http://www.taand.comمقالېد ډاکټر زلمي رسول له منتقدینو سره د زړه خواله/ ګل محمد بلوڅ
د ډاکټر زلمي رسول له منتقدینو سره د زړه خواله/ ګل محمد بلوڅ
د ډاکتر زلمي رسول په اړه زما پر لیکنه ( یو رنګین خوب یو ښکلی واقعیت) باندې زیاتې تبصرې وشوې، د ځینو تبصرو جواب ځکه نه لیکم چې هغه سپکې سپورې وې، د ښکنځلو جواب به په ښکنځلو ورکوې او دا د ډاکتر زلمي رسول د (عدالت، برابرۍ او رغونې) ټیم خلاف اوځان ته اجازه نه ورکوم، راځم ځینو هغو ټکو ته چې نسبتا جدي مطرح شوي ول او دا ډېر ښه کار شوی دی و، ځکه چې موږ کولای شو مسایلو ته د منطقي ډیالوګ له لارې حل لارې ومومو او راځئ چې د مدللو خبرو په مټ خپل ګران افغانستان له موجود بحران څخه راوباسو.
زما د مشر او لارښود محترم ډاکتر محب زغم څخه یې رابېلوم چې د زلمي رسول په اړه د یوه ملګري دا خبره ورته جالبه ښکاره شوې وه چې زلمي رسول هر ځل دغه خبره کوله چې پلانکي وخت کې له پلانکي سره وم… خو هیڅ یې ونه ویل چې پلانکي وخت کې پلانکی له ماسره و.
محترم داکتر صاحب! ته خو هوښیار او د پراخې او ژورې مطالعې څښتن یې، ښایي هغه وخت دې د پښتو د لوی مفکر مرحوم ګل پاچا الفت دا نثر هېر و چې خپل ملګري ته دې د جواب په توګه ویلي وای چې: (( یو ملګری په لاره کې مخکې شو، بل ورته وویل موږ پښتانه یو، په چاپسې نه ځو او څوک نه پرېږدو چې له موږ نه د مخه شي.
هغه وویل رښتیا چې تاسې په خرو پسې ځئ او خره په مخ کې وي یا د اسونو په مخکې منډې وهئ او په سړو پسې هیڅکله نه ځئ.))
تاسو د زلمي رسول ژوند لیک وګورئ، که هغه په جنایتکار او وطنفروش پسې تللی وي، نو واقعا د لوی خجالت خبره به وي او که یې ځانغوښتننه هېره کړې وي او په سړیو پسې تللی وي ایا د ګل پاچا الفت ارمان به یې نه وي پوره کړی؟
ځینو دوستانو چې د پښتو ژبې ستونزه یاده کړې وه، بېشکه چې د درنې پښتو په ویلو کې څه نا څه ستونزه لري، خو راځئ یو څه په سړه سینه، له احساساتو څخه یو څه په څنګ له سم منطق څخه کار واخلو.
اول خو نه د اسلام په مبارک دین او نه هم د افغانستان په اساسي قانون کې دا کوم جرم دی چې د چا کومه ژبه باید زده وي او باید کومه یې نه وي زده؟
بله مهمه خبره دا ده چې راځئ یوه شیبه نږدې تیر تاریخ ته ور وګرځو، انصافا ووایاست
پښتو ژبې د چا په وخت کې څومره پرمختګ وکړ او د چا پر مهال تباو برباد شوه؟ زه خپل معلومات درسره شریکوم او ستاسو هغو ته هرکلی وایم.
که تاسې رښتیا هم اعلیحضرت امان الله شاه غازي د افغانستان د معاصر تاریخ په اسمان کې ځلاند ستوری بولئ، نو د هغه هم پښتو نه وه زده او مرحوم پاچا خان یو وار ورته په غوصه شوی هم و چې ولې یې خپل مورنۍ ژبه نه ده زده؟ د هغه د کورنۍ هم پښتو نه وه زده، د هغه زوی شهزاده احسان الله او لور یې شهزادګۍ هندیه چې شکر اوس هم ژوندي دي، پښتو ژبه یې نه ده زده، مګر د دغه محبوب پاچا او د هغه د درنې کورنۍ له عظمت څخه څه کم شوي دي او ایا د دغې ژبې نه زده کړې د افغانستان د خدمت په لاره کې هغوی ته کوم خنډ جوړ کړ او تردې لا ډېره جالبه دا چې د پښتو ژبې د ودې، پالنې او پرمختګ لپاره د همدغه روشنفکر پاچا په وخت کې پاخه بنیادونه کيښودل شول، لکه:
( مرکه د پښتو) جوړه شوه، د سوچه پښتو لغاتو قاموس تدوین شو، د اول وار لپاره د پښتو نصاب لپاره کتابونه ولیکل شول او ډیر نور ورته کارونه ترسره شول.
د یوه بل پاچا مثال هم در کوم چې پښتو یې نه وه زده خو پښتو یې واقعا پښتو کړه او نن هغه د افغانستان په اساسي قانون کې د ملت د بابا په ملي لقب ویاړلی دی او د پښتو ژبې د نه زده کړې ستونزې د غونډ افغانستان په غېږه کې د هغه له محبوبیت څخه هیڅ هم نه دي کم کړی او نه یې د پښتو او پښتنو په پرمختګ کې د هغه هلې ځلې ټکنۍ کړې دي.
