http://www.taand.comانتخابات مقالېايا د نن ورځې اړتيا ده چې اشرف غني ته رايه ورکړو؟؟
ايا د نن ورځې اړتيا ده چې اشرف غني ته رايه ورکړو؟؟
د دې لپاره چې زموږ ګران هېواد افغانستان له يوه ډېر مهم تاريخي پړاو څخه تېرېږي، یوه ځواکمن ولسمشر ته اړتيا ده چې زموږ هېواد له بشري، اقتصادي، امنيتي بحران څخه روغ *رمټ د سوکالۍ لور ته بوزي.
په دې ټوله نړۍ پوهېږي چې ښاغلی ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د نړۍ دوهم مفکر دی، ده دا وکولای شول چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو لکه: چين، روسيې، فرانسې او داسې نورو هېوادونو ته د اقتصادي پلانونو په جوړولو سره هغوی له اقتصادي بحران څخه وباسي، که څه هم وايي چې د کلي نجلۍ بدرنګه وي. خو نن دې ته اړتيا ده چې په دې اساسو شرايطو کې موږ د افغانستان ژغورونکي ته خپله رايه ورکړو، زه ډېر خوښ يم چې د ټوپک پر ځای د رایې په وسیله نظام ته بدلون ورکوو، د ده ټاکنيز شعار بدلون دی. نو بدلون په هره برخه کې اړين دی.
کله چې ده خپل ټاکنيز پروګرام اعلاناوه، زه هم شاهد حال وم، په يوه شېبه کې مې خپل افغانستان د بلاتشبیه جنت خيال وکړ، د ده خبرې د هر چا له پاره د پوهېدو نه وې، دا ځکه چې له بده مرغه افغانستان د غربت او ناپوهۍ په سيند لاهو دی. ده په خپلو خبرو کې هر هغه څه وويل چې زمونږ په پېړيو، پېړيو ورته اړتيا وه، د مثال په ډول:
۱- په قضايي او عدلي نظام کې اداري فساد چې خپل اوج ته رسېدلی دی، داسې تشريح کړ: که زه ولسمشر غوره شوم، زه ټول د ځمکو عرفي سندونه په شرعي قبالو بدلوم، کله چې څوک شرعي سند ولري، نو دعوه هم ورکه شوه، کله چې دعوه ورکه شي، بډې او فساد په خپله له منځه ځي.
۲- په د افغانستان بانک کې ايښودل شوې پانګه راباسم او هغه په دوران کې اچوم. کارځايونه او فابرېکې پرې جوړوم، تر څو ولس ته کار پيدا شي. د کار په پيدا کېدو سره نا امنيتي له منځه ځي، پر ځای يې امن راځي او ولس ته حلاله روزي چې فرض ده پيدا کېږي.
۳- په هېواد کې د اساسي قانون پلي کېدل د ولس او حکومت ترمنځ واټن له منځه وړي. د دې لپاره لږ تر لږه زر(۱۰۰۰) کسانو ته چې ريښتيني وي اړتيا ده، مثلاً لږ تر لږه ۲۵ وزيران، څه د پاسه ۳۰۰ ولسوالان، ۳۴ واليان او په همدې ډول نور…
زه د هغو نوماندانو څخه چې په خپل زړه کې پوهېږي، چې برياليتوب يې په نصيب نه دی، هيله کوم چې خپل افغاني شهامت ته په پام سره د هېواد په دې اساسو شرايطو کې يوه متينه پرېکړه وکړي، چې له ډاکټر صاحب اشرف غني سره يو ځای شي، دا د پېغور خبره هم نه ده. د دغو نوماندانو دغه شهامت به له افغانستان سره لويه مرسته وي او د تاريخ په اوږدو کې به زموږ راتلونکی نسل په دې باشهامته افغانانو ووياړي او مېړانه به يې تل په ياد وي.
د ګران هېواد له ټولو اوسېدونکو څخه هيله کوم چې ټولو نوماندانو ته لوړ احترام ولري او د هيچا بې حرمتي ونه کړي چې په دې سره راغلې تنکۍ ولسواکي داغلې نشي، وده او پرمختګ وکړي او هم خپل سياسي کلتور پياوړی کړو.
د يوه سرلوړي، هوسا او د ټولې نړۍ سره برابر افغانستان په لور…

ډاکټر معين ګل څمکنی