غان حکومت نیمه فعاله سپوږمکۍ تر لاسه کوي
د خپريدو وخت: 14:01 گرینویچ - دوشنبه 17 فبروري 2014 - 28 سلواغه 1392
چارواکي وایي،افغان سټ یوه سپوږمکۍ له ټولو تخنیکي عوارضو سره سره کولای شي د افغانستان اړتیاوې حل کړي.
د افغانستان د مخابراتو وزرات وايي، د «یوتل ست» شرکت یوه نیمه فعاله سپوږمکۍ چې لنډ عمر لري د افغانستان په واک کې ورکوي.
د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین له بي بي سي سره په خبرو کې د یو شمېر نیوکو په اړه وویل که افغانستان غواړي چې فضا ته نوې سپوږمکۍ واستوي نو له ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو لګښت پرې راځي چې د حکومت له وسې وتلې خبر وه.
ورته مطالب
تړلي موضوعات
خو د مخابراتو او ټکنالوژۍ برخې یو شمېرفعال شرکتونه وايي، تیار نه دي له داسې سپوږمکۍ سره تړون لاسلیک کړي چې په نیمه لار کې یې پرېږدي.
لکه چې د بي بي سي خوشحال تایب پخپل راپور کې کاږي، افغانستان لا تر اوسه په رسمي توګه (افغان ست یو) سپوږمکۍ څخه ګټه اخیستل نه دي پیل کړي چې له نیوکو سره مخ شوی دی.
ویل کېږي چې افغانستان د یوتل ست شرکت څخه چلېدلې او دویم لاس سپوږمکۍ ترلاسه کړې چې ښايي ډېر عمر ونه لري.
د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي شاوخوا یو کال وړاندې کله چې افغانستان غوښتل سپوږمکۍ ته لاسرسی ومومي نو دغه موضوع یې په نړیواله کچه داوطلبۍ ته وړاندې کړه چې په پایله کې یې دوو شرکتونو لېوالتیا ورسره وښوده.
یو یې یوتل سیت او بل هم د سریلانکا او چین ګډ شرکت وو.
د افغانستان د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین بي بي سي ته وویل افغانستان له پیله دوه غوراوي په مخ کې لرل، یو دا چې نوې سپوږمکۍ واخلي او بل دا چې د دویم لاس یوه سپوږمکۍ واخلي چې ځینې تخنیکي ستونزې یې لرلې، خو له پنځو تر اوو کلونو کار ترې اخیستل کیدای شي.
ښاغلی سنګین وايي که افغانستان نوی سټلایت یا سپوږمکۍ فضا ته لېږله نو له شاوخوا ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو لګښت پرې راته او درې کاله وخت ته یې اړتیا لرله.
د هغه په وینا د افغان ست یوه سپوږمکۍ له ټولو تخنیکي عوارضو سره سره کولای شي د افغانستان اړتیاوې حل کړي.
افغانستان په مخابراتو کې ډېر پرمختګ کړی، باور دی چې دا سپوږمکۍ به دغه صنعت نور هم وغوړوي
هغه سپوږمکۍ چې ټاکل شوې د افغانستان په واک کې ورکول شي د یوه فرانسوي شرکت EADS Astrium او د هند د فضايي څېړنو سازمان ګډ شرکت تولید دی چې د ۲۰۰۸ کال د دسمبر په شلمه نیټه د Ariane 5ECA توغندي په وسیلې له HotBird 9 فضا ته وتوغول شوه، چې انترنتي چارې او د تلویزیوني شبکو خپرونې خپرې کړي.
د هغې سپوږمکۍ لومړنی نوم W2M وو چې باید د W2 سپوږمکۍ ځای یې نیولی وای چې د کارولو نېټه یې په ۲۰۱ کال کې پای ته رسېده.