د هغه په وخت کې پښتو ټولنه جوړه شوه، پنځه ستوري وځلېدل، د دوی تر څنګ ډېر نور پښتانه ستوري د پښتو ژبې پر اسمان راوختل، کابل مجله مکمله پښتو شوه، په ولایاتو کې پښتو انجمنونه جوړ شول، پښتو مجلې په ولایاتو کې چاپ شوې، پښتو مکتبونه پرانیستل شول، پښتو رسنۍ په اوج و موج کې شوې، د پښتو کتابونو چاپ ته جدي توجه وشوه، علامه لوی استاد عبدالحی حبیبي د پښتو ادبیاتو پوهنځی تاسیس کړ، د پښتو ادبیاتو لومړنی تاریخ ولیکل شو، افغانستان کې د شلم قرن کتاب (پټه خزانه) چاپ شوه او په پښتو کې لسګنه نورې کارنامې رامنځته شوې او بالاخره د افغانستان په اساسي قانون کې په ۱۳۴۳ کال کې پښتو ژبه د ملي او رسمي ژبې په حیث تسجیل شوه او د پښتو ژبې په تاریخ کې اول وار دغې لرغونې او درنې ژبې قانوني او نړیوال اعتبار وموند، د هغه پاچا تر سرپرستۍ لاندې چې دغه ژبه یې نه وه زده. عجیبه خو لا دا ده چې ځېنې پښتانه دغه د وطن د ترقۍ او تعالی غوښتونکي پاچا د پښتو په نه زده کړه ملامتوي او یو شمېر غیر پښتانه یې پښتو ته د خدمت په تور په نیشنلزم تورنوي.
اوس نو د انصاف تله به د چا په لاس ورکوې؟ که دا واقعیتونه چاته دروغ ایسي، ثابته دې کړي او د ډیر تعجب وړ خو لا دا درته وایسي چې د پښتو له اړخه د بې ژبې پاچا وروسته د کمونیستی او جهادی پاکو، صفا، سوتره او زبردستو فصیحو او بلیغو پښتنو رهبرانو د دورانونو پښتو پالنه خو هم درته معلومه ده، چې دا هر یو یې په پښتو ژبه لکه بلبل ږغېږي، خو زه بلا پسې خپل ګریوان قاضي کړئ چې دغو پښتنو په پښتو پوه مشرانو او واکمنانو د پښتو ژبې په عزت، غنا او عظمت کوم اورونه پورې نه کړل؟؟؟؟
ایا د پښتو ژبې د عمرونو عمرونو بډایه شتمنۍ، کتابخانې، اثار، قلمي نسخې او د دغې ژبې علمي بنیادونه په تورو ایرو بدل نه کړل؟
انصافا قضاوت وکړئ چې ایا د پښتو ژبې د نه زده کړې ګناه پښتو او پښتانه تباه کولای شي؟ او که د پښتو ژبې د زده کړې شرط پښتو او پښتانه ژغورلای شي؟
زه خو وایم چې د ژبې زده کړه او نه زده کړه ثواب او ګناه نه لري، بلکې د وطنپرستۍ ایمان، اخلاص او صداقت ډیر مهم دی.
زه دې ته ډېر تعجب یم چې زما ځېنې محترم وطنوال د ډير درانه مشر داکټر اشرف غني احمدزي لپاره کمپاین او د رایې جذبول په دې کې ویني چې نور کاندیدان نقد کړي او پر زلمي رسول د پښتو نه زده کړې ملامتي اچوي، زه د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ټول حرمت، درنښت، علم او نړیوال تفکر ته په ډیر احترام سره مجبور یم چې یو تریخ واقعیت ووایم، هغه دا چې نوموړي د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو پر مهال د انګلستان په ګارډین ورځپاڼه کې حامد کرزی له دې امله سخت وغانده، چې د ده په وینا د افغانستان لوی قاتل جنرال دوستم یې له ځانه سره ملګری کړ او پر نوموړي جنرال د زرګونو پښتنو د قتل عام او وینو چیښلو تورونه دي، ملت اوتاریخ ته به د خپل اول معاون په صفت د هغه ټاکنه په کومه پښتو ژبه، د کوم متفکر مغز په زور او په کوم علمي استدلال سره توجیه کړای شو؟
بابیزه یې مه ګڼئ، دا د محترم اشرف غني د ډېرو نږدې پلویانو لپاره هم یو جدی ناحله سوال دی، ټول ملت یې د جواب انتظار باسي.
دا کیسه هر څومره اوږدېدلای شي، خو د کیسې اوږدول مهم نه دي، بې طرفه مدلل منطق او په ارامو اعصابو د هغه منل مهم دي نه سپکاوی.
یو شمېر محترم دوستان د ډاکتر زلمي رسول د خدمت ثبوت راڅخه غواړي، زه وایم چې تاسو په کورنۍ او باندنۍ رسنۍ کې د ده د فساد، رشوت، خیانت او یا کومې بلې اخلاقي کمزورۍ یو کوچنی ترین مستند ثبوت د ملت مخ ته کښېږدئ، زه به تر خپلو ټولو ادعاوو تېر شم او که داسې نه وي نو د افغانستان په ډېر پېچلي بحران کې تر دې لوی خدمت، اعتبار او درنښت څه کېدلای شي؟
او وروستۍ خبره دا چې دا سمه ده چې (مرد نه مور لري نه پلار) خو چې ډاکتر زلمي رسول د خپل مردانه پلار نیکه مخلصانه خدمتونو پر پلونو ثابت قدمه پاته دی، نو د دغسې واقعیت په بیان کې څه عیب؟ په اخیر کې مننه چې د واقعیتونو د روښانولو لپاره مو د بحث ور پرانیست، خو هو استدلال به نه هېروو.
په درنښت

Comment