Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان د کارېزونو تاریخي اهمیت

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان د کارېزونو تاریخي اهمیت

    د افغانستان د کارېزونو تاریخي اهمیت


    هدایت الله همیم
    بي بي سي








    د خپريدو وخت: 05:40 گرینویچ - پنجشنبه 20 فبروري 2014 - 01 کب 1392






    د کارېزونو د اصلاح او بیارغولو ډېرې ګټې دي،* خو له بده مرغه تر ډېره لویو زېربنايي پروژو او بندونو ته پام اوښتی،* چې ډېر کله له ځنډ* او خنډ* سره مخامخ شوي،* لکه د اوبو بندونه، ژور څاګان.



    په افغانستان کې اوبه یوه حساسه موضوع ده.* د افغانستان شاوخوا ۶۵۰ زره کیلومتره مساحت هر کال تر ۳۰۰ میلیمترو لږ باراني اوبه ترلاسه کوي،* خو د خپلو حوضونو اوبه له ګاونډیو هېوادونو سره وېشي.

    په افغانستان کې د تېرو ۲۳ کلنو ناخوالو تقریباً* ټول زېربنايي بنسټونه له منځه یووړل،* خو په تېرو پنځو کلونو کې د وچکالۍ کچه لوړه شوې وه.

    تړلي موضوعات





    دا مهال افغانستان کې له د اوبو له شبکې په کلیو کې نژدې ۱۷ سلنه وګړي او په ښارونو کې نژدې ۳۸ فیصده اوسېدونکي ګټه اخلي،* چې دا کچه د نورې نړۍ په پرتله ډېره کمه ده.*

    خو افغانستان کې د اوبو د کمښت له ناورین ممکنه وېره نه شته؛* ځکه چې په هېواد کې د اوبو سرچینې ډېرې دي، خو جدي کار ته اړتیا لري.

    د ځینو سروې ګانو د اټکل له مخې،* د افغانستان هر وګړی نژدې ۱۷۰۰ متر مکعب اوبه لګوي، خو دا مهال د هر وګړي لپاره ۳۲۰۰ متر مکعب اوبه موجودې دي.

    د افغانستان د اوبو اداره او کنټرولو یوه ستونزمنه چاره ده، چې له ډېرو کلونو راهیسې یې له ګاونډي ایران او پاکستان سره پرې لانجه ده، چې ان د کارېزونو د اوبو کنټرول هم اسانه نه دي.

    پخواني کارېزونه سمون ته اړتیا لري، چې تر یوه بریده د ملي پیوستون د پروګرام له لارې له کلیوالو سره د کارېزونو د پراختیا برخه کې کار شوی.
    "په افغانستان کې د کارېزونو بیارغونه ۲۰ میلیون ډالر غواړي، چې دغه مبلغ د هغو میلیاردونو ډالرو مرستو یوه ډېره ناچیزه برخه ده،* چې له افغانستان سره په تېرو دیارلسو کلونو کې وشوې."




    کارېزونه په پخوانۍ طریقه په ځمکه کې د تونل په بڼه جوړ شوی بنسټ لري،* چې له پاسه- ښکته خوا ته جوړېږي،* چې پخپل سر اوبه په کې درومي او په یوه برخه کې یې د ځمکې سطحې ته راپورته کېږي او له هماغه ځایه په کوچنیو ویالو کې پر وګړو وېشل کېږي.

    د ځینو کارېزونو عمودي څاګانو ژوروالی تر ۳۰ مترو پورې رسېږي،* د دې پرځای چې له څاګانو اوبه د ځمکې سطحې ته راپورته شي،* په افقي ډول تونل ډوله سمڅې ورته وباسي،* چې له څو کیلومترو لیرې یې د ځمکې سر ته راپورته کوي.

    له کارېزونو راوتونکې اوبه د کروندو او ځمکو د خړوبولو لپاره پکارېږي، د خوراک لپاره هم ترې رڼې، پاکې او بهېدونکې اوبه راوځي.
    له فارس تر چین او اسپانیا پورې


    د کارېزونو لړۍ په نړۍ کې لاهم یو ډېر پخوانی کارېدونکی هندسي سیستم دی. د اوبو رایستلو دغه سیستم نژدې ۳۰۰۰ کاله مخکې پخواني فارس ((اوسني ایران)) کې جوړ شوی و چې هغه مهال یې (کانال) باله،* خو له دغه هېواده ختيځ لوري (چین) د ورېښمو د لارې پر اوږدو او د افریقا شمال،* قبرس،* کناري ټاپوګانو او اوسنۍ اسپانیا ته دغه سیستم وغځېد.

    فلسطینیانو هم له ۲۰۰۰ کلونو راهیسې تر ۱۹۴۸ کال پورې د کانالونو له سیستم څخه په ګټې اخیستو سره د زیتون او مالټو د باغونو خړوبولو لپاره ګټه اخیسته، د شملې پېړۍ په نیمايي کې،* لاهم ایران کې تر ځمکې لاندې نژدې ۲۲۰۰۰ کانالونه وو،* چې اوږدوالی یې تر ۲۷۳۰۰۰ کیلومترو پورې رسېده،* او د هېواد نژدې ۷۵ اوبو اړتیا یې پوره کوله.

