د امریکا ولسمشر اوباما په خپله اوږده وینا کې خپل ولس ته وویل چې له ایران سره د امریکې ډيپلوماټيکې خبرې د امریکې ملي امنیت د خوندیتوب لپاره ګټورې دي.
ایران ته موقع ورکول او بندیزونه ورباندې راکمول د امریکې په ځانګړي توګه د اوباما یوه لویه تېروتنه ده که چېرته پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه سخت نه شي په ګانده کې به هم د نړۍ لپاره او هم دسیمې لپاره به یو لوی سرخوږی وي، د ایران دنظام بنسټ په متعصبو اخوندانو ولاړ دی او رهبري یې هم د همدغو انسان ضد او بشرضدو اخوندانو په لاس کې ده، ایران ته موقع ورکول به ډېرې بدې پایلې ولري او دا به دامریکې نه جبران کیدونکې تېر وتنه وي ایران همدا اوس له افغانستان پرته په عراق او داسې نورو هېوادنوکې لاسوهنه کوي او دخپلو شومو مخو لپاره یې په ډېرو هېوادنوکې اوبه همدا اوس هم خړې کړي دي.
ایران همدا اوس په ډېرو هېوا دونو کې مذهبي او ژبني تعصب ته لمن وهي ایران همدا اوس له ترهګرو سره پوره پوره مرسته کوي په ایران کې یو دیکتاتور نظام واکمن دې د ایرن ولس یې یرغمل کړی دی غږ پورته کولو ته یې نه پریږدي دایران له اخوندانو څخه په خپله د ایران ولس تر پوزې راغلی دی.
په سوریه کې همدا اوس په ښکاره ډول ایران لاسوهنه کوي او خپله وسلواله ډله لري همدارنګ په سعودي عربستان کې یې هم خپل نفوذ اوج ته رسولی دی همدارنګ ایران غواړي چې په ټوله نړۍ کې خپل نفوذ زیات کړي د افغانستان په چارو کې خو بیخي داسې په څرګند ډول مداخله کوي ته به وايي چې خپل ایران یې دی څوڅو ځلې او په ښکار ډول د ایرن د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز مسعود جزایري له افغانانو څخه غوښتنه وکړه چې د امریکايي ځواکونو پروړاندې را پورته شي په افغانستان کې د ایران لاسوهنې بیخي اوس ښکاره مسله ده ایران له امریکې سره د مخامخ جګړې توان نه لري نو پرهمدې اساس یې غوښتل افغانان د امریکې پرضد جګړې ته وهڅوي افغانستان به یې دامریکې لخوا اشغال شوی هېواد باله ایران خپله هیڅ موقع چې په لاس ورغلې ده له لاسه یې نه ده ورکړې.
له امریکې سره چې دافغانستان د تړون خبره مطرح شوه پرته له دې چې افغان ولس او افغان دولت یې په اړه تصمیم ونیسي ایران یې په وړاندې پرو پاګنډې پيل کړې کله چې د امنیتي تړون لپاره د جرګې خبره مطرح شوه هلته یې هم کوښښ وکړ چې خپلوګوډاګیانو له خوا د افغانانو اذهان ورخراب کړی کله چې د امینتي تړون په هکله جرګې په غوڅ اکثریت سره پریکړه وکړه ا وځينې شرایط یې وړاندې کړل چې په دې شرایطو دې امنیتي تړون لاس لیک شي بیا چې د افغان ولسمشر او دامریکا ولسمشر اوباما اړیکې یوڅه خرابې شوې نو ایران ورته نوکان جنګول، او په خپلو رسنیوکې یې ورته تبلیغات شروع کړل د ایران پرته له ځانه بل هیڅوک نه خوښیږي چې په امن کې ژوند وکړي.
ایران او پاکستان دواړه دمارانو خوی لري ددې هېوادنو دوستي هم دښمني وي او دښمني یې هم دښمني زه په ډاډ سره ویلی شم که افغانستان دایسرایلو ګاونډی وی نو دومره به نه وی کړیدلی ورنه لکه له دې ایران او پاکستان څخه چې نن افغانان او افغانستان ښه ورځ نه لري.
ایران غواړي چې په ټوله نړۍ کې ځان د اسلامي هېوادنو سرخېل جوړ کړي نو پرهمدې اساس یې په هرهېواد کې خپل استخبارت خواره کړي دي.
دګډ کولتور او فعالیت ترنامه لاندې زموږ ملي ټرمنالوژي او کولتور له منځه وړي او د خپل کولتور او د ټرمنالوژي د منلو هڅه کوي.
موږ په نړيواله ټولنه غږ کو چې دایرن په هکله باید جدي فکر وکړي ترڅو ددوی له شره هم سیمه او هم نړۍ او هم افغانستان وژغورل شي په ایران باندې باید اقتصادي بندیزونه زیات شي ترڅو له ځواکه ولویږي چې ځان ته یې فکرشي.
د لوی افغانستان اونيزې سرليکنه