هغه سپوږمکۍ چې «افغان ست یو» نومول شوې او په فضا کې په ۴۸ ختیځې درجې به ځای پر ځای شي مخکې تر دې د سختو تخنیکی ستونزو له امله د یوتل ست سوداګرزې کړۍ ایستل شوې وه او په لومړیو دوو کلونو کې پرته له ګټې اخیستنې د ځمکې په شاوخوا څرخېدله.
د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ کې د یوتل سټ شرکت اعلان وکړ د سپوږمکۍ د انرژۍ په سیستم کې د سختو ستونزو له امله نه شي کولی له هغې ګټه واخلي نو ځکه یې له ورکړې ډډه کوي.
د یوتل سټ مشر ګایولیانو بیریتا دغه ستونزه د یو تل سټ لپاره ستره نهیلي بللې وه.
وروسته د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ کې د یوتل سټ، د بیمې له شرکت د بشپړې خسارې غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۰۹ کال په جون کې یې څه باندې ۱۲۰ میلیونه یورو بیمه ترلاسه کړې وه.
خو اوس پوښتنه دا ده چې له تخنیکي ستونزو سره مله سپوږمکۍ به کوم سرخوږي له ځان سره ولري؟
د فني او تخنیکي پلوه ستونزو سره به څومره وکارول شي؟
د دغو پوښتنو د ځواب لپاره د کابل په لویدیځ کې د انترنټي خدمتونو د وړاندې کولو د یوه مرکز چارې ګورو.
دغه شرکت د یوتل سټ شرکت په ګډون د دریو بهرنیو شرکتونو د سپوږمکیو په وسیلې انترنتي چارې ترسره کوي.
د دغه شرکت مشر خالقیار حیدري دی چې له افغانستانه بهر یې د معلوماتي ټکنالوژۍ په څانګه کې زده کړې دي.
دی د سپوږمکیو د کارولو په اړه وايي "که د افغانستان د مخابراتو وزارت یا افغان حکومت له دغې سپوږمکۍ یا بلې سره او یا هم نورو شرکتونو سره تړون لاسلیک کوي، موږ خپله تر هغه چې د دغو سپوږمکیو په اړه ډاډ ترلاسه نه کړو نو تیار نه یو چې د سوداګریزې ګټې او یا هم تړونونو لپاره ګټه ترې واخلو."
ښاغلی حیدري زیاتوي "د مخابراتو وزرات باید په دې برخه کې زیات ځیر واوسي. خپلې تخنیکي مطالعې بډایې کړي چې خدای مه کړه یوه ورځ د افغانستان خلکو ته سخت مالي او یا هم د حیثیت له پلوه زیان وا نه وړي."
دوه اوونۍ وروسته تر هغه چې د افغانستان د مخابراتو وزیر سپوږمکۍ ته د لاسرسي په اړه اعلان وکړ، د افغانستان د پیوستون ګوند په خپلې ویبپاڼې کې د یوه څېړنیز راپور په ترڅ د افغان حکومت او یوتل ست شرکت ترمنځ تړون تر نیوکو لاندې ونیو.
د دغه راپور لیکونکي فرزاد په وینا په افغانستان کې له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې په سترو تړونونو کې د فساد تورونه لګول شوي او سپوږمکۍ په اړه تړون هم شکمن بریښي نو ځکه یې د دغه شان یوه راپور جوړولو ته ملا وتړله.
نوموړی وایي، "یوه سپوږمکۍ په منځني ډول له اتو تر لسو کلونو او ځينې سپوږمکۍ چې په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دي بیا له دولسو تر پنځلسو کلونو عمر لري."
د افغانستان د مخابراتو وزرات وايي د یوتل سټ شرکت ژمنه کړې د افغان سټ یوه سپوږمکۍ تر راتلونکو پنځو نه تر اوو کلونو پورې د افغانستان اړتیاوې پوره کړي.
په دې موده کې به هڅه وشي چې د افغان سټ دوه په نوم نوې سپوږمکۍ ترلاسه کړي او د افغان سټ یو ځای ونیسي.
