پينځه نۍ د ١٣٩٢ لمريز کال د سلواغې ٣
د ايران ځمکنی مساحت زيات شوی دی
کمال الدين رنځور

د ليکوال څو نورې لیکنې
ټول
دې ته ورته لیکنې
سرچينه: الشرق الاوسط
ايران په يو حيرانونکي اعلان کې ښکاره کړې ده چې د هېواد ځمکنی مساحت یې ۲۲۶ زره کيلومتره زيات شوی دی. دا په داسې حال کې چې رپوټونه وايي چې ايران د افغانستان په خاوره کې ننوتی او ډېرې ځمکې لاندي کړي دي. ايران همدا راز له عربي متحده اماراتو څخه درې ټاپوګان (طنب الکبری، طنب الصغری، او ابو موسی) هم په ۱۹۷۱ کال کې ښکېل کړي دي.
دا اعلان د ايران په پوځ کې د جغرافیا د ادارې مشر ډګروال محمد حسن نامي کړی خو دا یې نه دي روښانه کړي چې د ايران مساحت په څه ډول زيات شوی دی.
د ايران مساحت يو مليون او ۶۴۸ زره کيلو متر مربع دی خو د دې اعلان سره یې مساحت یو ملیون ۸۷۳ زره او ۹۵۹ کيلو متر مربع ښودل شوی دی چې له مخې یې د ايران ځمکنی مساحت ۲۲۵ زره ۹۵۹ کيلومتر مربع زیات شوی دی.
پوښتنه دا ده چې په افغان حکومت کې چې ايران ډېر جاسوسان او په پيسو رانيولي لوړپوړي چارواکي لري، ايا داسې څوک رښتينی افغان شته چې د دې مسالې پوښتنه وکړي او ايران ته په کلکه ووايي چې د افغانستان او ايران په ليکو کې هغه افغاني خاوره چې ايران لاندې کړې ده او پوستې یې په کې جوړې کړي دي خوشې کړي. په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي دولت ولسمشر او دفتر یې له ايران څخه په کڅوړو کې نقدې پیسې اخلي، ښکاري چې زمانه د ايران ده، هر ډول فساد په کې کولای شي او ناشوني ده چې د افغان د حق پوښتنه وشي بلکه د ايران نورو تېريو ته هم لاره هواره ده.
06.09.2011 06:55

د ليکوال څو نورې لیکنې
- د افغان ملي غورځنګ د مشرتابه د پام وړ
- په مصر کې د اسلامپالو پرزول او افغانانو ته سبقونه
- د سولې عالي شورا به څنګه سوله راولي؟!
- په ناروی کې د طالبانو او امريکا پټې خبرې شوې دي
- کريکټ د مافيا په ولکه کې
- طالبانو په جرمني کې د جنګسالارانو غونډه وغندله
- ضعیف: مطلق اکثریت له پامه غورځول شوی و
- افغان حکومت د امريکايانو او طالبانو د خبرو هرکلی کوي
- طالبانو او حزب اسلامي دواړو د مذاکراتو پخلی وکړ
- په ۲۰۰۸ کال کې د لغماني مزدورانو يو وژونکی نيول شوی دی
ټول
دې ته ورته لیکنې
- په مصر کې د ايران ولسمشرپه بوټانو وويشتل شو
- قربان خوست والو،وياړ په تاسو غيرتی قومونو!
- حمله ي سايبري اسراييل بر ايران
- که ایران افغانستان ته تيل نه وركوي افغانستان دي اوبه نه وركوي
- نصیحتی به آقای مالکی
- دایران سفیردي دسپکاوې په تور دافغانستان ځخه وشړل شې
- ایران د افغانستان په اړه د ګورګین خوبونه ویني
- پیام یک افغان
- د افغا نستان او ایران اړیکي کومی خواه ته روانی دي
- دایران او اسرائیلو تر منځ دپټو ارتباطاتو افشا کول ( اسلام الیوم )