http://www.taand.comخبرونهامریکا د خپل یوه عسکر په بدل کې ۵ طالبان خوشي کوي
امریکا د خپل یوه عسکر په بدل کې ۵ طالبان خوشي کوي
تاند- د امریکا حکومت غواړي چې له طالبانو سره د خپل یوه اسیر په بدل کې د دې ډلې پنځه بندیان، چې په ګوانتنامو کې ساتل کېږي، خوشي کړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوباما حکومت لېواله دی چې د طالبانو ۵ بندیان له امریکايي اسیر بو بیرګدال (Bowe Bergdahl) سره تبادله کړي.
بیرګدال د افغانستان په ۱۳ کلنه جګړه کې یوازینی امریکايي پوځي دی چې افغان طالبانو ته ژوندی په لاس ورغلی دی.
نوموړی په ۲۰۰۹ میلادي کال د طالبانو له لوري ونیول شو. طالبانو د هغه د خوشي کولو په بدل کې یو ملیون امریکايي ډالر غوښتي دي. نوموړی وروسته له دې د طالبانو لاس ته ورغی چې د نشې په حال کې له خپلې اډې یوازې ووت.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د حکومت د چارواکو په قول ویلي، د امریکا حکومت غواړي چې د روان میلادي کال تر پایه له افغانستانه د خپلو پوځیانو ترایستلو مخکې بیرګدال خوشي شي.
ورځپاڼه وايي چې د دواړو خواوو د جوړجاړي په صورت کې به د طالبانو پنځه بندیان په خوندي ډول قطر ته ولېږل شي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په دې برخه کې د امریکا د حکومت د هڅو د جزییاتو په اړه خبرې نه شي کولی. دې په عین حال کې وویل:« باید په دې کې شک نه وي چې موږ هره ورځ هلې ځلې کوو، له خپلو پوځي، استخباراتي او دیپلوماتیکو امکاناتو کار اخلو څو بیرګدال خپل هیواد ته راولو.»
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې امریکا تراوسه پوري د بیرګدال د خوشي کېدا په بدل کې طالبانو ته د هغوی د پنځو بندیانو د خلاصون وړاندیز نه دی کړی.
ورځپاڼه همداراز وايي، باور دی چې بیرګدال په پاکستان کې ساتل کېږي.
د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کیربي د جمعې په ورځ ویلي و، واشنګټن لېواله دی چې بیرګدال ژر تر ژره خپل هیواد ته راستون شي.
امریکا د جنورۍ په میاشت کې د بیرګدال د ژوندي پاتې توب په اړه د ثبوت په توګه یوه ویدیو ترلاسه کړه.
امریکا د خپل یوه عسکر په بدل کې ۵ طالبان خوشي کوي
- Tuesday, 18 February 2014 23:44
- لیکنه: تاند
- تبصره ولیکئ
تاند- د امریکا حکومت غواړي چې له طالبانو سره د خپل یوه اسیر په بدل کې د دې ډلې پنځه بندیان، چې په ګوانتنامو کې ساتل کېږي، خوشي کړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوباما حکومت لېواله دی چې د طالبانو ۵ بندیان له امریکايي اسیر بو بیرګدال (Bowe Bergdahl) سره تبادله کړي.
بیرګدال د افغانستان په ۱۳ کلنه جګړه کې یوازینی امریکايي پوځي دی چې افغان طالبانو ته ژوندی په لاس ورغلی دی.
نوموړی په ۲۰۰۹ میلادي کال د طالبانو له لوري ونیول شو. طالبانو د هغه د خوشي کولو په بدل کې یو ملیون امریکايي ډالر غوښتي دي. نوموړی وروسته له دې د طالبانو لاس ته ورغی چې د نشې په حال کې له خپلې اډې یوازې ووت.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د حکومت د چارواکو په قول ویلي، د امریکا حکومت غواړي چې د روان میلادي کال تر پایه له افغانستانه د خپلو پوځیانو ترایستلو مخکې بیرګدال خوشي شي.
ورځپاڼه وايي چې د دواړو خواوو د جوړجاړي په صورت کې به د طالبانو پنځه بندیان په خوندي ډول قطر ته ولېږل شي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په دې برخه کې د امریکا د حکومت د هڅو د جزییاتو په اړه خبرې نه شي کولی. دې په عین حال کې وویل:« باید په دې کې شک نه وي چې موږ هره ورځ هلې ځلې کوو، له خپلو پوځي، استخباراتي او دیپلوماتیکو امکاناتو کار اخلو څو بیرګدال خپل هیواد ته راولو.»د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې امریکا تراوسه پوري د بیرګدال د خوشي کېدا په بدل کې طالبانو ته د هغوی د پنځو بندیانو د خلاصون وړاندیز نه دی کړی.