افغانستان تمه لري یوتل سټ شرکت په کال د څلور میلیونو ډالرو د ورکړې له لارې شاوخوا پنځلس میلیونه ډالر تر لاسه کړي خو لا معلومه نه ده چې کوږ بار به منزل ته ورسېږي؟
د خپريدو وخت: 14:01 گرینویچ - دوشنبه 17 فبروري 2014 - 28 سلواغه 1392
چارواکي وایي،افغان سټ یوه سپوږمکۍ له ټولو تخنیکي عوارضو سره سره کولای شي د افغانستان اړتیاوې حل کړي.د افغانستان د مخابراتو وزرات وايي، د «یوتل ست» شرکت یوه نیمه فعاله سپوږمکۍ چې لنډ عمر لري د افغانستان په واک کې ورکوي.
د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین له بي بي سي سره په خبرو کې د یو شمېر نیوکو په اړه وویل که افغانستان غواړي چې فضا ته نوې سپوږمکۍ واستوي نو له ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو لګښت پرې راځي چې د حکومت له وسې وتلې خبر وه.
ورته مطالب
- ویبپاڼو افغانستان کې برېښنايي سوداګري دود کړې
- مخابراتو وزارت: د افغانستان ٪۸۰ ښځې ټليفون لري
- بي بي سي پښتو په يوټيوب کې خپل کانال پرانېست
تړلي موضوعات
خو د مخابراتو او ټکنالوژۍ برخې یو شمېرفعال شرکتونه وايي، تیار نه دي له داسې سپوږمکۍ سره تړون لاسلیک کړي چې په نیمه لار کې یې پرېږدي.
لکه چې د بي بي سي خوشحال تایب پخپل راپور کې کاږي، افغانستان لا تر اوسه په رسمي توګه (افغان ست یو) سپوږمکۍ څخه ګټه اخیستل نه دي پیل کړي چې له نیوکو سره مخ شوی دی.
ویل کېږي چې افغانستان د یوتل ست شرکت څخه چلېدلې او دویم لاس سپوږمکۍ ترلاسه کړې چې ښايي ډېر عمر ونه لري.
د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي شاوخوا یو کال وړاندې کله چې افغانستان غوښتل سپوږمکۍ ته لاسرسی ومومي نو دغه موضوع یې په نړیواله کچه داوطلبۍ ته وړاندې کړه چې په پایله کې یې دوو شرکتونو لېوالتیا ورسره وښوده.
"که د افغانستان د مخابراتو وزارت یا افغان حکومت له دغې سپوږمکۍ یا بلې سره او یا هم نورو شرکتونو سره تړون لاسلیک کوي، موږ خپله تر هغه چې د دغو سپوږمکیو په اړه ډاډ ترلاسه نه کړو نو تیار نه یو چې د سوداګریزې ګټې او یا هم تړونونو لپاره ګټه ترې واخلو."
د یوتل سټ مشر خالقیار حیدريیو یې یوتل سیت او بل هم د سریلانکا او چین ګډ شرکت وو.
د افغانستان د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین بي بي سي ته وویل افغانستان له پیله دوه غوراوي په مخ کې لرل، یو دا چې نوې سپوږمکۍ واخلي او بل دا چې د دویم لاس یوه سپوږمکۍ واخلي چې ځینې تخنیکي ستونزې یې لرلې، خو له پنځو تر اوو کلونو کار ترې اخیستل کیدای شي.
ښاغلی سنګین وايي که افغانستان نوی سټلایت یا سپوږمکۍ فضا ته لېږله نو له شاوخوا ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو لګښت پرې راته او درې کاله وخت ته یې اړتیا لرله.
د هغه په وینا د افغان ست یوه سپوږمکۍ له ټولو تخنیکي عوارضو سره سره کولای شي د افغانستان اړتیاوې حل کړي.
