لاړ شي او د عبدالقدير فطرت په څير به هلته خپل ژوند غوره کړي بيا به يې هيڅوک د محاکمه کولو وس ونلري ښه به دا وي چې دا چار واکي سم د لاسه عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي تر څو هيواد له يو لوي مالي ناورين څخه وژغورل شي . درنو لوستونکو په راتلوونکو ليکنو کې به د افغانستان بانک په ټولو څانګو کې د کار کوونکو نومونه در ښکاره کړم هر څانګه به جلا وڅيړم د څانګې دندې او د چارواکو زده کړې به يې هم درته روښانه کړم او د لومړي مرستیال په بې کفایتۍ به هم پرته له کوم شخصي ستونزې رڼا واچوم او کړنې به یې لکه څنګه چې په خپل وار سره روښانه کوم دا پروسه به دوام لري د لوی افغانستان اونیزې نه مننه چې د حقیقت په خپرولو کې خپلواکه رسنۍ ده له هیچا څخه ډار ویره نه لري او په نره زما لیکنې خپروي زه هم د لو افغانستان اونیزې سره ژمنه کوم چې هېڅ خبره به بې اسنادو نه وي څه چې لیکم د اسناد پربنسټ به یې لیکم
له لوی افغانستان اوونیزې څخه په مننې
د افغانستان بانک وژغورئ/ دلاور خان
- Wednesday, 19 February 2014 23:22
- لیکنه: تاند
- تبصره ولیکئ