    خو له کارېز څخه لاهم په ایران، افغانستان، چین، پاکستان، عراق او د عربي هېوادونو په ځینو برخو کې ګټه اخیستل کېږي.

    کارېزونه د سیمې د جغرافیوي جوړښت پربنسټ* جوړېږي، چې وګړي* ترې د وېش او د ځمکې د کموالي او زیاتوالي پر اساس ګټه اخلي



    په افغانستان کې، چې د وګړو ډېره تکیه یې پر کروندو او د کارېزونو پر اوبو ده، په ۲۰ ولایتونو کې تر ۶۵۰۰ ډېر فعال کارېزونه دي، چې د اتیایمې لسیزې تر وروستیو پورې یې د هېواد نژدې ۱۷۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوله.

    خو ۱۰ ولایتونو کې بیا د اوبو او د اوبو له اړخه د خپلو۴۰ سلنه اړتیا پوره کولو لپاره بندونه جوړ کړي وو، خو تر اوږدې شخړې او جګړو وروسته، لاهم د کارېزونو شبکې ته ډېر پام ونه شو، او که ټول نه وي، اتیا سلنه کارېزونه اصلاح او بیا رغولو ته اړتیا لري.

    خو د یوې شمېرې له مخې، اوس افغانستان کې د خړوبېدونکې ځمکې کچه د ۱۹۸۰ کال د خړوبېدونکې ځمکې له نیمايي سره برابره ده، چې له کبله یې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.
    د کارېزونو بیا فعالول


    په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان ته د نژدې یو میلیون کډوالو په ستنېدو سر، پر اوبو کار او فشار ډېر شو. نړیوالې ټولنې هم هڅې وکړې، چې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه پیدا کړي، خو دا چې تل نړیوال افغانستان ته د فساد د تور ګوته نیسي، وايي چې د بیا رغونې برخه کې د کرنې او اوبو برخه کې شوې مرستې په سمه توګه نه دي لګول شوې.

    په افغانستان کې د کارېزونو بیارغونه ۲۰ میلیون ډالر غواړي، چې دغه مبلغ د هغو میلیاردونو ډالرو مرستو یوه ډېره ناچیزه برخه ده،* چې له افغانستان سره په تېرو دیارلسو کلونو کې وشوې.

    که چېرې دغه مرستې په سمه توګه لګول شوې وای، کلیوال او لیرې اوسېدونکي وګړي به ښارونو ته د روزګار او کار لپاره تګ ته نه اړ کېدل، او د هغو بې وزله کلیوالو ژ،ند کې به یې اسانتیاوې رامنځ*ته کړې وای، چې اوس یې زیاتره د کار د نشتوالي او ناامنیو د ډېرېدو له کبله د پولۍ ټک ته ناست دي.

    کارېزونه د سیمې د جغرافیوي جوړښت پربنسټ* جوړېږي، چې وګړي* ترې د وېش او د ځمکې د کموالي او زیاتوالي پر اساس ګټه اخلي، هر بزګر او کروندګر د کارېز د اوبو یوه سرچینه لري، چې له څو کیلومترو لیرې یې تر خپلو کروندو پورې رسوي، کلیوال میراو (میر اب) د اوبو وېش او ساتنې دنده پرغاړه لري.

    د کارېز اوبه دوامداره وي، خو تر ډېره د باران او ژمي پر اوبو پورې تړلي وي، که چېرې بارانونه کم وي، اوبه یې کمېږي.
    سوله او د اوبو خوندیتوب


    د ځینو سروې ګانو د اټکل له مخې،* د افغانستان هر وګړی نژدې ۱۷۰۰ متر مکعب اوبه لګوي، خو دا مهال د هر وګړي لپاره ۳۲۰۰ متر مکعب اوبه موجودې دي.



    د کارېزونو د اصلاح او بیارغولو ډېرې ګټې دي،* خو له بده مرغه تر ډېره لویو زېربنايي پروژو او بندونو ته پام اوښتی،* چې ډېر کله له ځنډ* او خنډ* سره مخامخ شوي،* لکه د اوبو بندونه، ژور څاګان.

    دا سمه ده چې افغانستان ځینې وخت پر اوسنیو سیستمونو بسیا کېدنه نه شي کېدای، بلکې د اوبو زېرمه کولو او ډېرولو پخوانۍ طریقې هم باید ژوندۍ وساتي.

    د ژورو څاګانو کیندل ځینې وخت اندېښنې راپورته کوي، د لنډمهال لپاره د څښاک او خړوبولو لپاره ښه کار ورکوي، خو ناسم کیندل یې د اوبو کچه لا پسې عمق ته بیايي او د ورڅېرمه کارېزونو یا لږ ژورو څاګانو او چینو د وچوالي او یا یې د اوبو د کمښت لامل ګرځي، چې د میلیونونو وګړو پر ژوند اغېز کوي.

    همدا لامل دی چې د هېواد په ځینو برخو کې لاهم پر اوبو او ناسم وېش یې مرګونې شخړې رامنځ* ته کېږي.
Working...
X