افغانستان په مخابراتو کې ډېر پرمختګ کړی، باور دی چې دا سپوږمکۍ به دغه صنعت نور هم وغوړويهغه سپوږمکۍ چې ټاکل شوې د افغانستان په واک کې ورکول شي د یوه فرانسوي شرکت EADS Astrium او د هند د فضايي څېړنو سازمان ګډ شرکت تولید دی چې د ۲۰۰۸ کال د دسمبر په شلمه نیټه د Ariane 5ECA توغندي په وسیلې له HotBird 9 فضا ته وتوغول شوه، چې انترنتي چارې او د تلویزیوني شبکو خپرونې خپرې کړي.
د هغې سپوږمکۍ لومړنی نوم W2M وو چې باید د W2 سپوږمکۍ ځای یې نیولی وای چې د کارولو نېټه یې په ۲۰۱ کال کې پای ته رسېده.
هغه سپوږمکۍ چې «افغان ست یو» نومول شوې او په فضا کې په ۴۸ ختیځې درجې به ځای پر ځای شي مخکې تر دې د سختو تخنیکی ستونزو له امله د یوتل ست سوداګرزې کړۍ ایستل شوې وه او په لومړیو دوو کلونو کې پرته له ګټې اخیستنې د ځمکې په شاوخوا څرخېدله.
د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ کې د یوتل سټ شرکت اعلان وکړ د سپوږمکۍ د انرژۍ په سیستم کې د سختو ستونزو له امله نه شي کولی له هغې ګټه واخلي نو ځکه یې له ورکړې ډډه کوي.
د یوتل سټ مشر ګایولیانو بیریتا دغه ستونزه د یو تل سټ لپاره ستره نهیلي بللې وه.
وروسته د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ کې د یوتل سټ، د بیمې له شرکت د بشپړې خسارې غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۰۹ کال په جون کې یې څه باندې ۱۲۰ میلیونه یورو بیمه ترلاسه کړې وه.
خو اوس پوښتنه دا ده چې له تخنیکي ستونزو سره مله سپوږمکۍ به کوم سرخوږي له ځان سره ولري؟
د فني او تخنیکي پلوه ستونزو سره به څومره وکارول شي؟
د دغو پوښتنو د ځواب لپاره د کابل په لویدیځ کې د انترنټي خدمتونو د وړاندې کولو د یوه مرکز چارې ګورو.
دغه شرکت د یوتل سټ شرکت په ګډون د دریو بهرنیو شرکتونو د سپوږمکیو په وسیلې انترنتي چارې ترسره کوي.
د دغه شرکت مشر خالقیار حیدري دی چې له افغانستانه بهر یې د معلوماتي ټکنالوژۍ په څانګه کې زده کړې دي.
دی د سپوږمکیو د کارولو په اړه وايي "که د افغانستان د مخابراتو وزارت یا افغان حکومت له دغې سپوږمکۍ یا بلې سره او یا هم نورو شرکتونو سره تړون لاسلیک کوي، موږ خپله تر هغه چې د دغو سپوږمکیو په اړه ډاډ ترلاسه نه کړو نو تیار نه یو چې د سوداګریزې ګټې او یا هم تړونونو لپاره ګټه ترې واخلو."
ښاغلی حیدري زیاتوي "د مخابراتو وزرات باید په دې برخه کې زیات ځیر واوسي. خپلې تخنیکي مطالعې بډایې کړي چې خدای مه کړه یوه ورځ د افغانستان خلکو ته سخت مالي او یا هم د حیثیت له پلوه زیان وا نه وړي."
"یوه سپوږمکۍ په منځني ډول له اتو تر لسو کلونو او ځينې سپوږمکۍ چې په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دي بیا له دولسو تر پنځلسو کلونو عمر لري."
د رپوټ لیکونکی فرزاددوه اوونۍ وروسته تر هغه چې د افغانستان د مخابراتو وزیر سپوږمکۍ ته د لاسرسي په اړه اعلان وکړ، د افغانستان د پیوستون ګوند په خپلې ویبپاڼې کې د یوه څېړنیز راپور په ترڅ د افغان حکومت او یوتل ست شرکت ترمنځ تړون تر نیوکو لاندې ونیو.